ټولټاکنې، موقت حکومت او که عنعنوي لویه جرګه/ سرلوڅ مرادزی

0 606

د هېواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي د وږي میاشت په دوهمه، امریکا غږ اشنا راډیو سره مرکه کې وویل، د دېکمیسیون د شمېرنو له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې شاوخوا نهه میلیونه رايي ورکوونکو خپلنمونه ثبت کړي دي.

البته څه مهال مخکې د دې کمیسیون لخوا د روان کال د تلې میاشت ۲۸ مه، د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو لپاره ټاکل شوې چېتیاریانې ورته په بیړه تر لاس لاندې ښکاري.

په یوه بل ورته اقدام کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د ۱۳۹۸ کال د وري میاشت ۳۱ مه ټاکلې چې ټاکنو ته د چمتوواليترڅنګ، د ټولټاکنو لپاره د مرکزي حکومت اراده او ژمنه بیانوي.

په همدې تړاو، یوه پرانیستې خبري غونډه کې د کابل نیوز تلویزیون خبریال مجیب احساس، له ولسمشر اشرف غني وپوښتل، حالاتو ته په پام ویلکیږي ښای راتلونکي کال کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې ونه شي او د واک لیږد لپاره  کوم بل بدیل، لکه لویه جرګه راوغښتل شي. خو ولسمشر يی ځوابکې په زغرده وویل چې حکومت د هېواد اساسي قانون په پلیتوب او هغه ته په درنښت ټولټاکنو ته ژمن دی او بل هیڅ بدیل د ټاکنو ځای نه شي نېولایاو خامخا به د ولسمشرۍ ټولټاکنې کیږي.

دا چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون د هڅو او ژمنو او بلخوا د ټاکنو لپاره د مرکزي حکومت د یادو څرګندونو سره سره، ځینې کړۍ او اشخاص دټولټاکنو پرځای د موقت حکومت او یا د عنعنوي لويی جرګې د رابللو ډنډوره خپروی، پوښتنه پیداکیږي داسې اشخاص او کړۍ څوک دي؟ ایا د دویداسې غوښتنې د اساسي قانون سره په ټکر کې نه دي او بلاخره ایا دوی په پای کې د ټولټاکنو مخه نه نیسي او هېواد کې د ګډوډۍ او انارشۍ دادامې لپاره لار پرانیستې ساتل نه غواړي؟

له بده مرغه، د دغو کړیو په سر کې چې د ټولټاکنو مخه نیسي، د هغو په وړاندې چلوټې جوړوي او د موقت حکومت ترانه غږوی په اسلامي جمعیت کېڅو معلوم الحال کسان او د دوی نورهمګټې بلل کیږي، خو بلخوا د عنعنوي جرګې د رابللو سندره بیا پخواني ولسمشر حامد کرزی او پر ده راغونډڅلویښت تنه غله سرکوي چې هممهال هڅه کوي د جمعیتي لنډه غرو څخه په سیالۍ کې وروسته پاتې نه شي!

د اسد الله شریفي په نوم یو تن چې له مزاره يي ځان ولسي جرګې ته نومولی او د شکایاتو کمیسیون يي ولسي جرګې ته د نااهلۍ په وجه غوښتنه ردکړی، د اسلامي جمعیت د اجراییه رییس عطا محمد نور لخوا په شا ټپول کیږي، بیا د هغه په هڅونه په  اصطلاح په یوه مدني لاریون! کې د کابل ــمزار ولسی لار بنده وي، وروسته يي د لېدنې او شاباس لپاره د مزار خلم ولسوالۍ ته ورځی او هلته مرکزي حکومت ته په ګواښ سره وايي« کهاسدالله شریفي بیرته د نوماندانو لیست کې شامل نه شي، پر کابل به وارداتي بریښنا پرې کړي»

خبره دلته پای ته هم نه رسیږي، عطا نور د ځینو نورو کسانو لکه، فوزیه کوفي، غلام سخی نوید، قیس احسن، جاوید زمان او اصف عظیمي په اړه همچې غوښتنې يي د ولسي جرګې د نوماندانو پتوګه رد شوی، په ملاتړ کې وايي که چیري دا کسان بیرته په لیست کې ونه نېول شي، د هغه (عطا نور) په اند ټاکنې به رڼې نه وي او په دې حالت کې به د موقت حکومت لپاره مټې رابډ وهي.

په کندهار کې، عطا نور ته ورته یو بل لنډه غر، سید جان خاکریزوال چې هممهال د کندهار د ولایتي شورا مشر هم دی، د موقت حکومت ګوتڅنډنهکوي. له هغه ځایه چې نوموړی د ټاکنو له لارې په واک کې خپله راتلونکي خړه ویني، چا غوږ کې ورته ویلي، چې ته هم د موقت حکومت سندره راتودهکړه.

څو ورځې وړاندې یونس قانوني د حراثت او ثبات په نوم شورا کې هم ویلي ول چې ولسمشر او اجراییه رییس دې تر وخت مخکې له واکه ګوښه شياو موقت حکومت دې جوړ شي.

د واک بدلون هغه هم یوازې د ټاکنو له لارې، د ولسمشر په ګډون د هیڅ شخص یا ډلې په پریکړې یا لورنې پورې اړه نه لري، بلکې دا د اساسي قانونغوښتنه ده چې بل بدیل نه لري او هېڅوک يي د بدلون حق هم نه لري.

موقت حکومت او یا د عنعنوي لويي جرګې له لارې د واک بدلون د هېواد د اساسي قانون سره څرګند ټکر دی. د ټولټاکنو پرته، د واک د بدلون نورېلارې د مرکزي حکومت د پیاوړتیا پرځای، د واک بېلا بېلو ټاپوګانو ته لار اواروي او د زړو تجربو بې ضرورته تکرار دی.

هغوی چې د زړو لارو بیا تکرار ته پنا وړي، یوازې د ځان په غم کې دي او غواړې په داسې لارو د ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply