Browsing Tag

آمنه فنا

زما شعر

زما شعر دې فقط زه یم، او زما وي زما شعر کې دې، زما د زړه درزا وي زما شعر کې دې زما روح وتپېږي زما شعر کې دې زما خپله اروا وي زما شعر دې وي زما خپلې خبرې زما شعر کې دې زما احساس رسا وي زما شعر کې دې زما وي تصویرونه زما شعر کې دې زما…

معشوق

زما معشوقه! عشقه زړګيه شکر چې ته یې خوږه لالیه ته زما زړه یې که ژوندون اور دی خو ته اوبه یې ته یې چې زه یم بې له تا نه یم ته مې هر څه یې زه دې هر څه یم تاسره مینه عجیبه کیف دی عجیب سکون دی په تا مې څومره رنګین ژوندون دی…

غزل

آه، د ناهیلۍ تیارو ته ناسته يم ويښه لکه شپه ويدو ته ناسته یم عشقه! احساسات مې کنګل شوي دي موسکه د زړګي لمبو ته ناسته یم ژوند د تراژید فلم پڅېر زما سرې سترګې يې زه صحنوته ناسته یم یوه سپرغۍ د هیلو خو دې ځل وکړي څو…

!واورې

یه مستې سپينې واورې څه په مستۍ را اورې څه په نڅا را اورې ته وا واده دې د ورور چې داسې ړنګه بنګه په ناز ادا را اورې یه مستې سپینې واورې! ته به زړګی نه لرې ته به میینه نه یې ته به لالی نه لرې ته به څه غم نه لرې ته به…

غزل

رپ رپ اورمه له تانه موسیقي ستا په سترګو کې جانانه موسیقي ستا له رګ رګ نه راګونه زده کوم د زړګي درزا دې ګرانه موسیقي زه دې عشق داسې سندره کړم اشنا چې راګوري اوس حیرانه موسیقي د غزل هره مصرع مې نڅوي غږوي مې زړه کې ځوانه موسیقي سره پلو…

د یلدا شپه

لکه زما زلفې اوږده، د یلدا شپه لڼډه داچې اوږده، ده، د یلدا شپه زه به تېره کړم رڼه، د یلدا شپه زه به غېږ کې کړم ویده، د یلدا شپه ته پوهېږې تللیه ستا له تګ نه پس زما له پاره هره شپه، د یلدا شپهٍ د تودې غېږې ارمان دې اغوندم یاره ډېره…

میین منی

سږنی منی، په ما میین دی سږنی منی، د عشق ګلشن دی سږنی منی، عجیبه خوږ دی سږنی منی، لکه وطن دی سږنی منی، بيخي بل شان دی سږنی منی، سخ مهربان دی سږنی منی، لکه جانان دی سږنی منی، زما ارمان دی سږنی منی، په ما میین دی سږنی منی، د عشق…

منی

د نوي مني لمړی باران دی آسمان خپه دی زړګی یې وران دی تېر پسرلی یې په زړه ارمان دی چې څنګه تېر شو او اوس خزان دی آسمان خپه دی آسمان راګوري آسمان حیران دی آسمان خپه دی لکه زما زړه، مات او ناهیلی آسمان خپه دی لکه زما روح،…

عذاب

که ممکنه وي راستون شه که مې غږ اورې نارې درته وهمه! هی چې ته کومه ورځ لاړې ورځې تاسره جوړه لاړې زړګيه مستۍ لاړې هستۍ لاړې د رنګونو سيالۍ لاړۍ زه او شپه شوو سره پاتې ستا له تګ وروسته بیا هېڅ سهار رانه غی بیا سندرو د چڼچڼو…

غزل

وې جنګ دې ومري،اخ زه ستا د سترګو جنګ پسې مرم تا پسې مرمه، ستا د مینې، مَی او بنګ پسې مرم که شمال کړي په ما احسان، نو وږم ستا دې راوړي زه نه ګلاب پسې مرم، نه په تور لونګ پسې مرم ما دې له غیږې نه قربان کړل جنتونه عدن زه د آدم لور یمه،…