د طالبي مشر مولوي هبت الله د پام وړ :/سيد حسين پاچا

0 629

 

د مطلب ياران

څوک مو خاورې او وينو، څوک مو اوبو او کلتور او څوک بيا په ګډه مو ملي شتمنيو (معادنو) ته غله دي

له بېلابېلو لارو فشارونو او د ګاونډيو له مطلبونو به دا درته ښه وي چې د الله تعالی حکم ومنې او له ښاغلي غني سره د يو وياړلي، سوکاله او تلښېرازه افغانستان لپاره نېغ پر نېغه ((مخ پر مخ)) خپلمنځي خبرو او جوړجاړي ((سولې)) ته کښېنې چې دا به درته ديانتًا، ايمانًا واخلاقًا او هم له خپل وياړلي کلتور ((عنعنوي)) پلوه او سياستًا ښه وي. په دې کې به د ټولو هر اړخيز خير وي

صوفي شاعر عبدالرحمان بابا :

هر سړی تر مطلبه پورې يار دی

ما د خدای لپاره يار ليدلی نه دی

د منت دارو که ومرم نه يې غواړم

ما رحمان لره درمان د مسيحا

[[له ښاغلي ظريف څخه پوښتنه وشوه چې ايا پر افغانستان د ايران زور نه رسېږي چې د خپلو اوبو حق ورڅخه واخلي؟ ده وويل«ولې نه، موږ له بېلابېلو حربو کار اخلو، سرحديموافقو، افغان مهاجرو، د مخدرو موادو موضوع او د افغانستان په اړه له سوداګرۍ څخهاستفاده کولی شو خو د ګاونډيانو، په تېره بيا مسلمانو ګاونډيانو په اړه تراوسه پورې زموږ تګلاره دا وه چې له اړمونو کار وانخلو.»

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکي او ګڼ شمېر عام افغانان وايي چې ايران د افغانستان په لوېديځو ولايتونو کې د بندونو د مخنيوي لپاره د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي.]]

ښاغليه،

زموږ د ختېز ګاونډي نيت راته له مخکې نه د خپلې منښتې سره بربنډ شوی وو، خو دا ځل راته د خپل بل لويديز ګاونډي منښتې سره هم بربنډ شو. د هر مسلمان ګاونډي نيت موږ ته ښه نه دی او تل يې خپلې اړخيزې ګټې، موخې او ښېرازۍ زموږ په بدمرغۍ کې ترلاسه کړي دي. ته خو لږ سوچ وکړه چې دغه ډول ناانډوله خبرې د هر يو ګاونډي له لوړ پوړو چاوراکيو له ولسمشرتابه رانيولې تر لومړيو وزيرانو، نظاميانو او هم د هر يو د کورنيو او باندنيو چارو د وزارت په کچه رسنيو ته په زغرده ډاګيزه کيږي، تاسې لا اوس هم د غفلت خوب کې بېده ياست او د هسې خيالي – اسلامي شريعت پورې نښتي ياست.

ابن تيمية رحمه الله وايی :

ان الله يقيم الدولة العادلة و لو كانت كافرة و لا يقيم الدولة الظالمة و لو كانت مسلمة

إن إقامة العدل وأداء الحقوق لأهلها من أسباب بقاء الدول وتفوقها وغلبتها، قال شيخ الإسلام ابن تيمية في رسالة (الحسبة): الجزاء في الدنيا متفق عليه أهل الأرض، فإن الناس لم يتنازعوا في أن عاقبة الظلم وخيمة، وعاقبة العدل كريمة، ولهذا يروى: “الله ينصر الدولة العادلة وإن كانت كافرة، ولا ينصر الدولة الظالمة وإن كانت مؤمنة اهـ.

څښتن تعالی عادل (منصف) دولت (حکومت) ولو که کافر وي پايي، خو ظالم دولت (حکومت) ولو که مسلمان هم وي نه پايي. يا په بله مانا دوام نه کوي او له مينځه ځي. څښتن تعالی د عادل غيرمسلم دولت مرسته کوي، خو د ظالم مؤمن دولت نه او نه يې پايی.

تاسې وحقانيانو او ستاسې اړوندانو ته زما مشوره دا ده چې له څښتن تعالی څخه د خپل مظلوم ولس په حق کې ووېرېږئ. دا به درته ډېره بده وي او خورا لا ناوړه پايلې به ولرې چې تاسې د نورو د موخو لپاره د اسلامي شريعت ويا اسلامي نظام په نوم جنګېږئ او هسې بېموجبه د خپل مظلوم، بېګناه ومسلمان ولس پر وړاندې جنګېږئ او د پردی ټوپک مو پر خپلو غاړو کې اچولی او خپل ولس پرې وژنئ.

د يو سالم عقل په رڼا کې که تاسې لږ سوچ وکړئ، نو له تاسې رانيولې تر نورو ټولو پښتنو جهادي مشرانو پورې خو هغه يو ستمي – اخوانی او ماويست ښه ول چې له جهادي پيره يې تر ننه خپل ځان وساته، خو تاسې څه وکړل؟ که سبا ته د حساب خبره راشي، نو سبا ته خو هغه عطا و دوستم خپلو خلکو ته دا ويلی شي چې شمال مو درته ارام وساته. که هغوی فساد، چور وتالان هم وکړ، خو تر تاسې او نورو پښتني مشرانو پورې يې مزار اباد کړی دی. تاسې او نورو جهاديانو خو سوځونې او وېرانۍ پرته بل څه نه دي کړي. له جوماته رانيولې تر ښوونځيو، روزنيزو مرکزونو، روغتونونو، بازارانونو، ودونو او جنازو ان تر لارو کوڅو او پلچکونو پورې د اور او د باروتو خوراک کړل. تاسې وخدای چې تاسې به د نياو (عدالت) پر ورځ خپل رب ته څه ځواب ورکړئ؟

له تاسې ټولو پښتني جهادي مشرانو او لوړپوړو چارواکيو پورې خو هغه لوفر زرداري هم سل ځله ښه شو چې د خپل خُسر او مېرمنې له اعدامولو او وژلو سره سره يې بيا هم د خپل هېواد پر ضد داسې کوم ګام نه دی پورته کړی او نه پنجاب کشميري الاصله مياګانو او د لرې پښتونخوا د پنجاب چوپړانو لکه : نصيرالله بابر، حميدګل، کرنيل امام، سرتاج عزيز او داسې نورو ناوليو پورې هم بدتر ياست او لا تر پايه خپل ځانونه نه پېژنئ چې څه لوبې يې درسره وکړې او لا بيا هم د هغوی سلا مشورو او فتواو ته ناست ياست.

د يو سالم عقل په رڼا کې که تاسې لږ سوچ وکړئ له تاسې به خدای مه کړه بل داسې ښکاره سرکښه د څښتن تعالی له حکمه ((والصلح خير)) څوک وي؟

تاسې په خپل رب باور وکړئ چې ما وړم کال په مراکو کې د ډېرو نوموتو اسلامي بنسټونو او په نړيواله کچه لهنوموتو علماو لکه شيخ عبدالرحمان الکتاني او داسې نورو سره د لېدنې په وخت کې چې دوی به خپل مشرتابه محمد السادس او حکومت ته د خير وبرکت او د بقاء (پايښت) دوعا کوله، نو ما ته به سخت افسوس مخ ته ودرېد او وبه دردېدم چې يا رب العالمينه، موږ له څه بدبختۍ سره مخ يو؟ زه چې د ښاغلي غني او د هغه د زده کړو او تجربو نسبي پرتله کوم، نو د زمکې واسمان هومره توپير لري.

ښاغليه،

دا په خواشينۍ سره وايم چې ښاغلی غني د زړه له تله غواړي چې خپلې خاورې او ولس ته خدمت وکړي، نو له بهرنيو او کورنيو ستونزو او تاړاکونو سره مخ دی، ولې بيا هم په دې وتوانېده چې ګران افغانستان يوې ښې سوکالې او تلښېرازې لارې ته سم کړي.

زما مشوره تاسې ته دا ده چې منحيث يو مسلمان وپښتون عالم د نوموړي ملاتړ له خپل اسلامي واخلاقي پلوه وکړې. له دې سره سره چې تاسې ته يې له شرط پرته هر وخت او هر چېرته چې وغواړئ مخامخ خبرو ته تيار دی او د سولې وړانديز يې درته وکړ. هغه خپل ديانتًا واخلاقًا مسووليت ترسره کړ، خو تاسې د تمرد (سر غړونې) رويه خپله کړې او خبرو ته نه حاضرېږئ.

په کار خو دا وه چې تاسې لا وختي له فشارونو پرته پخپله خوښه، ښه په نره او په زغرده د هغه د دې بېساري وړانديز درناوی مو کړی وای، نو الله تعالی به مو درناوی ساتلی وای. اوس هم لا وختي دی، ښه به دا وي چې ښه په نره او په زغرده ورسره د نورو له فشار پرته سوله ييز وړانديز ته وروړاندې شې او ښه په نره او جيګو سترګو ورسره هملته په کابل کې خبرو ته کښېنې. که تا د ولس او د خلکو د خير و پت (عزت) درناوی وکړ، نو الله تعالی به ستاسې هم وکړي.

که سل کاله وجنګيږو اخر به هم سولې وخبرو ته پخپله او يا د بل د فشار له امله سره کښېنو، نو ښه به دا وي چې پخپلو کې يو بل ته سره سرونه ټيټ کړو او يو بل وزغمو. له دې پرته بله چاره نشته او دا به اخر هم همداسې کيږي. قرآن هم همدا وايی :

فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ اللَّهِ لِنتَ لَهُمْ ۖ وَلَوْ كُنتَ فَظًّا غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ ۖ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ ۖ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَ.

يو بل ته نرمښت
تېرېدنه (ګذشت)
بښنه
يو له بل سره په امورو کې مصلحت ومشوره
له مصلحت ومشورې روسته تصميم (پرېکړه)
او بيا پس له هغې پر څښتن تعالی توکل

هسې بېځايه توکل کومه ګټه نه رسوي. بې ګودره به پر اوبو نه ورګډېږې، کنه له ځان سره دې وړي. تاسې چې د سولې بلا شرط وړانديز نه منئ، نرمښت نه کوئ، تېرېدنه در کې نشته، بښنه در کې نشته او خپلمنځي مخامخ خبرو ته نه حاضرېږې، مصلحت ومشورت دې له نورو سره دی، نو داسې توکل به تاسې ته څه ګټه وکړي؟ او نه په دې کړنو سره خيالي اسلامي شريعت نافذ کړئ. ښه به دا وي چې تاسې د ځان لپاره اسلامي نظام و يا اسلامي شريعت پرځای خپل ځانونه د اسلامي نظام او د اسلامي شريعت تابع کړئ.

د بېلګې په توګه دا ولولئ :

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

Former interior minister of Pakistan, General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto. He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood,Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan. I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

دا هم د بېلګې په توګه ولولئ :

Iran, Afghanistan hold 16 sessions on Helmand water: Zarif

Tehran, May 6, IRNA – Iran water right from Helmad River has always been a part of negotiations with Afghanistan and 16 meetings have been held, said Iranian minister of foreign affairs on Sunday.

‘Water right of Iran from Helmand and Heray-Rud rivers have been an issue since the 1973 agreement between the two countries. And after decades of negotiations the agreement reached a conclusion,’ said Zarif speaking in the Iranian Parliament.

He also said that after his visit to Afghanistan and visiting Afghan President Ashraf Ghani, the two countries agreed make five committees to organize their relations.

‘One of the committees was about water rights, and it has reached a conclusion,’ Zarif added.

The Iranian foreign minister underlined that Afghanistan has been committed to respecting Iran’s water right from Helmand River, and agreed that the relevant specialized committees be formed; and regarding Hamun Lake, Afghanistan has agreed to provide the necessary water, the Iranian foreign minister said.

According to the 1973 treaty, over past two months, water right of Iran should have been provided, which is different in normal and dry years, but it was not acceptable even for dry years, said the foreign minister.

Zarif also said that his ministry had written two letters to the Afghan Government to protest against it and also summoned Afghanistan’s ambassador.

He said there is still one method left and that is retaliation. Iran can take the same strict measures in other issues, but all issues, such as fraternal relations and good neighborliness, should be taken into consideration.

نو تاسې ته د خپلو مسلمانو ګاونډيو موخې او د زړه نيتونه (زړې عُقدې) روښانه او لږ تر لږه خو به ستاسې راتلونکي نسلونه پرې سوچ او قضاوت وکړي. څوک مو خاورې او څوک مو اوبو او کلتور ته غله دي، او زموږ د اسلامي وسياسي نه پوهاوي په صورت کې له موږ څخه ناوړه ګټه پورته کوي، نو فاعتبروا يا اولی الابصار.

په درنښت

سيد حسين پاچا

ظريف وايي، له افغانستانه د اوبو د حق د اخېستلو لپاره له بېلابېلو حربو کار اخلي

http://www.taand.com/archives/112667

The Five Evils who destroyed Afghanistan:

www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply