نوی ملي اېتلاف او د زور او کړکېچ زوړ دریځ/ سرلوڅ مرادزی

0 615

د روان کال د جولای په ۲۶ مه څو تنو پخوانو او ازمایل شویو څېرو چې سر کې يي محقق، رشید دوستم، صلاح الدین رباني، عطا محمد نور، انوارالقاحدي، همایون همایون، ظاهر قدیر، ضیا مسعود، رحمت الله نبیل او زلمی رسول ځای لري، د کړکېچ او زور په زاړه دریځ یوه ټلواله وزېږوله چې نوم ييورته د افغانستان نوي او ملي اېتلاف کېښود.

د دې ټلوالې تر نیمايي زیات اصلي بنسټګر او پلویان د حکومت برحاله غړي دي چې د حکومتي څوکۍ او امکاناتو څخه په ناوړې ګټې، هم د مرکزيحکومت مخالف کوي او هم د اپوزیسیون دنده چلوي.

دوی يی«هم به نعل میزند هم به میخ

د دې ټلوالې یو مرکزي غړی چې ورته وخت کې د اجراییه ریاست دوهم مرستیال هم دی، محمد محقق وايي«دا ځل دېی رامنځته شوی ائتلاف او غوښتنې بابیزه نه ګڼي، ځیې دوی له مشروع سیړل شي په زور به یېړي. ازداۍ راډیو»

ښاغلي محقق، صلاح الدین رباني او رشید دوستم ته چې ورته وخت کې د حکومت جیګپوړي چارواکي دي ښه سلا دا ده چې لومړی دې له خپلوموجوده حکومتي دندو تېر شي، استعفا دې وکړي او بیا دې د یوې علمي، عملي او ملې تګلار پر بنسټ چې هېواد شموله وي، ټاکلي سمت، مذهب اوقوم پورې نه وي تړلي او د افغانستان اساسي قانون سره ټکر کې نه وي، د حکومت د اپوزیسیون په ډول رامخته شي. په هېواد دننه د مشروعسیاسي غوښتنو لپاره، اساسي قانون ټولټاکنې په پام کې نېولي او د داسې غوښتنو ترلاسه کولو لپاره زور ته چې محقق يي لاپې وهي او مرکزيحکومت پرې ګواښي، قانوني او مشروع جواز نشته!

کله چې یوه ډله ځان د افغانستان نوی ملي اېتلاف بولي، هغه باید خپلې سیاسي غوښتنې د قانون په چوکاټ کې وړاندې کړي او په هغه لارو چاروچې اساسي قانون او د دې قانون په رڼا کې نورو قوانینو بیان کړي او توشیح شوي، مخته ولاړ شي. هیڅ ډله او اېتلاف ځان له قانونه پورته نه شیګڼلای او په داسې حالاتو کې د مرکزي حکومت او دولت سربېره افغان ملت د اساسي قانون د پلیتوب او خوندیتوب دنده پر غاړه لري.

که نوی اېتلاف د حکومت په وړاندې چې د ټولټاکنو په پایله کې رامنځته شوی او انتخابي حکومت دی، د زور او وسلې کارولو ګواښ کوي، بیا حکومتاو افغانانو ته دا بیخي ښکاره خبره ده چې د دې اېتلاف او د داعش او طالب ترمنځ کوم توپیر نشته. په دې صورت کې نوی اېتلاف، داعش او طالبدرېواړه د قانوني حکومت په وړاندې وسلواله جګړه کوي او توپېر يي دا دی چې نوی اېتلاف هم د حکومت برخه ده او هم يي وسلوال مخالف، خوداعش او طالب بیا د حکومت برخه نه، بلکې یوازې د حکومت په وړاندې وسلواله جګړه پرمخ وړي.

بلخوا که محقق، رشید دوستم او عطا نور هغه ګډوډیو او وسلوالو نښتو او مانورونو ته چې په فاریاب، جوزجان، بلخ او نورو شمالي ولایتونو کې د یولنډه غر نظام الدین قیصاري په ملاتړ وشوې او پایله کې يي د فاریاب ولایتي مقام ته اور واچول شو، لارې او شمال کې د هېواد بندرونه وتړل شول اود شمال ولسونو ته لوی تاوان او سرخوږی پېښ شو، مدني خوځښت او مشروع سیاسي لارې بولي، داسې چلند سربېره پر دې چې له قانون ښکارهسرغړونه ده، د ملي او عامه شتمنیو په وړاندې هم ښکاره لیونتوب او یاغیتوب دی چې په هیڅ شان د منلو نه دي او د سختو مجازاتو وړ دی.

حکومت حق نه لري چې د ولس د ښېګڼو او عامه ګټو په وړاندې هر لیونتوب او بغاوت ته د مدني خوځښت په نوم زغم وکړي اوله څنګ يی بې پوښتنې او بې مجازاتو ښویه تېر شي.

له رشید دوستم پوښتنه ده، پر احمد ایشچي جنسي تیري چې د دوستم هم توکمه او مرستیال تېر شوی او یوه بشپړه جینايي قضیه ده، څنګه د هغهپه وړاندې خپل غبرګون ته د مدني خوځښت نوم ورکوي او حکومت ګواښي چې د نوموړی دوسیه دې نه څېړل کیږي او له مجازاتو دې نوموړی خونديپاتې شي.

د نوي اېتلاف ازمایل شوې بله څېره عطا نور وايی«تاسو پوهیږۍ چې فقر او جګړه، قومي تعصبات‎، د یوې ځانګړېړۍ له لورې د ځانغوښتنې هڅه، د قدرت انحصار د څې دا هرڅه په دې هېې چیغې وهي او هېواد یېړېړی دی نو د دغه وضعیت سمون زموږ او ستاسو ګډ مسؤلیت دی»

که ټول دولتي واک د اسلامي جمعیت، نظارشورا او په تېره بیا د پنجشیر درې سره وي، لکه د بن تر کنفرانس وروسته؛ قومي تعصبات، د قدرتانحصار او هېواد د کړکېچ سره مخ نه دی، بویه د ۹۰ ومې لسیزې مدنیت راغلی او دیموکراسي واکمنه شوې؛ خو که په حکومت او دولت کې د پخوانیوتنظیمي او مافیايي کړیو د جګړه مارو، لوټمارو او لنډه غرو پرځای د هېواد د هرې سیمې او قوم د ځوان او روزلی نسل استازي په خپل څانګیز اوپوهنیز بنسټ ګمارل کیږي، هېواد د سولې او مختګ لار نیسي، بیا نو د قیامت ورځ ښکته کیږي، هېواد د لوی کړکېچ سره مخیږي او په پای کې نویاېتلاف بویه اړوځي چې زوراو وسله وکاروي!

کله چې نوی اېتلاف خپل موجودیت حکومت ته په خبردارۍ، زور او ګواښونو اعلانوي، په حقیقت کې پر افغانستان او کابل د ۹۰ ومې لسیزې خپلناورین افغانانو ته بیا وریادوي. په دې اېتلاف کې همغه تنظیمونه او څېرې ځلیږي چې افغانانو ته يي ویجاړ او کنډر کابل او د ۷۰۰۰۰ زره کابلیانوجسدونه په میراث پریښي.

کابل کې د دې اېتلاف تازه غونډه، سړي ته د جبل السراج هغه تړون وریادوي چې پر بنسټ يي مافیايي تنظیمونه لکه الوتونکي پیشقابونه پرهېواد راتوی شول چې وروستيو کلونو کې له نورو سيارو څخه د ځمکې پر ځينو برخو د هغو د ښکته کېدو او لېدو په تړاو، د نړۍ په رسنیو کې زياتشورماشور جوړ وو او يا سړي ته د لرغونې زماني نا اشنا او عظیم الجسه موجودات، دېوان، پېريان په زړه کوي چې د زړو رواياتو له مخې يي پخواهم د ځمکې پر سر پاچايي کړې او دا ځل يی د خپلې پاچايۍ لپاره زمونږ د هېواد ځمکه مناسبه ګڼلې وي!

همدغو توره بان دېوانو او پېریانو په ۹۰ لسیزه کې هېواد لوټې لوټې او ملت تالا ترغۍ کړ. هېواد کې يي کورنۍ جګړه لا په غرغنډو کړه او لکه د نوحتوپان هر څوک او هر څه يي  تر اوبو لاندې کړل، زيروح او بې روح يی یو شان له منځه یووړل او د پخواني ژوند ټول اثار يي د نيستۍ کندې ته ورټيلوهل!

څه ښه يي ویلي«ازموده را ازمودن خطا است»

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply