د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو رپوټ څنګه لیکو ؟

0 895

لیکوال  : ډاکتر محمدنواب ویساند

د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو رپوټ څنګه لیکو ؟

 څو مخکنۍ خبرې  : نږدې نیمه پېړۍ وړاندې ، ځواني وه د ښوونځي  څخه له  فراغت وروسته  مې د کانواو صنایع  په وزارت  کې دنده پیل کړه . د رسمي ماموریت تر څنګ مې د تچ  (Touch) په توګه د تایپولو په یوه سیالۍ کې د بریالیتوب وروسته  د یو ځانګړي قرار داد له مخې د حق الزحمې په بدل کې  په انګلیسي ژبه  د لویو پروژو د څېړنیزو راپورونو  ، قراردادونو اوورځنیزو مکتوبونواو لاسوندونو تایپول  هم په غاړه واخیستل  . له  همغه وخته مې د هر تایپ شوې  سکالودمنځپانګې د  غوره  بڼې   جوړولو  سره ،  که څه هم  هغه مهال ( چې کمپیوټر چا نه پیژاند )    اسانه  کار نه  وه، علاقه درلوده   . خو بې خبره له دې ، چې کوم  وخت  به  زه خپله  د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو د څیړونکو د  ټیم ملتیاکوم   .   ډېر وخت لا نه وه  تېر شوی ، چې د هېواد په کچه  په  یو سرتاسري  ازموینه کې  د بریالیتوب  وروسته  د لوړو زده کړو لپاره د اقتصاد ــ انجینري  رشته کې  بهر ته واستول شوم  . د لوړو زده کړو د تر سره کولو وروسته  د هېواد په بېلابېلو ادارو  او تصدیو کې ، چې د اقتصادي  فعالیتونو ( تخنیکي ــ اقتصادي  څېړنې  ، پلان جوړونې ،  مالي او تولیدي   ) اړوند چارې ورپورې تړلې وې  په کار بوخت وم   .  خو له بده مرغه  د هېواد دڅولسیزو غمیزې زه هم  لکه د نورو هېوادوالو په څېر اړ ایستلم  ، چې له  هېواده وه وځم   . بهر مې  د نورو بوختیاوو  تر څنګ  په وزګاروخت کې  د انترنټي  شونتیاوو او اسانتیاوونه  په استفادې   په روسي ، الماني او انګلیسي ژبو د خوښې وړ مطالبو لوستل مې هم د ورځینیز ژوند برخه وګرځېده .  یوه  ورځ  مې   د How To Write A Feasibility Study Report (FSR)   سرلیک لاندې  په یوه سکالو،  چې پکې  د تخنیکي ــ اقتصادي (وټیزو ) څېړنو  رپوټ  د  برابرولو اړوند  مطلب  ځای شوی وو سترګې ولګېدې  ، نومې  مې  غوره وګڼله  چې   په پښتو ژبه یې وژباړم  او  د موضوع  درندو مینه والو  سره یې شریک کړم   .

ژبـــاړه  :

لیکواله : ماري لېوینسون

دتخنیکي ــ اقتصادي څېړنو رپوټ څنګه لیکو ؟

 

په  پنځو پړاوونوکې  ستاسې  د پروژې   تخنیکي ــ اقتصادي  مطالعاتوپه اړه  د راپور  زده کړه  :

د یوې پروژې د پیل پړاو  په دننه  کې تخیکي ــ اقتصادي  مطالعې  تر سره کول  ،  د څېړنیزو فعالیتونو یو د کلیدي برخو څخه ګڼل کیږي  . د هغې موخه تحلیل اود تخنیکي پلوه د پروژې  توجیه  ، د سوداګرۍ بریا او د بیوــ اغیزمنتوب  دی .  دا څېړنیز خدمتونه دیوې  پروژې د معقولیت ثابتولو او د هغې د پلي  کولو د اړتیا  د توجې یوه لار ده .  پس له هغې چې څیړنې تر سره شوې وي ،  باید د فني ــ اقتصادي څیړنو رپوټ  (FSR)  چې  د فعالیتو لنډیز  پکې ځای شوی وي  بشپړ   او دا روښانه کړي  ، چې  ځانګړې پروژه واقعي او عملي ده  .

راځئ چې پوه شو FSR څه مانا لري ، ولې هغه مهمه ده او څرنګه  يې لیکلی شو .

 

د اقتصادي ــ تخنیکي مطالعاتو  پیژند (تعریف ) :

د اقتصادي ــ فني څیړنو رپوټ(FSR)   څه شی دی ؟ . په ساده توګه   ، دا یواځې یو سنددی ، چې  د یوې پروژې  د وخت او پیسو ژغورلو( خوندي کولو)  په موخه د حل  لارو لټول  ، په ګوته کول  او ارزو ل   دي   .    د سند په اړه دا لاندې تعریف پراخه پوهه وړاندې کوي     :

یو اقتصادی ــ تخنیکي رپوټ  (FSR)  د تخنیکي ــ اقتصادي څېړنو نه د تر لاسه شوو  پایلو یو رسمي سند  دی ،   چې د وړاندیز شوي حل بیاکتنې لپاره د ترسره شویو تحلیلونو او ارزونود پایلو لنډیز  او د پروژې د بدیلونو پلټنه ، چې دا معلومه کړي ،  چې په رښتیا سره  پروژه  عملي  ، دلګښت  له پلوه ارزانه ( مؤثر) او ګټوره  ده  .  هغه د پروژې  تر ټولود غوره  حل  لارې تشریح او ملاتړ کوي   .

رپورټ   د پروژې  لنډ مالومات او ځیني شالید مالومات  وړاندې کوي  .

په رسمي توګه دا سند  د منشور د مخه د فرعي پړاولپاره د پیلېدو ټکی دی .  په عمل کې دا په دې  مانا  ، چې سپانسرکولای شي  په پروژه باندې  د پانګونې لپاره  د پرېکړې په نیولو پیل وکړي  او د پروژې مدیر  ته  اړینې  دندې جوړوي .

د تخنیکی ــ اقتصادي مطالعاتو ارزښت  :

د راپور لیکلو پروسه دتخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو(فیزیبیلیټي ) د رپوټ په نامه یادیږي . ډېر  وخت دا د پروژې د مدیر مسؤلیت دی ، چې د داسې پروسې کنترول وکړي  .   د دې رپوټ  لیکلو ارزښت  د پروژې د ژوند، پایښت اود لګښت اغیزمنتیا په اړه دقانوني او تخنیکي شواهدو برابرولو کې شامل دي   . د راپور جوړونې بهیر اجازه ورکوي ، چې لوړ پوړي  مدیران  د بودجې او  پانګونې پلان  د مهمو پرېکړو لپاره  د اړتیا وړ مالومات  تر لاسه کړي .  د فني ــ اقتصادي مطالعاتو سم لیکل شوی  شابلون  تاسو ته  شونتیاوې ددې  لپاره  برابروي   :

ـــ   د پروژې تحلیل ، ځکه د  FSR  بېلکې  د پروژې  مؤثریت   د بودجې د لګښتونو د تړلو سره مرسته کوي  .

ـــ   دخطر د کمول، ځکه چې د احتمالي پلان  جوړونې اود ستراتیژۍ  پراختیا د خطر د درملنې  سره مرسته کوي .

ـــ  د کارکوونکو روزنه ، ځکه راپور کېدای شي د مشرې رهبرۍ  له خواد اړتیا وړ بشري  ځواک د  مالومولو او همدارنګه د اړتیا وړ متخصیصنو د تر لاسه کولو او روزلو لپاره وکارول شي .

د راپور ورکولو بهیر  یو داسې پیل (ماشه ) دی ،  چې د سوداګرۍ د قضیې د لاسوندونو له لارې د پروژې د پانګونې  پروسه پرمخ بوځي، د پروژې د ترسره کولو دلیلونه تشریح کړي، او د پروژې لګښتونه او ګټې تحلیل کړي  .

د یوې  تخنیکي  ــ اقتصادي  څېړنې د لیکنې د پړاونو بېلګه  :

څنګه کولای شو  یو تخنیکي ــ اقتصادي  څېړنېز  راپور وليکو ؟ د پروژې د سايز، اندازې او ډول پرته  یوڅو نور کلیدي پړاونه د یو داسې مهم سند د لیکلو لپاره هم  شته  . راځئ   دا پړاونه په تفصیل سره وګورو .

۱.  ‎د پروژې  د تشریح  لیکل ،

په دغه پړاوکې ، تاسو د تشریح  لیکولو لپاره دخپلې پروژې د شالید په اړه  د مالوماتو را ټولو ته اړتیا لرئ  .

د مثال په توګه ، ستاسو شرکت د پلور انلاین زیاتیدو اوپه ویب کې  د خپلو  محصولاتو او خدمتونو پراختیاته اړتیا لري . بيا د خپل  راپور په لومړۍ  برخه کې تاسو کولای شئ لاندې تشریح ورپسې   ولیکئ:

«  دا پروژه په انترنیټ کې دمحصولاتوــ خدماتو د ودې  لپاره  دپرمختګ ویبسایټ  دی او دمشتریانو د هڅولو اوتشویقولو له لارې چې  د ویبسایټ   نه لیدنه وکړي   د پلور انلاین  ډیروالی  او د چنې وهلو انلاین  جوړول دي  .  »

۲.    د ممکنه حل تشريح  ،

ددې لپاره ، چې د تخنیکي ــ اقتصادي څیړنود رپوټ  شابلون  لیکلو لپاره دا ګام  پورته  شي ،

، تاسو به د بدیل تحلیل ترسره کولو ته اړتیا ولرئ  او د خپلې  پروژې لپاره ممکنه حل لارې تشریح کړئ  . د بېلګې په توګه ، ستاسود  FSR  په شابلون کې  کېدای شي ستاسو برېښنایي سوداګریزه پروژه  د حل  لارو دا لاندې  تشریح ولري  :

 

 دا پروژه د دوو ممکنه حلونو د پلي کولو له لارې ترسره کیدی شي : ۱ـ د انلاین هټۍ  ، ۲ـ د شرکت ویب پاڼه . دحل لارو هر یوه  په غور سره تحلیل شوې او  د مدیریت ټیم  د  وروستۍ پریکړې لپاره اړین معلومات  شتون لري. “

۳.   د ارزونې دمعیارونو لیست   ،

اوس ،  د ممکنه حل   لپاره د معیارونود ارزونې   د ټاکلو او تعریفولو وخت دی  . تاسو د FSR رپوټ  لیکلو په دې مرحله کې  د حل  لارو څېړنو  ته اړتیا لرئ  . د بیلګې په توګه، تاسو کولی شئ خپل راپور ته لاندې معیارونه اضافه کړئ :

“د دې پروژې ممکنه حلونه په  لاندې معیارونو ارزول شوي او پرتله شوي دي  : 1 ) د مفکورې ځانګړتیاوې . 2) د محتویاتو پلټنه؛ 3) دتخنیکي ډیزاین ځانګړتیاوې . 4 ) د پیل مهال ویش اود وخت چوکاټ  . “

۴.  د ډېر شوني  حل وړاندیز  ،

کله چې معیارونه د حل کولو ارزولو لپاره کارول کیږي، ستاسو راتلونکی ګام دتخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو د راپور لیکلو لپاره دا دی چې د اقتصادي پلوه مناسب او تخنیکي پلوه مشخص حل وټاکئ ، کوم چې شرکت ته  د 1 ) د پروژې د سرچینوغوره   کارول وساتي  او 2 ) تر ټولوغوره ممکنه ګټه ترلاسه کړئ  .

د بیلګې په توګه، ستاسوپه راپور کې کېدای شي دا لاندې موارد  شامل وي :

“د ممکنه حلونوله  ارزونه وروسته، د دې پروژې لپاره ترټولو ممکنه حل پیژندل  شوی او ټاکل شوی، نو پروژه په  اقتصادي   ، حیاتي او عملي بڼه بدلیږي .

 

۵.  پایله ولیکئ  ،

د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو  د راپور د تیارولو د  پروسې وروستی  پړاو له  تاسې  نه غواړي   ترڅو د پروژې  د موخې لنډیز اوتر ټولو شونې د  حل وړ  لارې  بیان کړئ . د بېلګې  په توګه، ښایي   ستاسو د FSR  پایله  وي  :

 

“د دې پروژې موخه  د ویب سایټ یو بشپړ او اصلي ډیزاین رامینځ ته کول ،  چې د  پلور  په انلاین کې برخه واخلي، د پام وړ پیرودونکو پام ځان ته راواړوي ، او دلګښت له پلوه اقتصادي وي  . د پروژې لپاره ترټولو ممکنه حل لاره ټاکل شوې او تصویب شوې او اوس د نورې  پراختیا ( وضاحت) لپاره چمتو ده. “
همدارنګه، د پروژې
 د شونتیاوو  او  اختیاري  شننو چوکات   وګورئ ترڅو معلومه کړئ چې دیو  بدیل د طریقې  انالایز  څنګه ترسره کوئ  .

 

د تخنیکي ــ اقتصادي څېړونو د نمونوي راپور  لپاره د منځپانګې اړتیاوې  :

د نمونې د احتمالي راپور منځپانګه  د مختلفو اړتیاوو سره سم بڼه شوې  او جوړه  شوې وي  ، چې کیدای شي د سازمان څخه سازمان ته  توپیر ولري  .

په ورته  وخت کې، عام وړاندیزونه شتون لري، کوم چې لاندې لیست شوي دي  .

مخکنۍ (لمړۍ )  سکالو   :

د یونمونوي   feasibility رپوټ  لیکلود پيلولو لپاره ، لومړی تاسو باید د سرلیک پاڼه ،چې یو تشریحي لنډیز ، ستاسو (د لیکوال) نوم، بریښنالیک، دنده، پوست  (مقام )  او همدا راز  هغه اداره  چې تاسو یې راپور لیکئ جوړه کړئ  .   بیا تاسو باید د هغه محتوياتو تفصیلي لیست ،چې سرلیکونه او فرعي سرلیکونه ، لکه څنګه  ، چې دوی د رپوټ  په بدن کې جوړ شوي   دي  ،  شامل کړئ  .

