نیویارک‌ ټایمز: خلیلزاد له غني سره د طالبانو سره د خپل ملاقات جزییات شریک نه کړل

0 754
واحد فقیري

نیویارک‌ ټایمز: خلیلزاد له غني سره د طالبانو سره د خپل ملاقات جزییات شریک نه کړل

اخبار د اکټوبر پر ۱۸ لیکي کله چي سپیني ماڼۍ فیصله وکړه چي د طالبانو سره به مخامخ خبري شروع کوي، اکثرو افغانانو د دې اقدام هر کلی وکړ. جمهورریس اشرف غني هم په عام توګه د دې فیصلې استقبال وکړ، خو په خصوصي مجلسونو کي ئې تل د امریکايي مقاماتو سره خپلي اندېښنې او مقاومت ښودی، ځکه هغه نه غوښتل چي لدې خبرو څخه لیري او ناخبره وساتل سي. غني به ویل که چیري د کابل رژیم د ملاقات د اطاق بهر پرېښودل سي، دا به د کابل حکومت سخت منزوې کړي، او په حاشیې کي به ئې پرېږدي. تېره هفته،‌ د اشرف غني همدا خوب په ډیر تحقیر امېزه توګه رشتیا سو.

که څه هم خلیلزاد فقط څو ورځي مخکي د اشرف غني سره په ملاقات کړی وو، خو هغه په سري توګه د طالبانو سره په قطر کي ولیدل. اشرف غني لدې ملاقات څخه د میډیا د رپوټونو له طریقه خبر سو، او د قطر د مجلس په جزییاتو د طالبانو د اعلامیې له لاري خبر سو، نه د امریکایانو له طریقه.

نیویارک ټایمز وایي کله چي اشرف غني له جزییاتو څخه د طالبانو له لاري خبر سو، غني په ارګ کي لکه لیونی چیغي وهلې. ځکه سمدستي د جمهوري ریاست انتخابات راروان دي. کله چي خلیلزاد له قطره کابل ته ستون سو، اشرف غني په قطر کي د طالبانو سره د ملاقات جزییات ترې وپوښتل، خو خلیلزاد سمدستي موضوع بدله کړه، او د غني جواب ئې ور نه کړ.

اخبار کاږي د دې تر مخه چي خلیلزاد د طالبانو سره خبري شروع کړي، اشرف غني د امریکا سفیر جان بس او جنرال مېلر ته خواست وکړ چي له خبرو څخه نا خبره و نه ساتل سي. دواړو اشرف غني ته ډاډ ورکړی وو چي دا کار به نه کېږي.

جاوید لودین وايي،«افغان حکومت تل د طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرو ته د شک په سترګه کتلي دي، خو حقیقت دا دئ چي د سولي په پروسه کي د امریکا نقش بارز دئ، واقعي توجیه لري. ځکه طالبانو پر دې باندي اصرار کړی دئ چي باید د امریکا سره مستقیمي خبري وکړي. مګر د خبرو په اړه باید شفافیت موجود وي، په بل صورت کي به کامیابه نه سي.»

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني سره د خلیلزاد دا راز چلن یو شخصي اهانت هم وو، ځکه اشرف غني واشنګټن سخت وفاداره دئ. د غني مخالفان مدام وايي چي هغه د امریکا «بلې هو، سر» شخص دئ. او همدا وجه ده چي ایران، پاکستان، او نور ګاونډي ملکونه پر غني باندي هیڅ باور نه لري. اخبار لیکي خلیلزاد په افغانانو کي زیات وزن لري، ځکه هغه په افغانستان او سیمه کي ماموریت کړی دئ.

نیویارک ټایمز لیکي کله چي خلیلزاد د قطر له سفره بېرته کابل ته ستون سو،‌ افغان مطبوعاتو د جمهورریس غني له دفتره د خلیلزاد د سفر په باب سوالونه کول، خو  ارګ په هیڅ خبر نه وو. ویل کېږي چي خلیلزاد په ارګ کي د اشرف غني سره پر چایو او کېکو باندي مجلس پیل کړ، خو خلیلزاد د قطر په باب هیڅ نه ویل. کله چي اشرف غني د قطر د ملاقات په باب له خلیلزاد څخه وپوښتل، خلیلزاد ګونګ او نهایت مبهم جواب ورکړ. د مجلس یو ګډونوال وايي د خلیلزاد له خبرو څخه د مطلق انکار بوی راتلی،‌ او هڅه ئې کوله چي خبره تېره کړي.

د دې اهانت امېزه مجلس په جریان کي، د غني یوه همکار هغه ته د وال سټریټ ژورنال د رپوټ په باره کي یو نوټ ورکړ. پدې وخت کي خلیلزاد ورته وویل: هو ما دا رپوټ کتلی دئ، خو جزییات ئې سم نه دي. خو خلیلزاد  سمدستي بیا موضوع بدله کړه، او پر فرعي موضوعاتو باندي ئې بحث پیل کړ.

د خلیلزاد او اشرف غني له ملاقات څخه فقط څو ساعته وروسته، طالبانو د خلیلزاد سره د خپل ملاقات په باره کي یوه اعلامیه خبره خپره کړه، او هلته ئې داسي جزییات بیان کړي ول چي غني په خبر نه وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply