!سمندره

آمنه فنا

386
سمندره! څه په شور او شرنګ روان یې
سمندره! څه یاغي ملنګ روان یې
سمندره! لږ راتم شه غږ مې واوره
سمندره! د زخمونو ځوږ مې واوره
سمندره! له رڼې موسکا دې جار شم
سمندره! له لمدې رڼا دې جار شم
سمندره! ما مې درد تاته راوړی
سمندره! ژوند زما پر اوږو مړی
سمندره! سندرماره بې سندروو
سمندره! زړه مې ډک له غم ډبرو
سمندره! په ارمان مې لمبې پورې
سمندره! په لمدو سترګو راګورې
سمندره!روح مې تندې نه هلاک دی
سمندره! زما زړه د غم خوراک دی
سمندره! چې مې وینې داسې نه یم
سمندره! زه د اور غیږ کې اوبه یم
سمندره! زما مړ ژوند نه خوښيږي
سمندره! غواړم روح مې وشرنګیږي
سمندره! ما دې شور کې در فنا کړه
سمندره! ماته نوې نغمې راکړه

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.