د افغانستان د کرکټ بورد په مشرۍ کې بدلون

0 1,016

عاطف مشعل د کرکټ بورد له مشرۍ لاس پر سر شو او پرځای یې ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ ته نوی مشر عزیزالله فضلي وګوماره.

د تیرو څو ورځو راهیسې داسې ګونګوسې وی چې ښایي د کرکټ بورډ په مشرۍ کې بدلون راشي. د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو له بولۍ وروسته یو شمیر لوبغاړو چې په دې بولۍ وانه خیستل شول د کرکټ بورد په مشرانو تورونه پورې کړل چې د لوبغاړو د پېرولو بهیر روڼ نه وو.

خو د افغانستان کرکټ بورد دا تورونه رد کړل او رسنیو ته یې ویلي چې دوی د لوبغاړو په پیرلو کې دخالت نه درلود او د لوبغاړو د پیر بهیر شفاف وو.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د مشرانو پر ضد اعتراضونه او په دې اداره کې مخالفتونه نوې خبره نه ده.

تر دې وړاندې د کرېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش هم وروسته له هغه له دندې لېرې شو چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو یې بر ضد اعتراضونه پیل کړل چې په پایله کې يي د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر پر ۱۶ شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر او د نسیم دانش ځایناستی شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply