Browsing Tag

ډاکټر ګل مرجان منګل

میړاني دي چې یادیږي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

بدون له شکه چې عضت او زلت د الله پاک له طرفه دی، چوکي یا مقام، شتمني، علم، زور، ډیر سړي او یا نور څیزونه هیڅ چا ته عضت نه شي ورکولای، او چا ته چې خدای پاک بیا عضت ورکړی وي یا يې ورکوي  هغه هیڅوک یا هیڅ شي ذلیل کولای نه شی چې الله پاک یې…

د امریکا دوه مخی سیاست /ډاکټر ګل مرجان منګل

  هغه متل پر امریکایانو صدق کوی چې وایي《 د لیوانو سره وزې ماتوی د شپونو سره تندی وهی》 امریکایان له لومړۍ ورځې چې افغانستان ته راغلي د افغانانو پر وړاندې يې د منافقت سیاست پر مخ وړی دی، همدغه سیاست ته لا دوام ورکوی چې موږ يې لاندې څو…

د اتمر بې وخته استعفا!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

د افغانستان پدې اوسنیو سیاستوالو کې  د اتمر ځای داسې  دی لکه د حیوناتو په منځ کې چې یې ګیدړه لري له رویې خواصو او قورې څخه ډیر عاجز، تکیه خو په خپلو مخو او هدف ته د رسیدلو لپاره ډیر چالاک او د ژور فګر څښتن خو اې کاش چې هغه دا خپله…

پرون ننګرهار نن غزنی!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل ډاکټر صاحب نجیب څلور کاله په میړانه سره بدون له روسانو د ټول افغانستان څخه کلکه دفاع وکړه. همهغه وخت په پاکستان کې اوو تنظیمونو یو موقت حکومت درلود کوم چې  د پاکستاني استخبراتو ای اس ای لخوا جوړ شوی وو،…

ښاغليه اشرف غنی!  دا خو د پټي سر دی /ډاکټر ګل مرجان منګل

اوس به اشرف غنی او عبدالله  پر امرخیل او فوزیه باندې لاندې بحث تر سره کړی وي. اشرف غنی به عبدالله ته زنګ وهلی وی ترینه به یې پوښتلی وی  چې ولې ضیاالحق امر خیل؟ ولې پدرام نه, چې له سره ځان افغان نه حسابوی، په سپینه ورځ ایران ته جاسوسي کوي …

رایې به چاته ورکوو !؟/ ډاکټر ګل مرجان منګل

که رښتیا غواړئ چې په هیواد کې جګړه ختمه شي سوله راشي. که په رښتیا غواړئ چې قانون پلی شي. که په رښتیا غواړئ چې په هیواد کې  فساد ختم شي او کار اهل کار ته وسپارل شي. که په رښتیا غواړئ چې حکومت په سمه توګه خپله دنده تر سره کړی. که په رښتیا…

راتلونکی ټاکنې! / ډاکټر ګل مرجان منګل

پداسې حال کې چې تیرو ولسمشرۍ ټاکنو د ټولو افغانانو زړونه د ټاکنو څخه تور کړي دي، ځکه چې هم هغه وخت اشرف غنې د ولس رایو ته د دوه توتانو اهمیت هم ور نه کړ، حکومت يې د رایو پر بنسټ نه بلکې د مصلحت او د امریکا په خوښه جوړ کړ خو بیا هم باید ولس…

 کرکیټ مخ په ځوړ روان دی!!!! /ډاکټر ګل مرجان منګل

په ټوله کې د افغانستان د کرکیټ ټیم په رښتیا هم چې د ستايلو وړ دی، دا ځکه چې په دومره کم وخت کې په دومره لږو امکاناتو تر دې ځایه رارسیدل ستره  معجزه ده.همدارنګه زموږ په ګران هیواد افغانستان کې چې کومه غميزه د څلويښتو کالونو راپدې خوا روانه…

اشرف غنی صاحب د ځانته لږه اينه ونيسي!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

وايې چې پر خر سوریدل یو شرم بیا ترینه ښکته کیدل يې بل شرم، همدغه کار په همدغه ډول پر اشرف غنی باندې د هغه د څنګ انډيوالانو لکه معصوم ستانکزي، رحيمي، خپلواک او په سر کې يې اتمر دی وکړ، چې د عطا ممد د میاشتو میاشتو زوړ استعفلیک يې ورباندې لاس…

پښتانه احتیاط خراب کړل!/ ډاکټر ګل مرجان منګل

راځئ چې نور دغه ډیر احتیاط ته د پای ټکی کیږدو د ریاضې په ساده منطقو یو او بل ته قنعات ورکړو، تر څو د جګړو او شخړو څخه چې یو او بل مو  هر ورځ له ګریوانونو څخه نیولی وي د تل لپاره خلاص شو، خپله ټولنه یا ملت جوړونه وکړو، پداسې حال کې چې دغه…