رڼې هیلې

آمنه فنا

512
نوره نه غواړم زړګيه
د تیارې کوټې په کونج کې
غلې ملې ګنهګارې غوندې کښېنم
دېوالو سره وژاړم
تور ټیکری مې هدیره وي
د شهیدو سپینو اوښکو
نوره نه غواړم زړګيه
د وطن د مرغۍ ځاله مې شي ړنګه
یا یې څوک په مېږتون باندې پښه کېږدي
د جګړې وحشي طوفان مو
سره ګلونه را خزان کړي
بلبلان ترېنه روان کړي
نوره نه غواړم زړګیه
چې رڼې هیلې مې وژني
تور قاتل ته یې موسکۍ شمه له ډاره
یا هم ودرېږم
یا یو قدم په شا شم
زما ډېر مزل په مخکې
هسې نه چې وارخطا شم
ژوند مې ورغوځي له لاسه
ماته ماته شم فنا شم
غواړم بېرته راژوندۍشم
غواړم والوزم مرغۍ شم
وزر ووهم په دنګو دنګو غرونو
ننداره وکړم د ټولو ښايستونو
نغمې ووایم د عشق د کیفیتونو
غواړم بېرته زړه ودان کړم
جوړ په مینه مینه مینه
خپل شیرین افغانستان کړم

 

—————————————————————————————————–

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.