میړاني دي چې یادیږي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

0 1,027
بدون له شکه چې عضت او زلت د الله پاک له طرفه دی، چوکي یا مقام، شتمني، علم، زور، ډیر سړي او یا نور څیزونه هیڅ چا ته عضت نه شي ورکولای، او چا ته چې خدای پاک بیا عضت ورکړی وي یا يې ورکوي  هغه هیڅوک یا هیڅ شي ذلیل کولای نه شی چې الله پاک یې ذلیل نه کړي.
بل دا چې هیڅوک هم نه پوهیږي چې د چا به اخیره خاتمه سمه وي کیدای شي یو څوک ډیر پرهیزګاره ډیر تقواداره اوسي، جهاد یې کړي وي مجاهد اوسی خو د ژوند په اخر کې داسې کوم عمل تر سره کړي چې  ټول ښه اعمال یې  په سیند لاهو کړي بې ایمانه له دنیا لاړ شي لکه شیطان علیه لعنت،  برعکس کیدای شي  یو چا  خپل ټول ژوند  په بې دینۍ،  مردارخوري، حرامخورۍ  پر مظلومان باندې په ظلم بدماشۍ او لوچکۍ کې تیر کړی اوسی په اخر د ژوند کې داسې کوم کار وکړي چې الله پاک یې په همدغه یو کار ټول ګناهونه وبښې اخیره ختمه یې سمه شي.
نو ځکه باید هیڅ انسان پر خپله، تقوا، پرهیزګارۍ، مجاهده او نورو ښو اعمالو  باندې مغروره نه شی او برعکس  یې د الله سبحان وتعاالله څخه نا امیده  هم نه شي، خو د ښو برخه اکثره  ښه او د بدو برخه نا ښه یا بده  وي.
لدې پورته مثالونو او مقدیمې څخه زما هدف د شهید رازق څخه وو، کیدای شي رازق به په خپل ژوند کې ښه او بد کارونه کړي وي خو کله چې هغه شهید کړلای شو اکثر افغانان هغه که د افغانستان د هر قوم څخه وو وژړول.
زموږ د ساده تحلیل له مخې شهید رازق کوم عالم نه وو کیدای شي تر اخیره یې  ښونځۍ هم نه وي لوستي ، پوهنتون او یا نورې لوړې نظامي زده کړې خو یې پر خپل ځای، همدارنګه کوم سیاستوال هم نه وو، حتا کوم  مخورقومي مشر هم نه وو خو یو جنګي زړور قوماندان وو چې لدې څخه هیڅوک هم سترګې نه شي پټولای د دې پخوا کې د پنجاب په ځانګړي توګه د پنجاب د پوځ تر ټولو سرسخت دښمن وو په خوا کې د ډیورنډ د کرغیړنې کرښې سخت مخالف هم وو چې په همدغه کرغیړنه کرښه چې د افغانانو پر سینه  باندې تیره شوی ده  شهید هم شوو.   زما په اند همدغه ټکی وو چې د افغانستان ټول قومونه يې وژړول دا بیا ځکه چې افغانان هغه که د هر قوم وي  په دې ورستیو څلویښتو کالنو کې د پنجاپ د پوځ په ځانګړي توګه د پنجاب د استخبراتو( ای اس ای) لخوا سخت ځپل شوي دي سخت دردونه یې ورڅخه لیدلی دي او سخت ځورول شوی دي نو هر څوک چې د پنجابي پوځ پر وړاندې دریږي د افغانانو د پاملرني وړ  هم ګرځي په زړونو کې ځای پیدا کوي.
له هغې ورځې چې جنرال رازق د د ډیورنډ پر سر د شهادت جام پورته کړ افغانان بیل بیل اندونه یا نظرونه لري څوک وایې چې هغه ته د ملي اتلوالي ورکړل شي،  څوک وایې چې کوم هوایې ډګر یا نظامي پوهنتون د د هغه پر نوم ونومول شي کیدای شي ځیني نورې غوښتنې  هم ولري.
زما په اند خو شهید رازق په هر څه چې ونازول شي ارزښت یې لري هغه ته که حکومت اتلولي ورکړي یا یې ورنه کړي هغه د ولس په زړونو کې اتل دی تاریخ به یې د تل لپاره په خپلو زرینو پاڼو کې د یو اتل په نوم همدارنګه د ډیورنډ د کرښې د شهید په نوم د ځان سره وساتي.
خو زما  افغان حکومت، سیاستوالو همدارنګه ولس ته وړاندیز دا دی چې  شهید رازق ته د  یو ریښتني  ملي یوالی د سمبول لقب ورکړل شي همدارنګه  د د هغه په نوم د ملي یوالي یو مډال جوړ  کړل شي همدغه مډال د بیا هغه چا ته ورکول کیږی چې په افغانستان کې  ملي یوال ته ریښتنی کار کوی کوم ته چې افغانان په اوس وخت کې سخته اړتیا لري.
لدې وراخو د د شهید رازق په نوم یو 《 د ډیورنډ څخه د دفاع په نوم یو بنسټ)  جوړ کړل شي تر څو د هغه لاره او اواز ژوندي وساتل شي.
په اخیر کې موږ د کرزي همدارنګه د کندهار له ولسونو، د  شهید رازق له کورنۍ او نورو افغان سیاستوالو څخه هیله کوو چې پر شهید رازق باندې د سیاسي تجارتونه نه کوي.
په دنیا د ننګیالو دي دا دوه کاره
لا به وخوري ککرۍ لا به کمران شي.
مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply