ګرځندوی د نړیوال اقتصاد د یوې څانګې په توګه

0 846

لیکوال ژباړن : ډاکتر محمدنواب ویساند

 

مخکنۍ خبرې  : وړمه ورځ مې په فیسبوک کې  د نورستان د ښکلا په هکله  په  یو لنډ ویډویي انځور ، چې پکې  د پاخه  سړکونو، دشپې تېرولولپاره  د هوټلونو اود ډاډمن امنیت  د نشتوالي  له کبله یې د کورني او بهرنیو سیلانیانو ورتګ ناشونی بللی  وه،  سترګې ولګېدې  . مونږ د روانې غمیزې له کبله  نه یواځې د پنځیزو سرچینو( ځمکې ، اوبو، ځنګلونو او کانونو)  څخه ګټه پورته نه کړلای شوه ، بلکه د طبعیت د ښکلا  څخه مو هم د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره  کار وا نه اخیستلای شو  .  د متمدنې  نړۍ  وګړي اوپه  تېره بیا اروپایان  د خپلو اړوندو هېوادونو د  قوانینو مطابق د کال په اږدو کې یو څو هفتې رخصت  لري   . هر سړی د شخصي بودجې د شونتیا په پام کې نیولو سره ددغه ورځو لپاره ځانګړی پروګرام او پلان جوړوي  . څوک په کور کې پاته کیږي  ، ځیني  د هېواد په  دننه کې د خپلوخپلوانواو دوستانواو یا هم د ځینوتاریخي ځاینو د  لیدو لپاره  نورو سیمواو ښارونو ته  ځي او یو شمېر بیا دتېر یو کال کاري ستړیا د  رفع کولو او روغتیایي حالت د ښه کولو لپاره  د لمر د وړانګو او مالګینو اوبو څخه د ګټې اخیستنې په موخه د نورو تودو ملکونواړوند دسمندرپه  غاړه  پرتو سیمو ته سفر کوي  . لکه څنګه  چې  په  فیسبوک کې د اچول شوو انځورونو څخه  څرګندیږي ،  زمونږ یو شمېر  اروپایي میشتي  افغانان  هم  په دغه ورځو کې  ، که څه هم  په هېواد کې د څو لسیزو روانې غمیزې له لاسه  د خپلو رخصتیوڅخه   ، لکه د نورو آرامو ملکونو د وګړو پشان  ، خوند نه شي اخیستلای ، خو بیا هم د یو لږ تسکین او کاري ځواکمنتیا د حاصلولو لپاره  دا ډول  تفریحي سفر غنیمت ګڼي   . دا چې کوربه هېوادونواو سیمو ته د سیلانیانو ورتګ د اقتصادي پلوه  خورا زیات  ارزښت لري ، نومې غوره وګڼله، چې د روسي ژبې څخه د  (ګرځندوی د نړیوال اقتصاد د یوې څانګې په توګه ) تر سرلیک لاندې یوه لنډه سکالو په پښتووژباړم او تاسو درندو لوستونکو  سره یې شریکه کړم .

ژباړه :

ګرځندوی د نړیوال اقتصاد د یوې څانګې په توګه

د موټرو جوړونې او د تېلو صنعت وروسته   نړیوال  ټوریزم  په نړۍ کې  یو د درې  سترو صنایعو څخه بلل کیږي .  نن ورځ د ګرځندوی صنعت  ،  د نړۍ د اقتصاد  د خدماتو دبرخې  یو له ډیرو ډینامیک (متحرک ) پراخیدونکو  څانګو څخه دی  . د نړیوالې  احصائیې له مخې ، د مسلکي فعالیتونو پرته   ،بل  هرڅوک  که د هرې موخې لپاره   د بل  هیواد څخه    لیدنه کوي  ، سیالانی ګڼل کیږي او دې  هیواد ته به پېسې ورکوي .

بهرنۍ ګرځندوی  د ډیرو ملکونو  د ملي اقتصاد د پراختیا لپاره  غوره فکتور او د صادراتي عوایدو یوه مهمه سرچینه ده . د مثال په توګه  د بهاماس د جزیرو ۵۰  په سلو کې کورني ناخالص تولیدات  د بهرني  ټوریزم  څخه منځ  ته راځي او د بهامان نیمائي کاري ځواک  استخداموي  . په ۲۰۱۶ ز کال  کې د۳ ملیونو څخه زیاتو سیلانیانو  بهاماس ته سفر کړی، چې  ډیری یې د متحده ایالاتو او کاناډا څخه دي . هسپانیا  د ګرځندوی سکټور  له لارې  نژدې  ۱۹ ملیارد ډالر عواید  ( دکورني ناخالص تولیداتو ۵ سلنه ) تر لاسه کوي ،  همدار رنګه  د ترکې  د صادراتو د ارزښت  ۲۰ سلنه برخه جوړوی .

لکه څنګه چې  نړیوالې  تجربې ښیي، د هیواد د اقتصاد پرمختګ لپاره  ګرځندوی  لوړ ارزښت  لري  ، ځکه چې :

۱. ګرځندوی  د بهرنیو پیرودونکو د لګښت  د اغیزمنې  تقاضا په نتیجه کې د توکو او خدماتو د تولید پراخوالي ته شرایط رامنځته کوي؛

۲. ګرځندوی په غیر تولیدي ډګر  کې د نورو دندو په  رامنځته کولو کې مرسته کوي؛

۳. ګرځندوی  د کاري  فعالیت، د معلوماتو تبادلې اودعلمي پوهې  د ودې  سره مرسته کوي  .

نړیوال ګرځندوی په  درې  ډوله دی  :

۱. تفریحي؛

۲. علمي ؛

۳. سوداګریز (کاري ) .

تفریحی بڼه  ـــ    سیاحت، کوم چې  د کلمې په پراخه احساس د تفریح ​​سره تړلی دی . پدې کې کېدای شي  د درملنې  په موخه  سفر  ، ورزښت کول ، د سپورت سیالیو څخه لیدنه او د خپلو ملګرو او خپلوانو سره لیدنې شاملې دي .

علمي سیاحت  ـــ   په علمي سمپوزیمونو، کانګریسونو، کنفرانسونو کې برخه اخیستل دي  .

کاري  ټوریزم  ـــ   د سوداګرو او شرکتونو سره لیدنه  کتنه  ،د پیژندګلوۍ په موخه د نړیوال نندارتونونو څخه لیدنه   اوهمدارنګه  د قرارداد  د پای ته د رسیدو  امکان  .

د ګرځندوی صنعت  د لوړې کچې د پانګې  له مخې سره توپیر لري  . په لویو سیلاني  مرکزونو کې د لګښت په جوړښت کې ۵۰ــ۶۰  سلنې پورې لګښت په استوګنې او خوړو راځي ، که څه هم د ګرځندوی په صنعت کې پانګه اچونه دزیاتو ژمنو په جمله کې  شمېرل کیږي   ، مګر د پانګې د لوړې کچې  او د کار د شدت  له امله ، او همدارنګه  دسکټور موسمي حالت په مناسب ډول د سیاحت ډګر ته اشاره کوي . په پرمختللي هیوادونو کې  د سړکونو شبکې جوړولو، د تفریحی سیمو تجهیزولو ، د نندارتونونو مرکزونو اود داسې  نورولپاره د  لګښتونو یوه برخه  عمومآ  د دولت لخوا تمویل کیږي ، او خصوصي پانګه وال  د ګرځندویي خدمتونو د شرکتونو جوړول او کارول   تآمینوي  . د بازار موندنې نوې بڼه  ، چې د ګرځندوی د بیزنیس د سازمانونو  او داړوندو اقتصادي موسساتو سره  تړاو لري نوره  هم پراخیږي . د هوټلو او  رستورانتونو اتحادیې، سوداګریز کورونه ، عمومي  پلورنځي، خپرونکي او نور شرکتونه ،چې لا دمخه یې شهرت ترلاسه کړی،خپل  مشتریان لري او د پلور معتبره شبکه ده  .  د ژباړې پای .

یادښت  : دیوې داسې ورځې په هیله ، چې په هېواد کې دایمي سوله ټینګه ، کورني اوبهرنيو سیلانیانو ته  د معیاري سرکونو او هوټلونو په جوړولو سره لازم شرایط برابر او له همدې سکتور څخه د تر لاسه کیدونکو  عوایدو څخه  د هېواد د ښېرازۍ لپاره ګټه پورته  شي .

په درنښت  .

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply