غزل

آمنه فنا

357
په نڅا تللې ومه، بېرته په نڅا راځمه
زه د غزلو مستانه دنیا ته بیا راځمه
مه مرې زما د لېونتوب او یاغيتوب احساسه
زه به دا ستا وجود ته نوې نوې سا راځمه
زه به شرنګېږمه مدام لکه پاولي لالیه
زه به کمیس د ناوېتوب ته په شرنګا راځمه
ما زلفې لنډې کړلې، ما اندېښنې شاته کړلې
زه د ژوندون په لاره نوره لکه ورا راځمه
هېڅ یو طوفان مې د راتګ مخه نيولی نه شي
په توره شپه کې به زه پړکنده برېښنا راځمه
لمدې مچکې به مې ویښ کړي خوبولی سرود
شوخه سندره به پر شونډو د چپتیا راځمه
یو ځل راغلې یمه، یو ځلي که لاړم، لاړم
چیرته ممکنه ده چې بېرته به فنا راځمه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.