خوسامار کرزي له بوين عطا نه سړی جوړ کړ

0 658

د عطا نور په ځواب کې :

سيد حسين پاچا

شفافيت، عدالت او سياسي ګوندونو ته پاملرنه

د ناروڼتيآ، نابرابرۍ و نه پاملرنې بنسټ له پيله جمعيت اېښی دی

ناروڼتيا، ناانصافي او سياسي ګوندونو ته نه پاملرنه خو له همدوی نه په ميراث راپاتې ده. د رباني د وخت له ((اهل الحل والعقد)) خوسا شوې شوروا ((شوری)) نه راواخله تر کرزي او ان د اوسني ملي يووالي حکومته پورې جمعيت ((مشخصه مافيآ)) د ټولو ناخوالو مسوول دی. د چشماټو ((سترګور)) قاضي حسين احمد او حميدګل جرګه مارو سره سره دوی خپل سيال اسلامي حزب ونه شو زغملی. د کابل ښار خو د پرديو د شيطانت او د همدوی د ناروڼتيا، نابرابرۍ او نه پاملرنې له امله لولپه شو.

لېوه کله توبه وکړه او بزرګ شو؟

ښاغلی عطا محمد نور وايی چې که د پارلماني ټاکنو شفافيت تضمين نه شي، نو دغه ټاکنې به د سياسي ګوندونو له خوا له بنديز سره مخ شي.

نوموړی ګوتڅنډنه کوي چې حکومت دې د سياسي ګوندونو غوښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او هڅه دې چې ټاکنې په عادلانه ډول ترسره شي.

وانذز عشيرتک الاقربين

جمعيت له پيله د نظار شوری چې بيا په شمال ټلواله بدله شوه، نو ښاغلی عطا دې لومړی له خپل ځانه شفافيت، عدالت او نورو سياسي ګوندونو ته د پاملرنې محاسبه وکړي. دوی چې د ((اهل الحل والعقد)) شوری په پلمه چې کله له روحاني مشر صبغت الله مجددي نه واک ترلاسه کړ او د قاقا صاحب د چشماټو ((سترګور)) په وينا ((چترالي ملا)) چې هم اخوانی وو او هم ستمی او هم يې هره جاله باندې لاس اېښوولو، ولې پر واک باندې خېټه واچوله؟ ولې دا خپلمنځي جنګونه پېښ شول؟ بده يې لا دا چې ماويست يې د خپلې ږيرې لاندې ساتلی وو. ايا حزب اسلامي او دا نور جهادي ګوندونه ان د نورو سياسي ګوندونو لکه افغانملت، د وطن ګوند دا ټول اسلامي و سياسي ګوندونه نه ول؟ تاسې جمعيت ولې هلته شفافيت نه کولو؟ ولې مو دا د واک څوکۍ د کولاب تر سمڅو پورې له ځان سره يووړه؟ بيا چې دا نوی غوبل جوړ شو او کرزی خان لالا راغی ښاغلي عبدالله او تاسې ټولو به ويل چې اتيا برخې واک له موږ سره دی. د ډاکټر عبدالله هغه خبره خو په رسنيو کې شته چې همداسې يې په يوه غونډه کې د ټاکنو په وخت کې ويلي وو، نو دا اتيا برخې واک شفافيت و عدالت دی ايا تاسې کله هم اسلامي و سياسي يا په بله مانا جهادي و ناجهادي ګوندونو ته پاملرنه کړې ده. ان تر دې چې تر اوسه پورې کارمليان له ځان سره ساتلي دي. د نجيب د کودتا مسووليت هم تاسې ته منسوبيږي چې هم مو له هغه او هم مو له ملګرو ملتونو سره ټګي کړې ده، نو عطا نور مهرباني وکړي چې د خپل ګوند يا د دې مشخصې مافيايي کړۍ په استازيتوب له ولس سره، له خلکو سره محاسبې ته کښېني، نو دی خو تر ننه خپله له حسابه تښتي ان تر دې چې ځينې ډېرې ناروا خبرې يې همدا اوس له واکه د پرېښوولو په بدل کې پر حکومت باندې ومنلې او دا خبرې خامخا ډاکټر عبدالله ته منسوبيږي، ځکه چې هغه په حکومت سم نيمايي دی.

که همدا ستاسې دا نازولتوب درسره ومنو، له پښتنو پرته تاسې له نورو قومونو سره څه کړي؟ ان تر دې چې تاسې هغو تاجکانو ته چې په نورو سيمو کې پراته دي له کومه برخه ورکړې؟ ايا تاسې کله هم شفافيت له سيد نورالله عماد او نورو جمعيتيانو (تاجکانو) سره کړی دی؟ جمعيت خو ستا، رباني، مسعودخېلو او څو تنو نورو مشخصو پنجشيريانو لکه : ډاکټر عبدالله، فهيم، قانوني، محمدي، صالح، معنوي  او داسې نورو سره دی. تاسې دغه څو کورنۍ پخپلو کې سره نه جوړېږئ، نو نورو ته به څه واک ورکړئ؟ څه شفافيت به ورسره وکړئ او څه عدالت به ترسره کړئ؟ ايا دا سپين ږيری هراتی دومره مسلمان دی، د بيت المال او د ولس حق يې هډو نه دی خوړلی؟

ننګونه :

ته و خدای او خپل ايمان و وجدان دې که همدا نن په جمعيت کې سمې ټاکنې ترسره شي، ته څه فکر کوې چې د رباني زوی صلاح الدين رباني به په واک کې پاتې شي؟ نه هېڅکله نه، تاسې جمعيت يرغمل کړی دی او يرغمل کوونکي ياست، کنه راځه نر شه، دا ګز و دا ميدان چې تاسې يو ځل په خپل ډله (جمعيت) کې سمې او رڼې ټاکنې وکړئ چې پته درته ولګيږي چې څوک مو خوښوي يا نه؟ خپله ښه پوهېږئ چې څوک مو نه غواړي، که وخت يې راغی، نو دا د زمکو، جايدانونو او د ميلياردونو ډالرو حساب به درسره خپله دا خپل دروند تاجک قوم درسره وکړي چې تاسې خپل ټول قوم يرغمل کړی او تر څو به يې يرغمل ياست؟ ولې خپلمنځي ګوندي ټاکنې نه کوئ؟

شفافيت وعدالت ((روڼتيا و برابري :

ته و خدای او دا خپل ايمان و وجدان دې که له تا سره د دې خپلو شتو حساب وشي، ايا تاسې دېته تيار ياست چې د دې خپلو شتو ((منقول وغيرمنقولو شتمنيو)) حساب دې ورکړې، نه هېڅکله نه. ان تر دې چې د اصف مهمند نيوکې دې ونه شوې زغملی او د سپي په شان دې ترې غوږ وخوړ. انسان خو د بل انسان غوښه نه خوري، خو تا يې غوږ وخوړ. که تاسې د روڼتيا، برابرۍ او پاملرنې خبره کوئ، نو بيا عدالت ومحکمې ته نه حاضرېږې؟ ولې ستا جُرمي قضيه په محکمه وڅارنوالۍ نه څېړل کيږي؟

که حکومت رښتيا روڼتيا او برابرۍ ((شفافيت وعدالت)) ته ژمن وي، نو بيا خو په کار خو دا ده چې له تا سره هم حساب وشي. ستا دغه جُرمي قضيه ولې له پامه غورځېدلې او نه څېړل کيږي؟ښاغلي مهمند به هم محکمې ته شکايت کړی وي، خو ولې لا تراوسه ستا او زوی قضيه ((دوسيه)) په محکمه کې همداسې پټه و ګونګه پاتې ده او نه څېړل کيږي؟ پوښتنه دا ده چې ته ټاکنې غواړې او که د ټاکنو د روڼتيا ((شفافيت)) په پلمه ځان ته قضايي مصؤونيت او عدلي برائت غواړې؟ عدالت له کومه شو؟ تاسې ((جمعيت)) خو په همدې ملي يووالي په حکومت کې شفافيت وعدالت او پاملرنه تر پښتو لاندې کړې ده.

قضاوت :

که ځان مسلمان ومجاهد وايمانداره بولې، نو تاسې خپل ځان د يو منصف وقضاوتمند په توګه د پورتنې نص په رڼا کې څنګه وينئ؟ ځه دا د حکومت و ولس او د نړيوالې ټولنې حسابي درسره نه او ودې بښي، خو له خدای تعالی سره به څه وکړئ؟ له هغه سره به هم د قيامت پر ورځ همدغسې زور غږوې، لکه له غني سره دې چې وکړلو؟ ډاکټر عبدالله خو به هلته هم پخپله حسابۍ کې نښتی وي او نه به د سم سمکي خبرې وکړې. هلته خو به ((يوم يفر المرء من أخيه ….)) په غم کې وي. نه به جمعيت وي، نه شمال ټلواله او نه نور بس ته او الله تعالی به سره مخ پر مخ ياست، نه به نړيواله ټولنه وي، نو بيا به څه کوې؟

پايله :

يو څوک چې خپله او نه يې ډله او تنظيم ښه رڼه ((شفافه او منصفانه)) مخينه ونه لري، نو هغه چې حکومت ته لا ګوتڅنډنې کوي، نو له دې به بل څوک زيات بېحيا ((بې شرمه)) او بې ايمانه له جهادي واسلامي دعوې سره سره بل څوک وي؟ يو ځل دې خپل ځان پر صابون پرېمينځه بيا حکومت ته د شفافيت د تضمين او د عدالت خبرې کوې، چې خپله در کې يو خروار غول خمبيره وي، نو د نورو لپاره څه ګټور پرېوځي؟ د هېواد ملي شتمني خو لا څه ان چې هغه افغاني رباط هم مو وپلورلو، نو نور به له دې ورآخوا څه وي؟

عطا محمد نور: که د پارلماني ټاکنو شفافيت تضمين نه شي، موږ به بنديز پرې ولګوو

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=70320

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply