د جدې شپږمه او زموږ په هيواد کې روان ناورين

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد 

1,175

هو! د جدې شپږمه وه. يو چوپ چاپ ماښام وه. دشوروي ځواکونه افغانستان ته د آمو سيند په سينه را تيريدل او  آمو يې ننداره کوله.  کارمل د تاشکند له راديو د امين د رژيم پاى او د افغان شوروي دوستئ د نوې دورې چيغې پورته کړي.
په لس ګونو زره شوروي عسکرو ځوږ جوړ کړ. سلګونه بمبارد الوتکې او جنګي څرخکې راغلي. ټانکونه وغړمبېدل، بمونه وغورځېدل، سکډ او لونا وغوريدل او مرمئ وشغېدې. کورونه کنډواله، کلي ړنګ شول او ملت قرباني ورکوله. د ايثار قرباني او فداکاري د خورا لوړې بيې ورکولو وروسته د يوې داسې ورځې شاهدان هم يو چې پرمختللو وسلو او د نړئ ټولو ځواکمن لښکر د ايمان په وړاندې ماته وخوړه او د شوروي ځواکونو  وروستى جنرال د حيرتانو پر پله اوښته، خو شاته يې نه کتل او له ځان سره يې هغو ټولو مشرانو ته ښکنځل کول، چې دلته يې ځواکونه رالېږلي وو

مونږ منو چې له روسانو وروسته نورو هم بمونه په لا ډیر وحشت وکارول،  خو دا باید هير نه کړو نه  چې دا کیسه په افغانستان باندې د شوروي له یرغل څخه وروسته پیل شوه.

  هغه څه چې مو له يرغلونو څخه زده کړل داده چې هیڅ ډول عسکري ځواک او زور د ولس  اراده نشي ماتولاى. نظامي ځواکونه  د ملت زور ته د تسليمي سرونه ښکته کوي، په زور کلي نه کیږي، د توپک په ماشه کې بريا نشته. واک ته د رسيدو لپاره يوازنئ مشروع معقوله او د عمل لاره د ولس اراده ده. په يوه ګډ هېواد کې په ګډه د ګډ ژوند کولو، ګډ اوسيدلو او په سوله کې له نورو خلکو سره د متقابل درنښت په فضا کې د ژوند کولو هنر زده کول وياړ ده.

هغه خلک يوه ورځ يوازې پاتې کېږي چي د يرغلګرو په څنګ کي دريدلي وي. افغانستان د متجاوزينو او تيري کونکو هديره ده. د نړئ ډیر ستر ځواکونه دلته مات شوي دي. بالاخره د هغو خلکو سرونه به ښکته وي چې د واک ترلاسه کولو لپاره يې د افغان سينه سورئ کړه، افغانه مورکئ يې بوره کړه، د افغانې خورکئ اوربل يې وران کړ او د افغان بچيان يې يتيمان کړل.

د افغانستان خلک ټول مسلمانان دي، او په دې هيواد کې يوازې اسلامي نظام د افغانانو لپاره د منلو وړ ده. همدغه غيور ملت و چې انګليسى استعمار يې مات او د شوروي امپراتوري يې ونړوله.  دا دې اوس د امريکا هم  له افغانستان څخه خپله ګډه بار کړه. مګر داهم باید هير نکړو چې افغانان يو ښاد، اباد،  ودان، پرختللى،  خپلواک، له ځمکنئ او سياسي بشپړتيا برخمن افغانستان  غواړي چې لا يې هم نلرو.

مونږ د خپل ملت په کلک ايمان مضبوطه اراده او پياوړي عزم باور لرو چې هر وخت او زمان کې يې د پرديو د بربنډ تيري په وړاندي خپله سينه سپر کړې ده او له زياتو قربانيو وروسته يې پردي شړلي دي، خو متاسفانه د تاريخ په سينه کې خوندي د پرديو له شړلو وروسته د خپواک نظام په جوړولو او خپلمینځي جګړو پاڼې  زمونږ وياړونه او برم ننګوي.

مونږ ډيرو پرديو وغولولو. ډيرو وخوړو، ډيرو راباندې تر منزله ځانونه ورسول. شوروي ټوټې ټوټې شو. د برلين ديوال ونړيده. د لينن مجسمې ماتې شوى. د مرکزي اسيا مسلمان ميشتي هيوادونه ازاد شول. امريکا سړه جګړه وګټله. پاکستان له سانډويچ کيدو وژغورل شو. مګر مونږ لاهم خپلې موخې تر لاسه نه کړې. د واک د حرص په تنور کې سوځو.  د نړيوالو له نظره ښکته پريوتو.

په پرديو هيوادونو کې له محروميتونو مجبوريتونو او محکوميتونو ډک ژوند مو هډوکي وراسته کړل. پرديو زمونږ له مجبوريت او مظلوميت څخه ناوړه ګټه پورته کړه. له دوه نيم مليونه څخه د زياتو انسانانو قرباني مو ورکړه. شوروى مو مات او امریکا مو مو وشړله، مونږ هدف ته له رسيدو وړاندي د ګوړو په خوږو زهرو ووژل شوو، مونږ د ځينو تش په نامه  مشرانو د واک غوښتنې  ناروا او وحشي کورنیو جګړو له امله ناهيلي شوو او د هيلو غوټئ مو له سپړيدو وړاندې ګلئ ووهلې

د شهيدانو د ارمانونه مو نيمګړي پاتې شول. مونږ له جګړو څخه ستړي شوي يو. مونږ د افغان په لاس د افغان د وژلو لوبې ستړي کړي يو. مونږ د هېڅ ګاونډي سره د سيالي نه يو، مونږ د نړئ د پرمختګونو په منډه کې پريوتي يو. مونږ د نړيوالو په اوږو بار يو محتاج ملت يو.

مونږ اوس له پرديو سره په معامله, مراوده او خبرو کې هيڅ ډول ستونځه نلرو، خو په خپلمنځي توګه يو بل ته غړمبيږو
شورويانو د څوارلس زره او امريکايانو د دوه نيم زره عسکرو له لاسه ورکولو وروسته په خپلو ناکاميو باندې پوه شول چې د توپک لاره د بريا نه ده، نو مونږ له دوه نيم مليونه څخه د زياتو افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.

د نظامي يرغل په وړاندې مو د مبارزې څلي هسک ولاړ دي او پرديو ته په ماتې ورکولو مو د تاريخ پاڼې ګواهي ورکوي، خو راځئ نن هوډ وکړو چې نور د کورنیو جګړو، فقر بيوزلي فساد غصب او ظلم په وړاندې د مبارزې نوئ څپرکئ هم پرانيزو.

ولس مو د فقر تر کچې لاندي ژوند کوى. معياري روغتونونه معياري ښوونځي معياري پوهنتونونه او نورې اسانتياوې نه لرو. خپل وروڼه د غلام، مرتد، ترهګر، اجیر،ګوډاګی  او وطن پلورونکی په القابو یادوو. زمونږ هیواد دنړئ دفاسدو هیوادونو په سر کی ځای لری. غلام  نه لکئ لری او نه هم ښکرونه! نن سبا احتياج فقر او بېوزلي غلامي ده.

راځئ ومنو، چې مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی. راځئ له يو بل څخه بښنه وغواړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.