Browsing Tag

عبدالوحيد وحيد

د ټکر تګلاره او که د ګډو ملي ګټو لپاره ګډ کار؟

د  ژور خپګان ځاى دى چې موږ د سياسي موخو لپاره له تېرو پنځو لسيزو راهيسې په يو بل باندې د ملحد باغي ترهګر واجب القتل او مباح الدم  فتواو او تورونو لګولو، د يو بل وژلو او له هېواد څخه د شړلو  تباه کوونکو رنځونو څومره  راښکته کړو او د افغان…

په جنتي خاوره کې دوزخي سياستونه

افغان ولس هم لکه د نړئ د نورو ملتونو په شان د ارام، سوله ييز او هوسا ژوند حق لري. د دغه ملت بچيان هم د نورو هيوادونو د ماشومانو غوندي د لوبو او له هر ډول فزيکي او اروايي ګواښ څخه په پاکه فضا کې د ساه اخيستلو او لوبو کولو مستحق دي. زموږ…

زموږ په سياست کې د عصبيت او افراطیت ويروسونه 

له تېرو څو لسیزو راهیسې  سترو بدلونونو او ناورينونو  ته په ملي کچه زموږ د غبرګون له نه ښودلو څخه داسې ښکاري چې  ټولنيز بدن مو يقيناً د افراطي او تجارتي سياستونو ويروسونو ځپلى دى.  د مصلحتونو تر عنوان لاندې د وحشتونو ښکار يو.…

په ارزښتناکه خزانه او مهمه جغرافيه پروت، خو بېوزله ولس

په داسې حال کې چې افغانستان د څو تريليونه دالرو ارزښتناکه خزانه په خپله سينه کې لري، د انرژى لپاره وږي سويلي اسيا او د انرژي په برخه کې د بډایه مرکزي اسیا د هيوادونو ترمنځ پروت دى، خو دغه هېواد لاهم د لسیزو جګړو، فساد، په ولس کې د سياسي…

 دين، تمدن او نفسياتي انتقام

د دین او تمدن ترمنځ اړیکه یو له مهمو تاریخي او ټولنیزو مسئلو څخه ده. دین د هغو لارښوونو مجموعه ده چې د انسان د معنوي اړخ له په نښه کولو سربیره، د هغه د ژوند د بدلون اړخ هم ته بنسټیز لاره هواروي او د بشپړتیا په لور د انساني حرکت مرکزي تګلاره…

له افغانستان سره نړيوالې نغدي مرستې د ستاينې وړ دي

شک نشته چې د تېر نظام د نسکورېدو په اړوند نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا دومره سترې غلطيانې وکړي چې اوس يې په خپله هم په مديريت کولو کې ناکام دي.  د دوحې د خبرو له پيل څخه امریکايي مذاکراتي پلاوي مشر په څرګند ډول ټولو کورنيو…

د جدې شپږمه او زموږ په هيواد کې روان ناورين

هو! د جدې شپږمه وه. يو چوپ چاپ ماښام وه. دشوروي ځواکونه افغانستان ته د آمو سيند په سينه را تيريدل او  آمو يې ننداره کوله.  کارمل د تاشکند له راديو د امين د رژيم پاى او د افغان شوروي دوستئ د نوې دورې چيغې پورته کړي. په لس ګونو زره شوروي…

که د سمون مخه نيسو، نو د وخت جبر به مو مات کړي 

زموږ په هیواد کې په نړيواله کچه د یوه متمدن او معاصر نظام د جوړولو لومړنۍ منظمه هڅه د شلمې پیړۍ په لومړیو کې د غازي امان الله لخوا وشوه. نوموړى يو وطندوست زړور او شجاع مشر وو. غوښتل يې چې په افغانستان کې د لوديځې اروپا حکومتي موډل د روڼ…

سقوط د پلان برخه وه که د انساني سهوو ډراماتيکه پايله؟

د سیګار لخوا چمتو شوی رسمي راپور چې څو ورځې وړاندې خپور شو ډيرى واقعيتونه بربنډ کړي دي. لنډيز يې دادى چې؛ پخوانی ولسمشر اشرف غني او د نوموړي  حکومت  په سمه توګه له افغانستان څخه د متحده ایالاتو د ځواکونو د وتلو د ارادې په درک کولو کې پاتې…

افغانستان شخصي مېلمستون او لابراتوار نه، بلکې يو هيواد دى

نزدې نيمه پېړۍ کيږي چې افغانستان د څلويښتو مليونه وګړو د داسې ګډ کور په توګه نه مديريت کيږي چې حکومت يې د حکمراني کولو پرځاى  ولس ته ځواب ورکوونکى وي، د شخصي ګټو پرځاى ملي ګټو ته لومړيتوب ورکړي، سرې او شنې کرښې ولري، بلکې کله يرغلګر او…