دافغانستان ځوان سپېنر ۱۵ کلن الله محمد غضنفر څوک دی

1,115

ترټولو کم عمره لوبغاړی چې د ۲۰۲۳ کال IPL لیګ بولۍ ته شارټ لیست شوی.

غضنفر اف بریک رو توپ اچوونکی دی او ویل کیږي چې تر ډیره د مجیب ځدراڼ په څیر توپ اچوونه ترسره کوي.
غضنفر خپل قیمت ۲۰ لکه هندي کلدارې ټاکلی چې بولۍ ته به وړاندې کیږی تر دې مخکې یې بیګ باش لیګ ته هم نوم لیکنه کړې وه خو کومې لوبډلې ورته زړه ښه نه کړ.

غضنفر دپکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی دی ۶ فوټه او ۲ انچه قد لري.خپل قد ته په پام کې نیولو سره نوموړي پیل له تیزې توپ اچوونې وکړه خو وروسته یې د
د دولت احمدزي تر څار لاندې رو توپ اچوونه پیل کړه او سپینر شو.

دکورنی کرکټ ترڅنګ په ۱۶ کلنو لوبډله کې او دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې سره یې د روزنې فرصتونه ترلاسه کړي او د مس عینک لپاره یې په شپږیزه لیګ کې خپله لومړۍ لوبه کړې. ده په درېیو لوبو کې پنځه ویکټې اخیستي او په خپله دویمه لوبه کې یې د هندوکش پر وړاندې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۴ لوبغاړي سوځولي غضنفر د پاکستان د جونیر سوپر لیګ برخه هم وو.

نوموړی په شپږو وروڼو کې تر ټولو کوچنی دی او دا مهال له کورنۍ سره په کابل کې ژوند کوي دخوښې لوبغاړی یې هندي سپینر اشوین دی.

غضنفر د اتو افغان لوبغاړو په منځ کې هغه لوبغاړی دی چې۲۰۲۳م کال IPL ته نوم لیکنه کړې هیله لري چې په یاد لیګ کې ولوبیږي.

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.