يو حاشيه شوی واقعيت / محب الله طارق

0 589

د دښمن تر بې‌رحمۍ او د حکومت تر بې‌کفایتۍ ورهاخوا موږ د یوه بل څه قربانیان هم یو، چې له ډیرې مودې راهيسې قرباني راځنې اخلي؛ هغه زمونږ په ټولنه کې حاکمه مذهبي افراطي نظريه او د خلکو کمزوری سیاسي ‌شعور دی. واقعیت دی چې دا دوې پدېدي زمونږ د بربادۍ اصلي لاملونه دي او دا واقعیت په شعوري او يا غير شعوري توګه حاشيې ته کړل شوی دی او د له منځه وړلو لپاره يې هېڅ ډول اقدام نه کېږي. افراط، زيادت کولو يا له حده اوښتو ته وايي. مذهبي افراط په ديني چارو کې د تعادل له حد څخه چې یو مهم اسلامي اصل دی، اوښتو ته ویل کېږي؛ په‌دې معنا چې د هرې ټولنيزي مسئلې حل لپاره د منځ‌لارتوب برخلاف، له سختو ديني توجيهاتو څخه کار واخستل شي. کمزوری سياسي شعور او مذهبي افراطيت مستقيمه رابطه سره لري. کله چې په یوه ټولنه کې افراطي عقايد قوي شي، سياسي شعور له منځه ځي. هرکله چې مسلمانو ملتونو د تعادل پر ځای په افراطیت تکیه کړېده نو د نن په څېر لار ورکي شوي دي.

د دې دوو بدمرغو پديدو له شر نه د خلاصون لپاره متاسفانه نه زمونږ حکومتونو کومه مؤثره تګلاره درلودلې او نه د ټولنې روڼ‌اند قشر داسې کوم‌څه ترسره کړي چې ځای دې يې نيولی اوسي.

هغه وسایل چې د افراطیت په له‌منځه وړلو او مدني افکارو په زېږولو کې کار ترې اخستل کېږي او ډېر موثر هم واقع شوي، مونږ ټول لاسرسی ورته لرو او دولت مو بیخي پرې مالامال دی؛ خو بدمرغه دلته يو چې يا يې مثبت کاروو نه او يا يې کارولی نشو!؟

مونږ باید دا ومنو چې د ننګرهار اوسنۍ ټوله ناامني او وروستي وحشت‌ناک بريدونه هلته د داعش‌يانو د یوې اف‌ام راډیو د تبلیغاتو نتیجه ده. اوس پوښتنه دا را ولاړېږي چې دښمن څنګه کولای شي د خپلې يوې راډيو د خپرونو په مټ حاکم نظام او هغه عام خلک چې د همدې نظام تر سيوري لاندې ژوند کوي، دومره بې‌لارې او واجب‌القتل ثابت کړي چې یو څوک دې په مسجد، ښوونځي، لاره او هر ډول عام‌محضر کې ځان‌وژونکی بريد پرې وکړي؟ او برعکس زمونږ لوری له دومره ډېرې بشري او تخنيکي قوې سره نشي کولای په دښمن برلاسی شي؛ پدې مانا چې نه د دښمن تبليغاتي دست‌ګاه له منځه وړلی شي او نه خپلې منابع هغسې کارولی شي چې د مقابل لوري تبليغات پرې ناسم ثابت ‌کړي او له منځه يې يوسي. ستونزه دا ده چې نه زمونږ ملي رسنۍ لومړیتوبونه لري او خپل مسؤلیتونه پېژني او نه خصوصي. د پورتني مثال برعکس د ننګرهار تر پینځلسو زیاتو اف ام راډیوګانو په یو وار د آی پی ایل «هند د لومړي لیګ» سیالیو کمینټري خپروله او اوس هم له همدغسې غیر ضروري مسایلو سروکار لري.

رسنۍ د یوه نظام څلورم ځواک بلل کېږي او د نننۍ نړۍ ټولې اقتصادي، سیاسي، فرهنګي او ټولنیزې  سیالۍ د هغو تبلیغاتو پرمټ په مخ ځي چې د رسنیو له لارې خپرېږي؛ بلکې د نړۍ ستر قدرتونه عملاً د وسلو په ځای په رسنیزو جګړو کې ښکېل دي.

زمونږ په هېواد کې متاسفانه د نورو برخو په څېر رسنیز ځواک هم هغسې چې لازم دی نه کارول کېږي. زمونږ لوی تعداد روڼ‌اندي او د رسنيو لوی‌شمېر مسئولين د غير مسلکي‌توب ترڅنګ يا فاسد دي او يا د فاسدينو د لاس ابزار. همدا راز زمونږ د رسنیو استقلالیت هم کاملاً تر سوال لاندې دی.

پکار دا دي چې مونږ ټول خپل لومړیتوبونه او مسئولیتونه په صحیح معنا سره درک کړو. د نورو رسنیزو مسئولیتونو ترڅنګه باید په یوه غږ افراطیت ته چې جګړه او تشدد یې زېږنده دی، نه ووایو. رسنۍ زمونږ د دې ارمان د تحقق تر ټولو ښه وسیله کېدای شي. د ننګرهار د وروستي خونړي ځانمرګي برید په څېر پېښو په غبرګون کې باید د تور لګولو، ښکنځل کولو، دعاوو، خېراوو او نورو تکراري خبرو په ځای په یوه غږ د افراطیت په وړاندې ودرېږو. که داسې نه کوو مونږ ټول ګرم يو. ټلویزیونونه، راډیو ګانې او د رسنيو ټول ډولونه باید د جګړې ضد، منځلارۍ، خپلو ګټو د پاللو، ملي یووالي او وطنپالنې ممبرونه واوسي. له دې لارې مونږ کولای شو په اثبات ورسوو چې روانه جګړه باطله ده او هم خپل ولس یوې روښانه راتلونکي ته سوق کولای شو. زمونږ د ټولو بحثونو او خبرواترو محور باید د هېواد اوسني وضعیت ته د سوله ایز حل لار موندل وي. مونږ دا کار کولای شو، باید ویې کړو او مسؤل یو چې ویې کړو. پدې چاره کې لږه سستي او نازړه توب جګړې ته د مشروعیت ورکولو په مانا دي. زمونږ ټول روڼ اندي او د رسنیو مسئولین مکلف دي خپل دغه ایماني او ملي مسئولیت چې پورته یې یادونه وشوه، ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply