ارمان

آمنه فنا

491
کاشکې شعر مې
لکه ستا لمرین نظر وای
ځلېدونکی
موسېدونکی
توری توری یې
ستا دوو ګور ګورو سترګو
غوندې خوږ وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا بې جوړې حسن
زه یې روغه لېونۍ وای
ستا د روح په لمن
اوښکه اوښکه توی وای
لکه حس د میینتوب وای
کاشکې شعر مې
وږم ستا د غیږ لرلی
ستا د ګل مخ،
ستا د ټڼډې،
د خولو په شبنم لوند وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا سمندر زړه وای
موسیقي یې
لکه ستا د زړه درزا وای
په رګ رګ کې یې روانه
د خوږې مینې رڼا وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا لمړی دیدن وای
کیفیت یې
نا آشنا وای
لکه ستا پسته اروا وای
روح او زړه مې ورمیین وای
کاشکې شعر مې
لکه ستا کوثري غږ وای
ما په لپو لپو څښلی
سپېره خیال کې مې
جنت راټوکېدلی
کاشکې شعر مې
لکه ستا تاوده لاسونه
له کنګل وجود نه تاو وای
زه یې غیږ کې
له پاڼه رپېدلی
کاشکې شعر مې
لکه ستا غرقې مچکې
ستا خبرې مرغلرې
زما غاړه کې امېل وای
خوشبويي یې د لونګو
له ټټر زما ختلی
کاشکې شعر مې
کاشکې شعر مې
لکه ته وای ته وای ته وای
او میین پرې زما زړه وای

***************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.