دين، تمدن او نفسياتي انتقام

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

1,196

د دین او تمدن ترمنځ اړیکه یو له مهمو تاریخي او ټولنیزو مسئلو څخه ده. دین د هغو لارښوونو مجموعه ده چې د انسان د معنوي اړخ له په نښه کولو سربیره، د هغه د ژوند د بدلون اړخ هم ته بنسټیز لاره هواروي او د بشپړتیا په لور د انساني حرکت مرکزي تګلاره ټاکي.  انسان خپلې دندې او حقونه د يوه ځانګړي بصيرت په مرسته او له دين څخه د درک درلودلو پربنسټ پېژني.

تمدن د ژوند یوه ځانګړې بڼه ده.  د وخت له غوښتنو او اړتیاوو سره سمون او بدلون مومي.  کله چې  وخت بدليږي او انساني اړتیاوې لوړيږي، نو نوې پوښتنې او غوښتنې رامنځته کيږي، د نويو نوښتونو  اړتیا احساس کيږي او په پایله کې یو بل تمدن رامنځته کيږي ځکه چې د انسان د وجود هوساينه نور د ژوند په موجوده ځانګړې طریقه کې ځان نشي ځايولاى

په علمي کچه د يوې پرمختللي ټولنې په منځکې ژوند کول او د همدغې ټولنې له چلن کړو وړو، اخلاقو او دودونو سره عادت کول، په اقتصادي چارو کې دقت نظم او هوښیارتیا، سیاسي شاخصونه درلودل، اخلاقي دودونه او د علم  د پرمختګ په لاره کې لاسته راوړنو ته تمدن ويلاى شو.

په هر صورت په انساني ټولنه کې د دواړو خواوو ترمنځ ټکر نه، بلکې نزدې اړيکې ساتل او انډول رامنځته کول د ژوند د  معنوي او مادي اړخونو د دوام لپاره د اکسیجن حيثيت لري. اساسي خبره داده چې په فردي او ټولنيزه توګه د ثبات، سولې، پرمختګونو او نظم د رامنځته کيدو په موخه د معنوي او مادي رنځونو د درملنې لپاره که د وخت له غوښتنو سره سم مسلکي روزل شويو افرادو ته د درملنې دندې نه سپارل کېږي، نو حتما د معنويت او ماديت ترمنځ انډول له منځه ځي، په ټولنه کې شته رنځونه سرطاني ريښې جوړوي او د ټولنې د پاشل کيدو لامل ګرزي.

که احياناً د  معنويت برخه برلاسه کيږي، نو له انسان څخه منصور جوړيږي. د انا الحق” چيغه پورته کوي او که د ماديت تله درنه شي، نو له انسان څخه قارون جوړيږي چې وجود يې په هيڅ صورت کې ټولنې ته ګټه نه لري.

په تاریخي ډول په هره ټولنه کې داسې ډلې شته چې په خپل عملي ژوند کې پرمختګونه غواړي خو ددې مطلب قطعاً دا نه دى چې هغوى دین پریږدي.  دا خلک د اعتدال لاره نيسي او نوښتونو ته په دين کې لاره لټوي. د ماديت او معنويت ترمنځ انډول رامنځته کوي او ژوند ته دوام ورکوي.

د اسلام اصلی قوت د هغه په ​​رښتینولي باندي د مسلمانانو  باور د تذبذب او تزلزل له کچې څخه د بشپړ يقين تر کچې پورې لوړولو او زړونو ته د ننوتلو له لارې د انساني ټولنو له مديريت کولو څخه سرچینه اخلي او غوره حکومتولي هغه ده چې حاکم د ديني لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره مسجد او يا هم د ديني عالم کور ته ورشي. ستونځه هغه مهال رامنځته کيږي چې د ځينو ديني کړيو د مټکور ذهنيت او په پرله پسي ډول د نويو ساينسي پرمختګونو ترمنځ ټکر ته د غبرګون له امله په انسانانو کې د مادياتو اړخ پياوړى شي او نتیجتاً د ټولنيزو ارزښتونو له منځه تلو ته لاره هواره شي.

که دين د سياسي ډلو ټپلو لخوا د خپلو ګټو او واک ترلاسه کولو لپاره وکارول شي، نو ناورين زېږوي، ځکه چې حاکم ته د خپلو اعمالو د توجیه کولو په موخه له دين څخه د خپلې خوښې د فتوا ترلاسه کولو کې هيڅ ستونځه نه پېښېږي. که د ديني برخې او معاصرې حکومتولي  ترمنځ اړين انډول له منځه ځي او ديني ډلې د حکومتولي مسئوليت هم په غاړه اخلي، نو د معنوي رنځونو معالج ته له خپلې دندې سربېره د مادي رنځونو د درملنې دنده هم سپارل کېږي، د واک ساتلو په حرص او د مادي امتیازاتو په ترلاسه کولو باندې معتاد ګرزي،  یو مطلق العنان ناکام نظام رامنځته کيږي چې په بالقوه توګه په دين باندي د ټولنې باور ته زيان اړوي، تخلیقي انرژي يې له منځه وړي او ټولنه د رکود خواته ځي.

زموږ په ټولنه کي د معنويت او ماديت ترمنځ  د ټکر په نسبت د يوه او بل د کړنو په وړاندي د مقابل لوري افراطي غبرګون ستره ستونځه ده. که له ديني علماو سره د پرونيو ارګ مېشتو دښمنانه چلن او د نننۍ حکومت امپراتورانه ديکتاتوري ترمنځ د مشترکاتو په لټون پسې هڅه وکړو نو وينو چې د پخوانیو او نننيو ارګ مېشتو ترمنځ يو د بل په وړاندې افراطي غبرګون د اشتراک نکته جوړوي. پرونيو ارګ ميشتو له ديني ټولنو سره په جفا کولو کې افراط کاوه او د ارګ ننني مينان د دين له ادرس څخه له دين سره د افراطي اړخ نيولو له امله جفا کوي. بله نکته د دواړو خواوو ترمنځ د يو بل په مسئوليتونو باندې خيټه اچول  او د مقابل لوري د حذف او نفى کولو تګلاره جوړوي.

که د کلتورونو د ټکر په تړاو ارزونه او څيړنه پيل کړو نو داسې ښکاري چې دا ځل د معمول خلاف کليوالي کلتور ته په ښاري تمدن باندي د دين له ملاتړ سره يوځاى د حاکميت چانس لاس ته ورغلى دى. اوسنى نظام د لسيزو وړاندي کليوالي دود ته ورته دى چې د يويشتمې پيړئ د معلوماتي تيکنالوژي په معاصر وخت کې په ښاري ټولنه باندي تطبيق کيږي. همدا لامل دى چې په کليوالي سيمو کې د ښاري خلکو په نسبت د وروستيو مټکورو امرونو په وړاندې غبرګون نرم دى.

که د نفسياتي انتقام اړخ  راوسپړو او د ځينو انسانانو لخوا په ماضي کې د خپلو محرومیتونو له امله د لاعلمي په حالت کې د خپل محرومیت د غچ اخیستو فلسفه راڅيړو، نو داسې ښکاري چې کله کله چارواکي پرته له دي چې د خپل چلن په افراطي اړخ پوه شي، د خپلو ناوړه کړنو له امله د راتلونکي نسل عقيدوي ستونځې درک کړي، د هيواد تياره راتلونکي په نظر کې ونيسي، د خپل ولس اړتیاوې وسنجوي، له نړۍ سره د سيالي په کولو فکر وکړي, تر ټولو مهمه دا چې د خپلو کړنو لپاره په کور دننه او د اسلامي امت له علماو څخه د مشروعیت هڅه وکړي،  په ښاري تمدن او د معاصرو ښوونيزو بنسټونو ښځينه زده کوونکو  په وړاندې نفسياتي انتقامي کړنو ته په نورو نومونو دوام ورکوي. دا هغه کړنې دي چې له هيڅ ډول موازينو سره سمون نه خوري

که له پورتنیو ستونځو څخه د تل لپاره د نجات هيله لرو، نو په خپلو فکرونو، کړنو، ارزونو او چلندونو کې به بدلون راوړو.  د ناستو غونډو سيمينارونو او ورکشاپونو له لارې به معلوموو چې په تيرو پنځو لسيزو کې له استثنا پرته موږ ټول ولې دداسې نظام په جوړولو کې ناکام يو چې اسلامي هم وي، اهليت معيار هم په پام کې نيول شوى وي، ملي مشارکت هم پکې تمثيل شوى وي، واک ترلاسه کولو ته متفقه ميکانيزم او ټول منلى اساسي قانون ولرو؟

موږ د زده کړو په برخه سترې ننګونې په مخکې لرو او ټول افغانان د زده کړو لپاره د هيواد د پرېښودو امکانات هم نه لري. موږ کولاى شو له اوسني بن بست څخه د وتلو لپاره سوله ايزې مسلسلې مبارزې ته په هوډمنتوب له اړونده نړيوالو ادارو او د لوړو زده کړو له نړيوالو مؤسساتو سره د هرې ممکنه لارې په کارولو د ښوونځيو او پوهنتونونو په کچه د وړيا انلاين  سيستم د رامنځته کولو لپاره مبارزه وکړو. البته دغه نوښت همغږي ملاتړ او ريښتونې هېوادنۍ مينې ته اړتیا لري.

 

//////////////////////////////////////////////////////////

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.