Browsing Tag

آمنه فنا

یاد

هېر مې نه یې، هېر مې نه یې که مې یاد یې، خو بس ته یې که دې جسم رانه لرې ستا اروا زما ملګرې تر ابده مې لالی یې ته زما د زړه، زړګی یې په خوبونو کې دې وینم په شعرونو کې دې وینم ته دا مه ګڼه زړګيه چې ته لاړې ته به هېر شې دا…

غزل

په نڅا تللې ومه، بېرته په نڅا راځمه زه د غزلو مستانه دنیا ته بیا راځمه مه مرې زما د لېونتوب او یاغيتوب احساسه زه به دا ستا وجود ته نوې نوې سا راځمه زه به شرنګېږمه مدام لکه پاولي لالیه زه به کمیس د ناوېتوب ته په شرنګا راځمه…

!سمندره

سمندره! څه په شور او شرنګ روان یې سمندره! څه یاغي ملنګ روان یې سمندره! لږ راتم شه غږ مې واوره سمندره! د زخمونو ځوږ مې واوره سمندره! له رڼې موسکا دې جار شم سمندره! له لمدې رڼا دې جار شم سمندره! ما مې درد تاته راوړی سمندره!…

زما زړه

زړه مې بل ډول داغلی مودې وشوې، زړه مې غلی مودې وشوې، زړه مې بل ډول داغلی مودې وشوې، زړه مې هېڅ نه راته وایي مودې وشوې، زړه رمې د غمو پیایي مودې وشوې، زړه مې درد په زړه کې ساتي مودې وشوې، زړه مې نه کړي فریادونه نه کوي راته خبرې…

ارمان

کاشکې شعر مې لکه ستا لمرین نظر وای ځلېدونکی موسېدونکی توری توری یې ستا دوو ګور ګورو سترګو غوندې خوږ وای کاشکې شعر مې لکه ستا بې جوړې حسن زه یې روغه لېونۍ وای ستا د روح په لمن اوښکه اوښکه توی وای لکه حس د میینتوب وای…

زړه مې بل ډول داغلی

مودې وشوې، زړه مې غلی مودې وشوې، زړه مې بل ډول داغلی مودې وشوې، زړه مې هېڅ نه راته وایي مودې وشوې، زړه رمې د غمو پیایي مودې وشوې، زړه مې درد په زړه کې ساتي مودې وشوې، زړه مې نه کړي فریادونه نه کوي راته خبرې ترېنه هېرې دي سندرې ته…

رڼې هیلې

نوره نه غواړم زړګيه د تیارې کوټې په کونج کې غلې ملې ګنهګارې غوندې کښېنم دېوالو سره وژاړم تور ټیکری مې هدیره وي د شهیدو سپینو اوښکو نوره نه غواړم زړګيه د وطن د مرغۍ ځاله مې شي ړنګه یا یې څوک په مېږتون باندې پښه کېږدي د جګړې…

غزل

په اننګو کې مې د مینې موسکا ونڅوه د نغمو ناوې ته دې نن شپه نڅا ونڅوه لکه سُر شوې سرینده غېږې ته راشه په ناز زما په رګ رګ کې مهینه نوا ونڅوه راشه ښکالو د قدمونو دې د ژوند موسیقي راشه سندره مې کړه، ژوند راته بیا ونڅوه…

محبت هغه جنت دی

چې بدنامه یې په عشق یم ما یې رنګ لیدلی نه دی مایې لمس نه دي، تاوده پاسته لاسونه نه یم کله مخامخ ورته ولاړه نه مې سترګوکې دي خپلې قهوي سترګې لیدلي نه مې سر په مهربانه اوږه ایښی نه مې عطر د جنت غیږې حس کړي نه یې اوښکې زما وچې نه مې…

(باران(غزل

نن له آسمانه موسیقي را اوري په مړو سندرو زندګي را اوري نن مې رګونو کې رڼا نڅیږي نن مې له سترګونه مستي را اوري نن مې پر سر ګرځي وریځې د عشق په خیال غزلې باراني را اوري نن مې زړه غواړي ورته ووایمه یوه خبره په زړګي را اوري نن مې…