همدارنګه د لاسوندونو  په دننه کې  د ټولو کارول شوو  توکو  لیست ( جدولونه، شمېرې ، انځورونه، ضمیمې ) اضافه کړئ  . په یاد ولرئ چې د سرلیک پاڼه  باید شمیره نشي او د 4-5 څخه زیات پاڼې  نه  باید د لمړۍ موضوع لپاره  ځانګړې  شي .

 

درپوټ د بدن بڼه (فورمات)  :

ځکه ، دتخنیکی ــ اقتصادي مطالعاتو د راپور  د بدن  د بڼه کولو لپاره ډیر مختلف ډولونه او اړتیاوې شتون لري  دا به ستاسو لپاره ستونزمنه وي چې تاسو د خپل راپور لپاره  سمه  بڼه غوره کړئ ،  نو زه وړاندیز کوم چې تاسو ددې مسئلې په اړه ستاسو د لارښود یا څارونکي (امر) سره خبرې وکړئ   تر څو  باید تاسو ته  د سم (صحیح ) سټایل او ډیزاین اړتیاوې چمتو کړي  .

په ورته وخت کې ،  په عمومي  ډول  دلته  دا لاندې  وړاندیزونه شتون لري  :

ـــ  د راپور د بدن هره پاڼه باید د بیان کولو سرلیک د راپور لپاره لنډ لنډیز ، د لیکوال نوم او د پاڼې شمیره (په ښي لور کې) ولري .

‎ـــ  د رپوټ د جوړښت   سرلیکونه  او فرعي سرلیکونه د سند د منځپانګې په جوړښت کې دننه کړئ .

ـــ   ډاډ تر لاسه  کړئ چې په هره پاڼه کې سرلیکونه په سمه  توګه  بڼه  شوي  وي ،  ( د بېلګې په توګه  ګیڼ اړخ  او لاندې ته  حاشیه  او نور)   پرېښودل شي .

ـــ  په ټوله کې د ټولو راپورونو د چوکات  د سرلیکونو لپاره ورته  کړنلاره وکاروئ  .

ـــ  هېڅکله  دومره  لویه  او  یاکوچنۍ لیکنه  مه کاروئ  ( لیکنه  باید مسلکي بڼه ولري، 10-12 ټکي) .

ـــ  د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعې د ګټې پورته  کوونو سرچینو د چوکاټولپاره   ورته  حوالې  سټیل (لکه CBE، APA، او نور) وکاروئ   .

د راپوردچوکاټ برخې :

دالاندې لست  د مهمو برخو یو لنډیز ،  چې د راپور منځپانګې پکې شامل دي  ، وړاندې کوي  :

ـــ  اجرائیوي لنډیز –  هغه ستونزې / فرصتونه  ، چې په دې څیړنه کې  په نښه شوي  ، د راپور هدف او ستاسو د پام وړ لیدونکو لپاره د څیړنې د ارزښت  یوه  تشریح  .

ـــ  پس منظر (ریفرنس مالومات )  – د  feasibility  مطالعې یو ډیر تفصیلي توضیح ، چې  چا دا تر سره کړی ، او آیا دا په نورو ځاینو  کې پلی  شوی  دی .

ـــ  تحلیل او تجزیه  ــ  د تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو په تر سره کولو کې د ازموینې  او ارزونې  کارول شوې  طریقې   .

ـــ  بدیلونه او وریانټونه  (اختیارونه ) – د مطالعې اصلي وړاندیز سره په  پرتله کولو کې د بدیل وړاندیزونو یا وریانټونو کتنه  او د هغوی د ځانګړتیاوې .

ـــ  دلګښت ـــ ګټې  ارزونه – د انالایز دقیق میتود چې د لګښت  او ګټې د اغېزمنتوب  اصلي وړاندیز دارزولو   اوهمدارنګه  دتکنالوژۍ د شونتیاوو ، اقتصادي عمليات ، ټولنیزو غوښتنو او د چاپیریال  ساتنې  وړاندیز څرګندولو(ښوولو)  لپاره پلی  شوی و   .

ـــ  .پایله   ــ   د بشپړ شوي کار لنډه څرګندونه  او  ستاسو د ارزونې  په اړه ستاسو خپلې  پایلې  .

ـــ  سپارښتنې –   ستاسو د خپلو پایلو  پر بنسټ د یو شمیر  سپارښتنو  لړۍ او تعقیب کړنې  .

 

وروستنۍ سکالو :

یو وروستنی شی چې تاسویې  په تخنیکي ــ اقتصادي مطالعاتو کې  په اړه  غورو کړئ ، هغه  په راپور کې باید د اخذ پاڼه او داړوندو  سرچینو لیست دی  .

 

اخځ  :

http://www.mymanagementguide.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply