له افغانستان سره نړيوالې نغدي مرستې د ستاينې وړ دي

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

966

شک نشته چې د تېر نظام د نسکورېدو په اړوند نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول امریکا دومره سترې غلطيانې وکړي چې اوس يې په خپله هم په مديريت کولو کې ناکام دي.  د دوحې د خبرو له پيل څخه امریکايي مذاکراتي پلاوي مشر په څرګند ډول ټولو کورنيو او بهرنيو اړخونو ته دوکه ورکړه.

ممکن د افغانستان نننى بوږنوونکي وضعیت د امریکايانو لخوا له جګړو کولو پرته د طالبانو د ناکامول، په افغانستان کې د هغوى د بدنامول او خپل شتون ته په متفاوته ارزانه او اسانه بڼه تحقق ورکول د دغه هېواد د B پلان برخه او يا هم کيداى روان ترينګلى حالت د انساني اشتباهاتو بېلګه وي، خو دا باید ومنو چې د طالبانو د حکومت له رامنځته کيدو وروسته د نړيوالو لخوا له طالبانو سره د تعامل ترعنوان لاندې کړنې او له افغان ولس سره د بشري مرستو لړئ  تر ډيره حده  د قناعت وړ ده.

زموږ سياستوال هروخت د خپلو ناکامو تګلارو په تړاو پردي پړه ګڼي او همدغه شعارونه موږ هم ورسره بدرګه کوو. زه دا هم منم چې د امریکا تاريخ له نورو هېوادونو او خپلو ملګرو سره د ژمنو له ماتولو، دوکو کولو او دوه مخو تګلارو څخه ډک دى، خو پوښتنه داده چې له امریکا سره د نزدې اړيکو له درلودلو سره سره زموږ د هغه مهال ارګ ميشتي او طالب مشران ولې د امریکا د ممکنه پلانونو په تړاو هيڅ علم نه درلوده، ولې يې د خپلو وړتیاوو د نشتوالي په هکله ارزونه ونشوه کړاى او ولې يې له اوسني بحراني حالت د مخنیوي په تړاو ګامونه پورته نشواى کړاى؟

د غني او طالبانو په شمول زموږ په ولس باندې د واکمن کيدو ټول شوقيان او مجنونان کله هم چې واک له لاسه ورکړي او له ارګ څخه ووزي، نو څوک د اسلامي نظام، ځينې له خاورې څخه د دفاع، څوک د قوم د حقونو او څوک هم د شيعه او سني کارت وباسي او ولس ته چيغې کړي چې هلئ ستاسو ټولو حقونو مقدساتو، ژوند او شتون ته خطر دى. که مو جګړه ونکړه، نو تباهي مو انتظار کوي. جګړه اړينه ده او د حاکمې ډلې د نسکورولو په مبارزه کې قربانى ورکوونکي اشخاص به اتلان وي او سيده به جنت ته ځي. د افسوس ځاى دادى چې دغه مشران د ځان او اولاد لپاره قطعاً جګړو ته د تللو اتلولي نه خوښوي او جنت نه ورته غواړي.

متاسفانه چې د پوهې د کچې د ښکته والي له امله زموږ ولس د څيړنو او ګروېږنو وړتیا نه لري او په ړوند تقليد پسې روان شي. کله هم د جګړو له مشرانو څخه د پوښتنې جرئت نه کوي چې د هغوى زامن ولې د دغې سپيڅلي جګړې ډګر ته نه استول کېږي. يا هم ورڅخه د هغوى د پانګې او له عيش او عشرت څخه ډک ژوند په تړاو د عائداتي سرچينو پوښتنه وکړي.

د تيرو څو لسيزو بدلونو او اوښتونونو ثابته کړه چې د ډېرى سياسي مشرانو ټوله توجه د واک ترلاسه کولو، واک ټينګولو، پراخولو او د شخصي ګټو په ترلاسه کولو باندې را څرخيږي او د خپلو ناکاميو په تړاو نورو ته د پړې ګوته نيولو باندي ځانته برائت ورکوي. په جګړو کې يوازې ملت قرباني ورکوي، بچيان يې وژل کيږي کورونه يې نړول کيږي، د مظلوميت او مجبوريت ژوند تېروي.

د اوسنيو ستونځو په د لامل او عامل په توګه د پرديو په پرتله په خپله د نظام د زمامدارانو او د طالبانو رول له دې امله پياوړى وو چې ارګ ځمکني واقعيتونه نه درک کول، د خپلو نيمګړتياو په تړاو يې د مفروضو پربنسټ محاسبې کولې او طالبان د ناتو د ماتولو احساساتي اړخ ليونيان کړي وو. د نظام جوړولو په هکله يې د خپلو وړتیاوو په نيمګړتيا کله هم فکر نه کاوه. اوس يو اړخ هم خپله پړه  نه مني، بلکې د خپلو سهوو ارزولو لپاره د خپلو خواخوږو افغانانو وړانديز هم ناوړه کړنه ګڼي. په مطلقاً هوايي اټکلونو او استدلالونو د خپلو کړنو دفاع کوي.

واقعيتونه دادي چې نه پرونيو حاکمانو کابل له نړيدو څخه ژغورلى دى، نه يې د امریکا پلان شنډ کړى دى، نه يې هم د امریکا د پلانونو د شنډولو ظرفیت او جرئت کولاى شو او نه يې هم طالبان د مشروعیت په رنځ اخته کول مطلوب وو، بلکې غوښتل يې چې يا په واک کې پاتې شي او يا هم نظام ونړول شي. طالبانو د نظام د نسکوريدو، د بنسټونو د پاشل کيدو او له هر ډول معيارونو سره په ټکر کې نورو مټکورو تګلارو له امله نه نوى نظام جوړ کړاى شو، نه يې د افغانانو ملاتړ ترلاسه کړاى شو او نه يې هم د نړيوالو مرستو  راجلبولو په هکله خپله وړتیا وښودله.

د نړيوالې ټولنې په بشري مرستو باندي ددې له امله ملاحظه لرو چې  اوږدمهاله اغيزې نه لري خو بايد ومنو چې خپلې تيروتنې يې وارزولې؛ د طالبانو له حکومت سره يې د تعامل ترعنوان لاندې خپل د خبرو لړئ ته دوام  او له افغانانو سره يې لنډمهاله بشري مرستو ته اوږه ورکړه. له زلزله ځپلو او سيلاب ځپلو سره يې مرستې د ستاينې وړ دي.

راځئ فرض کړو چې نړيواله ټولنه د اوسني حکومت د نسکوريدو لپاره خورا لږ وخت ته اړتیا لري او ټول اړين امکانات هم ورته مهيا دي، خو د طالبانو احساساتي مخالفینو ته مخاطب کيږم چې ايا پوهيږئ چې د اوسني نظام له نسکورېدو وروسته به څه پېښېږي او ايا اوس له طالبانو څخه ښه بديل شتون لري؟

د نړیوالې ټولنې نغدي مرسته سپين چيک نه ده چې طالبان هر ډول چې يې زړه وغواړي تصرف پکې کولاى شي. دغه مرسته د يوه ځانګړي ميکانيزم په کارولو يوه خصوصي بانک ته حواله کيږي او همدغه خصوصي بانک يې له پخوا څخه د ترتیب شوي پلان له مخې د وېش دنده ترسره کوي. زه نه ردوم چې طالبان به له دغو نغدو مرستو څخه هيڅ ګټه نشي ترلاسه کولاى، خو په عمومى توګه دا مرستې د  افغانستان اقتصادي برخې ته د اکسیجن حيثيت لري.

د افغانستان د خصوصي سکتور بانکي سیستم يې له سکوټې نسکوريدو څخه تر اوسه پورې ژغورلي دى. شخصي بانکي حساب درلودونکي لکونه افغانان له خپلو بانکي حسابونو څخه هره اونۍ شل زره افغانۍ او يا هم دوه سوه دالر د همدغو نړيوالو نغدي مرستو له امله ترلاسه کولاى شي. مرستندویه مؤسسې خپلو لسګونو زره کار کوونکو ته له همدغو پيسو څخه معاشات ورکوي. له فقر لوږې وچکالي زلزلو او سيلابونو ځپلي ولس سره له همدغو نغدو پيسو څخه د خوراکي او نورو اړينو توکو مرسته کيږي.

له طالبانو سره د مخالفت له امله د نړيوالې ټولنې د نغدي مرستو مخالفت کوونکي افغانان  له طالبانو سره د دښمني له امله د تعصب سرطاني ويروس ړانده کړي دي، يا هم د علم، احساس او ويښ وجدان د نشتون له ستونځې سره مخ دي او د طالبانو د حکومت د کمزوري کولو لپاره افغانان نور هم د فقر او لوږې ګرداب ته غورځوي، خو خپل فاميلونه يې بهر ته ايستلي او ښه د لوړې کچې ژوند لري.

د پخوانۍ کورنۍ جګړې بدنام عاملين او ځينې نور ساده افغانان د طالبانو د نظام د نسکوريدو په هيله خپل مظلوم ولس هم قرباني کوي. به تېره شل کلنه دوره کې په حکومت د مقاومت جعلي اتلانو برخه غوښنه، د انصاف او عدالت له ټولو معيارونو سره په ټکر کې وه. جنګي ماشين هم له هغوى سره وو خو بيا هم وتښتېدل. اوس به د سالم وجدان خاوندان څنګه او ولې د هغوى د بيا جګړې کولو غږ ته تيار او په طالبانو باندې د هغوى بريا  ته هيله مند شي؟

 

////////////////////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.