په ارزښتناکه خزانه او مهمه جغرافيه پروت، خو بېوزله ولس

ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد

1,107

په داسې حال کې چې افغانستان د څو تريليونه دالرو ارزښتناکه خزانه په خپله سينه کې لري، د انرژى لپاره وږي سويلي اسيا او د انرژي په برخه کې د بډایه مرکزي اسیا د هيوادونو ترمنځ پروت دى، خو دغه هېواد لاهم د لسیزو جګړو، فساد، په ولس کې د سياسي نبوغ د کچې ښکته والي او نيمګړې سياسي مشرتابه له امله نه دی توانېدلی له خپلو پراخو اقتصادي سرچینو او خپل ارزښتناک جغرافيايي موقعيت څخه د خپل هېواد د ښيرازه کولو او د خپل ولس د ژوند ښه کولو لپاره ګټه پورته کړي.

موږ د درې تریلیون ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لرو. زموږ هېواد پخوا هم د مسلسلو جګړو او نيمګړي حکومتولي له امله د بېوزله هېوادونو په کتار کې ځاى درلود خو د طالبانو لخوا په زور د ارګ له نيولو وروسته د هغوى د شډلو تګلارو او ژمنو ماتولو له امله  له سختو مالي محدودیتونو سره مخ دی.  بندیزونو د ۹ میلیاردو ډالرو څخه زياته مالي شتمنیو ته زموږ د لاسرسي مخه نيولې ده. هغه کمې نړیوالې مرستې چې لا هم دغه هیواد ته رسېږي د بيکاري او ولسي عوائدو د ښکته کيدو له امله د اړتیا د پوره کولو لپاره خورا کمې دي.

افغانستان په تېرو شلو کلونو کې د نړیوالو مرستو پر مټ ژوندی پاتې شوی هېواد دی.  دغه ولس او هيواد په تېرو څلوېښتو کلونو کې له جګړې، فساد چور غصب زورواکي او جنګسالاري پرته بل څه نه دي ليدلي.

د ټریلیونونو ډالرو په ارزښت د مسو، طلا، صنعتي، فلزاتو لکه لیتیم، قیمتي ډبرې، اوسپنه او کوبالټ معدنونه د راسپړلو په تمه دي.  صنعتي فلزات لکه لیتیم چې د بریښنایی موټرو  د بیټريو ، بریښنایی وسیلو او په زرګونو نورو وسایلو په توليد کې کارول کېږي. دغو موادو ته د اړتیا نړيواله  کچه هم لوړه ده، ځکه چې نړۍ د اقلیم د بدلون سره مبارزه کې پاکې انرژي کارولو ته د لیږد هڅه کوي، خو تعجب دى چې افغانستان ددغو زيرمو له درلودلو سره سره يو بيوزله او نړيوالو مرستو ته محتاج هيواد دى.

له افغانستان سره د بهرنیو نغدي مرستو دوام یوه حساسه موضوع ده. حساسیت يې دادى چې افغان ولس ورته د اکسیجن په څېر اړتیا لري او اړينه هم داوه چې افغانانانو د تاريخ په نننيو حساسو شيبو کې د سياسي دوکاندارانو د معاملاتو په ګرداب کې د نښتي هېواد په هکله اقلاً د اوس لپاره له سياسي مخالفتونو څخه ورهاخوا فکر کړى واى. متاسفانه په بهر کې ميشت ځينې افغانان له طالبانو د مخالفت او له واک څخه د شړل کيدو له امله د په ناسنجول شوې توګه د دغو مرستو مخالفت کوي.

د تش په نامه جمهوريت په مهال د افغانستان د دولتي بودیجې ٨٠٪ له بهرنیو مرستو څخه پوره کېده، خو بيا هم را استول شوې مرستې په حکومت کې دننه د فساد د مافیایي ډلو لاسونو ته ولوېدې. فساد د جمهوريت تر ټولو ستره ستره بدناموونکې ځانګړتیا وه چې په افغانستان کې  لږ پرمختګ شوى دى.

زموږ نننى بد او ستونځمن حالت، زموږ په نصیب، تقدير او قسمت پورې تړل د توجيه او منلو وړ نه ده، بلکې نننى ناورين د امریکا د پروني قيمار او خپلو سياسي دوکاندارانو د بدو معاملو نتيجه ده.  افغانان  تقریبا ټول، خو ډېرى طالبان هم د خپل مشرتابه له هغو تګلارو سره شديد مخالفت کوي چې نه په دين کې ورته مشروعیت موندلاى شي او نه هم په کلتور کې د توجیه وړ دي، خو اکثر طالب چارواکي له پټ مخالفت څخه ورهاخوا  د خپلو امتیازاتو او لوړو پوستونو له امله په زغرده مخالفت نشي کولاى او ولس د نيولو سپکولو له ډاره چوپه خوله پاتې دى.

زموږ له هېواد سره د بشري مرستو کوونکو هېوادونو په سر کې امریکا انګلستان، جرمني او اسيايي پراختيايي بانک قرار لري. چين  د افغانستان په جغرافيه کې د ترانزیتي اسانتیاو رامنځته کولو, دافغانستان د اقتصادي زېرمو د راسپړلو، پروسس کولو او صادرولو په تړاو په لوړه کچه روزل شوى مسلکي ځواک، ښه مارکېټ او دوه اړخیزو ګټو ته د پراختیا ورکولو لپاره لوړ ظرفیت او امکانات لري.

دا به د افغانستان لپاره ښه فرصت وي که د چین د چين-پاکستان په اقتصادي دهلېز (CPEC) کې د افغانستان د شاملېدو پريکړه وکړي. د يو کمربند او يوې لارې پروژه د چين  بله اقتصادي پروژه ده چې بل مسير نيسي او د افغانستان اقتصادي پرمختګ ته لاره پرانیزي. له دې سربېره بیجینګ او طالبان د افغانستان په شمال کې د تېلو د استخراج لپاره یوې نوې موافقې ته رسېدلي دي.  د دغه 25 کلن تړون په اوږدو کې به چين هر کال ستره پانګونه کوي، خو داسې ښکاري چې د بانکي بنديزونو به د پيسو د انتقال مخه بيا هم ونيسي. په هر حالت، دا تړون د طالبانو لپاره په نړیوالو اړیکو کې یو بل مهم پړاو دی، چې ممکن د یوې بهرنۍ ادارې سره د دې ډلې د انرژۍ د استخراج په برخه کې د لومړي ستر مشارکت پيل وي.
د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو له نغدي مرستو څخه د ګټې اخیستنې له تورونو سره سره، نړیواله ټولنه هره اونۍ د افغانستان مرکزي بانک ته له ۴۰ تر ۸۰ میلیونه ډالره د طالبانو تر کنټرول لاندې را استوي. اوسنئ نغدي او د خوراکي توکو نړيوالې  هڅې باید وستايل شي ترڅو د بشري بحران د لا زيات خرابیدو مخه ونیول شي.

البته د ملګرو ملتونو د مستقیمې مشري لاندې پرمختيايي پروژو پيل به د بيکاري فقر بېوزلي کډوالي ګراف راښکته کولاى شي او د سیاسي ناڅرګندتیا په له منځه وړلو کې رغنده رول روبولاى شي، خو په خواشینۍ سره باید ووايو چې د افغانستان وضعیت د ژر ښه کېدو امکان نه په سترګو کيږي او د افغانستان خلک د خپلو او پرديو سياسي ډلو د سياسي معاملو په اور کې سوځي.

افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه کې پروت مهم هېواد دی. د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د پله په توګه  د هر ډول  بین المللي همکارۍ اړينې وړتیاوې لري. دغه هېواد که څه هم کمزوري حکومتولي او په فساد کې ښکېل بنسټونه لري، خو نن ورځ داسې فرصتونه شتون لري چې له خپلې ماضي سره خپله لاره جدا کړي د جګړو فساد او سیاسي تاوتریخوالی له شیطاني حلقې څخه د سیاسي ثبات او اقتصادي پراختیا پر لوري ګام پورته کړي.

افغانستان د اوبلنې او حرارتي برېښنا د توليد په برخه د کافي زيرمو له لرلو سربېره د لمريزې او بادي انرژي د توليد لپاره هم په زړه پورې منابع لري.  خو د دغو منابعو د درلودلو سره سره دغه هیواد د برښنا د تولید په برخه کې ستره نيمګړتيا لري.
امنیتي ستونځه په دغه تړاو د نورو ستونځو بنسټ ګڼل کېږي

افغانستان د اوبو او ګازو د سترو تولیدوونکو هیوادونو سره نږدې موقعیت لري چې د منځنۍ آسیا د انرژي بازارونو ته  لاسرسي ته لیواله دي.  دغه هېواد کولای شي د انرژۍ له کمښت سره مخ د جنوبي اسیا او د خورا زياتې انرژي درلودونکو هيوادونو ترمنځ د انرژي د ليږد په مرکز بدل شي.

پوښتنه داده چې د ملګرو ملتونو اوسنى مرستې به تر څه وخته پورې دوام وکړي؟ د څو تريليونو ډالرو خزانې مالک ملت ولى وږى دى؟ ددغه ملت تر سينه لاندې پرته خزانه د چا انتظار کوي؟ د خزانې د راسپړلو مخه يې چا نيولې ده؟ څوک يې د چور او غصب لپاره تابيا نيسي؟ او دغه سلسله به اخر تر کومه وخته پورې دوام وکړي؟

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.