سیاسي بنسټونه او د ستراتیژیکې طرحې نشتوالی/ ژباړه او لنډیز: وحید احمدزی

0 547

نړیواله ټولنه یوازې تر 2024 کال پورې له افغانستان سره مرسته کوي. وروسته له هغه باید افغانستان خپلې ټولې مالي اړتیاوې له کورنیو سرچینو تمویل کړي. د افغانستان مسایل د امریکا لپاره زیات لګښت لري. امریکایي سیاستوال په دقت خپل بهرنی سیاست ترسیموي. چېرې یې چې ګټه له تاوانه کمه وي، نو په اسانۍ ورڅخه تېرېږي چې امریکا په ویتنام  او شوروي په افغانستان کې همداسې وکړل.  

ملي یووالي حکومت تر ۲۰۲۴ کال پورې د نړیوالې ټولنې قناعت ترلاسه کړ. له هغه وروسته نه د مرستو ضمانت شته او نه د نړیوالې ټولنې مسوولیت. حتمي هم نه ده چې موږ دې تل د نړیوالې ټولنې د اوږو باور و.

همدا اوس د افغانستان ملي بودجه په بهرنیو مرستو متکي ده. زموږ د صادراتو او وارداتو تله د فلاکت حالت ښیي. د راپورونو په اساس لا هم یوازې ۷۴۰ میلیون ډالر صادرات او ۷ میلیارد ډالر واردات لرو. په تېرو ۱۷کالو کې د افغانستان پر اقتصادي ظرفیتونوکار نه دی شوی.

عمومي اذهان او د افغانستان سیاسي فضا له اصلي موضوع څخه بې خبره دي. تکراري پېښو او فاجعو عمومي اذهان سخت بوخت کړي، تر دې چې د ستراتیژیکو سیاسي او اقتصادي مسایلو د پلانولو فرصت یې ورڅخه اخیستی. سیاسي بنسټونه او ګوندونه ملي او اساسي مسایلو ته ساده او دودیز فکر کوي. ښایي د افغانستان د تلپاتې ودې بنسټیزه ستراتیژي د سیاسي ګوندونو او د حکومت د اپوزیسیون له سویې لوړه وي. په افغانستان کې سیاسي بنسټونه او ګوندونه مسلکي غړي او کدرونه نه لري.

په نورو هېوادونو کې ټاکنیزې منډې ترړې په افکارو او د هېواد د هر اړخیزې ودې لپاره پر ستراتیژیکو طرحو ور ټولې وي. د افغانستان په ټاکنو کې ځینې پوه او نخبه اشخاص هم حضور لري خو  د عمومي وضعیت د بدلون لپاره یې هیڅ طرحه نه لرله. په راتلونکو ټاکنو کې تحصیل یافته او د حکومت منتقدین حضور لري، خو لا به هم  د دوی سیالي تر ډېرو وړو مسایلو پورې محدوده وي.  

یوازې حکومت نه، بلکې سیاسي ګوندونه او بنسټونه، د حکومت اپوزیسیون، د افغانستان نخبګان او د هېواد عمومي رسنۍ هم پر خپل ځای ملامتې دي. کله چې د دې ټولو بحث په روانو او عمومي مسایلو ور ټول وي او د حکومت زیربنایي او ستراتیزيکې طرحې ونشي ننګولی، نو حکومت معلومدارله یوې تېزې او فني څارونکې سترګې ځان لیرې احساسوي چې البته حق نه لري داسې وکړي. اما تاریخي تجربې ثابتوي چې حکومتونه تل د فشار قدرتونه په عمومي مسایلو بوختوي، تر څو د دوی اساسي مسوولیتونه او چلندونه ونه ننګوي.

د فشار قدرتونه باید فني، ویښ او بیدار وي. واقعیت دادی چې د فشار قدرتونه مخصوصاً سیاسي بنسټونه او اپوزیسیون په افغانستان کې له حکومت زیات په عامیانه او عمومي مسایلو بوخت دي او ونتوانېدل ستراتیژیکې طرحې او اساسي پوښتنې په عمومي افکارو کې را پیدا کړي. نخبګان هم ونتوانېدل چې لوی او ستراتیژیک مسایل د لوړو زده کړو او څېړنیزو مرکزونو او بنسټونو کې په ذهني مسله بدل کړي. عمومي رسنۍ هم دغه ډول دي. دا وضعیت د دې لامل شوی چې حتی ځوان او پوښتونکی نسل هم د افغانستان مسایل د روانو پېښو په کچه تعقیب کړي. ځکه د حکومت او یا سیاسي او علمي بنسټونو له لوري هیڅ منبع هم د افغانستان ستراتیژیک مسایل نه دي تولید کړي. د تېرو درې دورو ولسمشریزو ټاکنو کې په دې اړه هیڅ ګټور متن تولید نشو.

 حکومت مکلف دی چې د هېواد د پایدارې ودې لپاره یې ستراتیژکې طرحې نه یوازې د کاغذ پرمخ وي، بلکې په عمل کې یې پلې کړي. عمومي افکار د تېرو او اوسني حکومت په اړه خپل قضاوت لري او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به جدي اغېز ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply