غزل
څنګه راټول ول، څنګه خواره شول
په سرو ګلانو، خدایه څه وشول
ډک مجلسونه څنګه خاموش شول
ته وا، وبا ده او یاران مړه شول
د سترګو ورخ دې زیاتي را بند کړه
د اننګیو ګلان اوبه شول
کونډې مه ژاړه چې خالي راغلې
نهر بچي دې وختي ویده…