پارلماني ټاکنې د هېواد ژغورنې یو طلایي فرصت / فضل الربي همت

0 806

جمهوریت او ډیموکراسي په ننۍ نړۍ کې د ښې حکومتولۍ یو منل شوی اصل دی.
د جمهوري حکومت یو اصل دا دی چې خلک په مخامخ یا بالواسطه ډول د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او فرهنګي برخلیک په ټاکلو کې برخه واخلي. دیموکراسي داسي یو نظام دی چې هلته انسان د خپلواکۍ، ازادۍ او د قانون له ملاتړه برخمن دی او د دې نظام ترچتر لاندې هر څوک کولای شي د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي، دا برخه اخسیتنه په مخامخ یا په بالواسطه ډول صورت نیسي. خو دا چې نن ورځ د جمیعت د ډیرښت او جغرافیي پراخوالي له امله نشي کیدای هر فرد مخامخ د خپل برخلیک په ټاکلو کې ونډه واخلي بناً بالواسطه ګډون د مناسبې لارې په توګه منل شوی دی.

په دې معنی چې یو هیواد د هغه نفوس ته په کتو سره په متعددو حوزو ویشل کیږي او وګړي یې د پارلمان ولایتي شورا او ولسوالیو شوراګانو لپاره د استازو په ټاکلو سره د خپل ګډون حق په سیاسي پریکړو کې د خپل منتخب استازي له لارې تمثیلوي له نیکه مرغه چې زموږ د اساسي قانون پر اساس د افغانستان سیاسي نظام یو ولسواک (دیموکراتیک) نظام دی همدارنګه پارلمان چې د خلکو د ارادې مظهر دی غړي یې خلک ټاکي د اساسي قانون یوه بله ځانګړنه دا ده چې حاکمیت د ملت ملکیت بولي، چې په دې اړه زموږ د اساسي قانون څلورمه ماده داسې صراحت لري (په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې تړاو لري چې په مخامخ توګه یا د خپلو استازو په واسطه هغه عملي کوي).

خوشبختانه چې موږ د سیاسي نظام په اډانه کې د خپلې سیاسي ارادې څرګندولو او نورو ټولو اساسي او سیاسي حقوقو څخه برخمن ملت یو، پارلمان لرو چې د حکومت دریم مهم او لوی تقنیني ارګان دی ټاکنو ته یې د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي د نوماندانو لخوا یې کیدونکی کمپاین د میزان په ۶ نیټه رسماً پیل شو، زموږ په هیواد کې انتخاباتي کمپاینونه د نورې متمدنې نړۍ پر خلاف د پیسو ویشلو، خلکو ته ډوډۍ ورکولو او درنو مصارفو په کولو سره سرته رسیږي هر نوماند کوښښ کوي د هرې مشروع او غیر مشروع لارې چې وي زیاته رایه لاسته راوړي او د پارلمان تر انګړه ځان ورسوي موږ افغانان چې د سیاسي شعور وده مو تر ډیره کمه ده تل سیاسي تیروتنې او ترخې سیاسي تجربې بیا بیا تر سره کوو، د خپل برخلیک سره لوبې کوو خپله با ارزښته او سرنوشت ټاکونکې رایه د څو په پیسو په بدل کې پلورو یا په پټو سترګو داسي یو چا ته رایه ورکوو چې د ولس د ښیګڼي، پرمختګ او قانع کولو لپاره هیڅ کومه طرحه نلري. بد بختانه موږ د تیر یو داسي پارلمان شاهدان و چې د هیواد او ولس د نابودۍ او بدبختۍ هرې پروژې او طرحې له همدې ځایه سرچینه اخیسته، د عامه مصلحت، ملي ارزښتونو او د ولس د سپیڅلو ارادو پرځای یې خپلې شخصي ګټې سرې کرښې وي چې تیریدل ورته ترې شین کفر و، سیاسي چنې وهل د ملت په شتمنۍ په داخل او بهر کې د دنګو بنګلو جوړولو، د زغروالو موټرو او ډیرو بارډیګارډانو په سر سیالۍ، قاچاق بهر ته په میاشتو میاشتو تفریحي سفرونه مزې او چړچې د دوی دنده وه، دا زموږ د هغه غیر عقلاني سیاسي پریکړې نتیجه وه چې د تیر پارلمان په ټاکنو کې مو کړي وه.

د افغانستان شاوخوا څلور لسیزو جګړه‌ییز کړاو او د تیر پارلمان کرکجن تاریخ ته په کتو همدارنګه د هیواد په دې حساس پړاو کې چې له یوې خوا د سیمې او نړۍ استخبارات او له بلې خوا په داخل کې د دې استخباراتو لوبغاړي نه غواړي د آزادو او عادلانه ټاکنو له لارې د داسې یو باثباته پارلمان او سیاسي نظام څښتن شو چې هر وګړی د خپلې سیاسي ارادې یو روښانه عکس پکې ووینې او د آرام ساه واخلي. موږ تر بل هر وخت یوې سرتاسري سولې، امنیت او اقتصادي هوساینې ته اشده اړتیا لرو دې ارمان ته د رسیدو، د یو باثباته نظام د رامنځته کولو او د هیواد ژغورلو لپاره زموږ وجیبه دا ده ترڅو په را روانو پارلماني ټاکنو کې چې د هیواد او ولس ژغورنې یو طلایې فرصت دی پراخ ګډون وکړو، خپله با ارزښته رایه ونه پلورو برعکس داسي یو نوماند ته رایه ورکړو چې واقعي افغان وي، د پردیو جاسوس نه وي، په دې مظلوم ولس یې زړه درد وکړي او د ملت د ستر کور(پارلمان) اهلیت، لیاقت او وړتیا ولري او زموږ با غیوره ولس د تل لپاره د نورو ولسونو پر وړاندې پرې و ویاړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply