د افغانستان او پاکستان تر منځ تمریناتي لوبه بې پایاې اعلان شوه

546

د افغانستان او پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ روانه تمریناتي سیالي لوبغالي کې د سخت باران له امله بې‌پایلې اعلان شوه.

نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د پاکستان پر وړاندې په خپله توپوهنه کې د لوبډلمشر محمدنبي د نیمه سلیزې پرمټ پاکستان ته د ۱۵۵ منډو هدف ټاکلی و.

لوبډلمشر محمدنبي دې سیالي کې په ۳۷ توپونو ۵۱ منډې جوړې کړې. له نوموړي سره عثمان غني هم ښه لوبه وکړه او په ۲۰ توپونو یې ناسوځېدلې ۳۲ منډې جوړې کړې.

که څه هم پاکستان د خپلې توپوهنې د پاڼۍ ۲.۲ اووره ولوبول او ۱۹ منډې یې هم جوړې کړې، خو لوبه د باران له وځنډېده چې وروسته بې‌پایلې اعلان شوه.

افغانستان به راتلونکې شنبه د اکتوبر ۲۲مه په نړیوال جام کې خپله لومړي سیالي له انګلستان سره وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.