د ټکر تګلاره او که د ګډو ملي ګټو لپاره ګډ کار؟

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

881

د  ژور خپګان ځاى دى چې موږ د سياسي موخو لپاره له تېرو پنځو لسيزو راهيسې په يو بل باندې د ملحد باغي ترهګر واجب القتل او مباح الدم  فتواو او تورونو لګولو، د يو بل وژلو او له هېواد څخه د شړلو  تباه کوونکو رنځونو څومره  راښکته کړو او د افغان حيثيت يې څومره بدنام کړ.

ايا اوس موږ دومره علمي وړتیا او ظرفیت لرو ترڅو يوه ارزونه وکړو چې له تېرو پنځو لسيزو راهيسې نړۍ د پرمختګونو او د کائناتو د تسخير منزل ته څومره مزلونه ووهل او موږ له دغه کاروان څخه څومره لري، په وچه او سوځوونکي دښته کې وږى تږي، بې ياره او مددګاره پاتې يو. ايا دا به سم دريز وي چې د اوسني وخيم وضعیت له امله يوازې خپل ځان د ښه مسلمان په توګه معرفي کړو او نور ټول اسلامي هېوادونه د کفارو متحدين وګڼو؟ ايا زموږ مشران به زموږ د اوسني ټکني او ستونځمن حالت په تړاو له پړې څخه د برائت سند ترلاسه کړاى شي؟

موږ د مختلفو لاملونو پر اساس چې پردي يرغلونه، کورنۍ جګړې او زموږ ټولنيزه علمي کمزورتیا يې عمده لاملونه ګڼلاى شو، د يويشتمې پيړئ  له چټک پرمختګ سره ځانونه عيار

نکړاى شول. طبيعي خبره ده چې موږ د نړيوالې ټولنې يوه برخه يو او د نړيوالې ټولنې د پرمختګونو له کاروان څخه پاتې کيدل زموږ د يوه ويښ، ملت  او ابرومند قوم دعوه له سختو ننګونو سره مخ کوي.  اسلام په هيڅ ډول د ساينسي علومو د زده کړو انساني پرمختګونو او  د مشترکاتو پربنسټ د يوې پرمختللي نړيوالې ټولنې د رامنځته کولو په هکله نه يوازي مخالفت نه کوي بلکې په مسلمانانو باندې پرمختګونو ته د لاسرسي پيدا کولو لپاره سپارښتنه کوي. په دغه تړاو ستونځه اسلام نه، بلکې په علمي کچه زموږ په وروسته پاتې ټولنه باندې د مسلطو ځينو ډلو مټکور ذهنيت او د هغوى د ځان غوښتنې پديدې رامنځته کړي ده.

له نښانو څخه داسې ښکاري چې زموږ په هېواد کې له سياست څخه د دين رول ختمول او د راتلونکي نسل د عقيدوي اړخ کمزورى کول هغه عجیبه او غريبه پروژه ده چې موخو ته د رسيدو پروسه يې اجراییوي  مراحل شاته پريږدي. له  لګښتونو، ننګونو او له ستونځو پرته يې د اسلامي نظام د پلويانو لخوا د لاعلمي په حال کې د عملي کولو چارې پرمخ وړل کيږي او له بده مرغه د بشپړتیا په وروستيو پړاوونو کې قرار لري. باید ومنو چې ددغه نوښت پايلې موږ ته د ديني تړاوونو په برخه کې ستر زيانونه رامنځته کوي او زموږ پياوړى ديني اړخ کمزورى کوي خو متاسفانه زموږ واکمن دغه ستونځه بابيزه خبرې، د دښمن تبليغات ګڼي او د شونتیا کچې ته يې له صفر سره ضرب ورکوي.

 په دغه ستونځه هغه خلک ښه پوهيږي چې د معلوماتي تيکنالوژي اوسني چټک دور کې اوسنيو ناخوالو ته د غبرګون په توګه دوه درې لسیزې وروسته زموږ په ټولنيز ذهنيت  کې د بدلون د اټکل کولو او د راتلونکي نسل د فکري لومړيتوبونو د انځور کولو وړتیا ولري. البته دغه ډله په هېواد کې دننه څوک د مصلحت تر عنوان لاندې چوپه خوله پاتې دي، څوک د نامناسب چاپيریال په بانه خبره نه کوي، څوک د نامصئون صورت حال له امله او څوک هم د خپلو دولتي امتیازاتو د لاسه ورکولو له وېرې غږ نه پورته کوي او په هغو خلکو باندي د ولسي باور کچه خورا ټيټه ده چې له بهرنیو هیوادونو څخه  په هيواد کې د روان ناورين د له منځه وړلو په برخه کې د مبارزې خبرې کوي.

افغانستان زموږ کور او موږ پکې ژوند کوو. موږ ټول په دغه کور کې د ګډ راتلونکي په لوري حرکت کوو، خو نن ورځ زموږ کور له سترو ننګونو سره مخ او راتلونکى مو تياره ښکاري . زموږ په هېواد کې ځينې ډلې او اشخاص د تعصباتو هغه اور ته لمن وهي چې له لمبو څخه يې هغوى هم خوندي نشي پاتې کيداى. هغوى د خپلو سياسي موخو لپاره د قومونو ولسونو او پرګنو له احساساتو څخه ګټه پورته کوي او د امتیازاتو په لټون پسې ګرزي؛  دغه خلک هېواد سولې او پرمختګ ته  ګواښونه رامنځته کوي.

افغانې ټولنه  له بې ساري  ازموینو سره مخ ده او افغانان یو ځل بیا د خپل پخواني بريمن حيثيت د بيا ترلاسه کولو لپاره د تاريخي سفر په یوه څلورلارې کې ولاړ دی.  څه ډول هېواد جوړوي؟  ملي ګټو ته يې د ژمنتیا کچه څومره ده؟  د يوبل منلو روحيه پالي او که د تقابل او تصادم ذهنيت لري؟  د مشترکاتو په لټون پسې ګرزي که د انزوا پلوي دى؟  دوه اړخیزې ګټې سنجوي که په يوازې په ځان را څرخيږي؟ د ګډو ګټو د لټون وړتیا لري او که  د نورو نفى کول کار ګڼي؟ له نړۍ او خپل ولس سره د تفاهم لپاره مشترکه ژبه پيدا کولاى شي او که همدغه پړه هم په نورو اچوي؟ د دې پوښتنو ځوابونه نه یوازې د هیواد په ګټو پورې اړه لري، بلکې د ولسونو په راتلونکى هم ټاکي.

راځئ په هېواد کې د پرته ننګونو، په نړۍ کې د روانو پرمختګونو موسمي بدلونونو او د وخت له ننګونو سره د مقابلې لپاره د خطر زنګونو ته غوږ شو او د نوي عصر اړتیاوې په پام کې ونیسو.  په هېواد کې ميشت هيڅ ډله نه شي کولای چې په يوازې توګه له شته او ممکنه راتلونکو ننګونو سره مقابله وکړي . د تاريخ څپې ډيرې پياوړې دي،  څوک د بريا تر پولو رسوي او څوک هم له منځه وړي.  د يويشتمې پيړئ د پرمختګونو له کاروان سره د سيالي کولو لپاره اړينه ده چې د د يو بل منلو،  او د يوې سوکاله او پرمختللي ټولنې جوړولو لپاره خپلې وړتیاوې د يويشتمې پيړئ له توپانونو سره د مقابلې کولو کچې ته کړو.

راځئ د سياست روان بهير ته بدلون ورکړو. د افراط او تفريط څخه د اعتدال لاره ونيسو. د ځان ځاني پرځاى په مشارکت

باندې تمرکز وکړو. پرون مو د ديموکراسي په نوم په غير ديموکراتيک ډول د غرب د خوشحالي لپاره محدود شمېر ښځې په ناروا ډول او غيرقانوني توګه په دولتي امتيازاتو باندي نازولې او نن مو د مټکور ذهنيت درلودونکو  غبرګون وليد چې له مليونونو ښځينه زده کوونکو څخه يې د زده کړو شرعي او قانوني حقونه هم سلب کړ. دغه ته وايي؛ د افراط او تفريط ټولنه.

راځئ د خپل مجبور ولس ژړاګانې فريادونه د هغوى په مرۍ کې د پښو په ايښودلو هڅه نکوو بلکې د هغوى هيلو ته تحقق ورکړو. له نړيوالې ټولنې سره اقلا په خپلو هغو ژمنو باندي وفا وکړو چې منلې مو دي او عملي کولو ته مو ژمنتيا ښودلې ده. د تاوتریخوالي، يکه تازي او د يو بل د نفى کولو ناکامه شاليد ته په کتو د افغانيت په سوله ايزه  روحیه د اسلام د سپيڅلي دين په چوکاټ کې  په ګډه د يوه ازاد اباد ښيرازه پرمختللي افغانستان لپاره کار وکړو، د يوې هوسا او متمدنې افغاني ټولنې په جوړولو کې له نړيوالې ټولنې سره د ګډو ګټو په چوکاټ کې د هغوى د مثبت تعامل په وړاندې ورته غبرګون وښيو.

*****************************************

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.