د پاکستاني ملا تر فتوا، د افغان هغه، چوپتيا خونړۍ ده

0 856

د پاکستان يو سل او اته ويشت کيلو ګرامه مذهبي، سياسي او استخباراتي ځري، ملا فضل رحمان اخوند د دغه هېواد له يوې ورځپاڼې سره په خبرو کې، پر پاکستان د روسي سرتېرو پر درېيم ورکښته شوي لښکر سترګې پټې کړې، خو افغانستان يې ناخپلواک هېواد بللی چې په خبره يې، افغانستان اشغال او ټاکنې پکې نامشروع دي.

ښاغلی تر خپله خېټه لاندې د نامسلمانو عسکرو پلونه نه ويني، خو تر غرونو هاخوا د افغان سرتېرو خولۍ ورته پردۍ ښکاري.

سره له دې چې د پاکستان دغه لږ مذهبي، خو ډېر استخباراتي ملا د پاکستان په تېرو پارلماني ټاکنو کې شرموونکې ماتې خوړلې او تر ټاکنو وروسته يې د پاکستان د تېرو ټاکنو په اړه پوچ او فحش ويل، خو د پاکستان ټاکنې يې نامشروع و نه بللې.

ده افغانستان د هند تر ولکې له لاندې کمشير سره پرتله کړی دی او ویلي دي چې په دواړو کې ټاکنې ناجايزې دي او پر راتلونکي يې کوم تاثير نه لري.

ښايي فضل رحمان به د پاکستان د استخباراتو په مرکزي دفترونو کې لا هم په دې نه وي خبر چې د هند تر ولکې لاندې کشميري وګړي، د پاکستان له خوا د قبضه شوي کشمیر تر وګړيو، زياته ازادي لري. په ټاکنو کې برخه لري، رايه يې اهميت لري، د خپل برخليک ټاکنه په خپلواکه توګه کولای شي، په درست هند کې د کاروبار حق لري، په مورنۍ ژبه زده‌کړې کولای شي، ښوونځی، روغتون او کلينيک لري، د هند په پوځ کې دندې اخيستلای شي، خو د پاکستان له خوا د قبضه شوي کمشير وګړي به يا تر قبضه تېرې ږيرې پرېږدي او د پاکستان لپاره به خپل کمشيري وګړي وژني، يا به د هندي جاسوس په نامه پر تندي ويشتل کېږي. نور د ژوند هيڅ حق نه ورکول کېږي.

پاکستان له بده مرغه خپل ملايان د فاحشو په څېر کاروي. د پاکستان په استخباراتي شبکو کې ملا او فاحشه يو ډول د جلب و جذب تر پروسه وځي، يو ډول استخدامېږي، تقريبا يو ډول امتيازات لري او دواړه يو ډول کارول کېږي. فرق يې دا دی چې ملايان يې دين د استخباراتو لپاره کاروي او پلوري او فاحشې يې خپل ځانونه د استخباراتو لپاره د شهوت د تندغرو لغړو غېږو ته غورځوي.

ښايي ملا فضل رحمان ته به دغه فرمان له جي‌ايچ‌کيو، سرګودې او د لاهور له کومې بالاخانې څخه نه وي ورکول شوی چې يو ځل بيا د افغانستان ټاکنې نامشروع او دغه هېواد اشغال وبولي، ځکه دا خبره اوس ډېره تکراري ده او د پاکستان استخبارات اړتيا نه لري چې په ملايانو تکراري خبرې وکړي، هغوی ورته دين په نوې نوې بڼه د پلور او کارولو لپاره تياروي، خو دغو استخباراتو له ملا سميع الحقه رانيولې تر ملا فضل رحمان پورې ټول ملايان داسې معتاد کړي دي چې له افغانستان او افغانانو سره دښمني يې د وجود برخه ګرځېدلې ده، دغه څرګندونې ملا د هغې عقدې په اساس کړې دي چې د افغانستان له خلکو سره يې لري.

بدمرغي دا ده چې د پاکستان د مدرسو له استخباراتي ادرليانو نيولې، د رسنيو تر نغاره‌چيانو پورې، ټول خپلو عقدو ته د دين په سترګه ګوري او فکر کوي دا د دوی نجس او بوين فکرونه د خدای د کتاب په يوه برخه کې بيان شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د ورځې په دا سبا يوې پاکستانۍ ورځپاڼې خورا په لواړو توريو ليکلي وو چې په افغانستان کې په زړه‌پورې وينې وبهېدې او څلور اويا تنه د دوی په اصطلاح هلاک شول.

دا هلاک، ملاک، وژل شوي او شهيدان زموږ لپاره چندان توپير نه لري، ځکه موږ او خدای مو ښه سره خبر يوو او نه نوره نړۍ ورپسې چندان سر ګرځوي، دغه توري يوازې د دال‌مارانو لنګونه پر اوږو اړوي او نړۍ ته ښيي چې پاکستانيان تر کومې اندازې پرېوتي خلک دي، څومره متمدن دي او څومره انسانيت پېژني.

د دوی له فتوا نيولې د ورځپاڼو تر عنوانونو پورې، هر څه چې د افغانستان په اړه وي، کرکه ځنې څاڅي، د عقدې په اساس خپرېږي او دا ثابتوي چې د مذهبي چټلي د دغه بوين ډنډ وګړي، له افغانستان سره پيدايښتي دښمني لري.

موږ ته اويا کاله کېږي چې فتوا او فحشا دواړه له همدې ادرسه راځي.

خو زموږ حکومتونو له بده مرغه کله هم د دوی مخه په سمه توګه و نه نيولای شوای.

زموږ د علماوو شورا د فضل رحمان د څرګندونو په غبرګون کې يوازې څو طعنې ورکړې دي او خپل معاشونه يې حلال بللې دي، خو دې ته يې ملا ماته ده چې اساسي ټکيو ته ګوتې وروړي او له پاکستانه چيغې وباسي.

دوی همېشه په دفاعي حالت کې پاتې شوي دي، يوازې په دې ستړي دي چې پاکستانيانو ته ثابته کړي چې دوی مسلمانان دي.

نور بايد ومنو چې پاکستان دښمن دی او دښمن نه په سپيناوي ورکولو درڅخه ځي، نه دي په زاريو پرېږدي، نه يې زړه کله درباندې سوځي.

حکومت بايد د پاکستان پر ضد کرکه خپره کړي، ولس لا وهڅوي چې پاکستان ته د دښمن په سترګه وګوري، نفرت ځنې وکړي او چې څوک بيا د کوم افغان تر مخ د پاکستان د کوم دغسې استخباراتي پنډت نوم اخلي، لعنت ورباندې ووايي.

پاکستان سوړې سوړې دی، د ملايانو بربنډ عورتونه يې د هيرا‌منډه‌يي د فاحشو تر ورنو جوت ښکاري، خو موږ له شرافته پر سترګو لاس نيولی.

نور بايد دا لاس ايسته شي، که نه ايسته کېږي، مات دې شي. نور بايد هر څه وکاروو، خو د دښمن پر ضد کرکه زياته کړو. نور بايد له دفاع څخه يرغل ته لاړ شو، که‌نه ارادې مو بې‌سېکه کېږي، بيا به پر خپلو ايمانونو شکي يوو.

بې‌له تورې خلاصی نه‌شته په بل کار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply