د کرکېټ له ډګره تازه خبرونه

1,560

انګلستان له پاکستان څخه د شل اووره سياليو لوبلړۍ وګټله

د پاکستان او انګلستان کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ په اوومه او وروستۍ شل اووره سيالي کې د انګلستان لوبډله بريالۍ شوه چې پاکستان ته په ۶۷ منډو ماته ورکړي او د اوو شل اووره سياليو لوبلړۍ ۴_۳ په خپل نوم کړي.

په دغه سيالي کې انګلستان لوبډلې پاکستان ته د ۲۱۰ منډو هدف ټاکلی و چې پاکستان په ټاکل شويو شلو اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې جوړې کړې او د ۶۷ منډو په توپير يې سيالي انګلستان ته وبايلله.

د ډاوېډ مېلر سليزې سوېلي افريقا له ماتې ونه شوای ژغورلی

د هند او سوېلي افريقا ترمنځ په دويمه شل اووره سيالي کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې سوېلي افريقا ته په ۱۶ منډو ماته ورکړه.

سوېلي افريقا د هند د ۲۳۸ منډو په ځواب کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۲۲۱ منډې جوړې کړې او دغه لوبه يې هند ته په ۱۶ منډو وبایلله.

ډاوېډ مېلر په ۴۷ توپونو د ۷ شپږيزو او ۸ څلوريزو پرمټ ناسوځېدلې ۱۰۶ منډې جوړې کړې. کوينټن ډیکاک هم دې لوبه کې ناسوځېدلې ۶۹ منډې وکړې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.