خبر دی چې زموږ مسلمان ګاونډي یو ځل بیا کونړ او خوست بمبار کړی

نعمان دوست

781
خبر دی چې زموږ مسلمان ګاونډي یو ځل بیا کونړ او خوست بمبار کړی.
پرته له دې چې قربانیانو ته دعا وکړو او کورنیو ته یې تسلیت ووایوو، نور څه کولای شو؟
کوم دی زموږ دافع هوا ځواک؟
کومې دي زموږ ښکاري الوتکې؟
ډاکټرنجیب که هر څنګه و، خو که واکمنۍ کې یې پردۍ الوتکې زموږ هوایي حریم ته را داخلې شوې وای، تاسو به د دافع هوا باران لیدلی و.
د ښکاري الوتکو حملې به مو لیدلې وې.ځکه چې لرلې مو.
اوس که ټول غیرت غیرت شو د هوایي برید په وړاندې څه کولای شو؟
هوایي ځواک خو د واک بدمستو لیونیو تنظیمي رهبرانو کباړ کړ. د وخت له حکومت سره ورته سوله شرم ښکاریده خو د خپل وطن د پوځي وسایطو کباړ ور ته افتخار.
تېرو شلو کلونو کې نړیوال ایتلاف هم دافع هوا را جوړه نکړه. هغه امریکا چې یو وخت یې د خپل حریف د پرزولو لپاره د سټینګر په څیر پرمختللي راکټونه راکول، خپل شل کلن حضور کې یې یو زیکو یک هم رانه کړ، ځکه چې د دوی پکې ګټه نه وه.
تېر امارت کې هم موږ زیکویک، شیلکا، چهارمیلې او…لرلې. ښه مې یاد شي چې په امریکايي الوتکو به یې له دفاع وزارته ډزې کولې، چون د هغوی ارتفاع ډېره لوړه وه، مرمۍ ورته نه رسیدې. هغه هم امریکایانو او ملګرو یې له منځه ویوړې.
اوس که هلیکوپټرې هم راشي، ځواب یې نه لرو.
وړې – وړې مسئلې او داخلي اختلافات یوې څنډې ته کول غواړي، ځان پیاوړي کول غواړي،
سخت د داړونکیو ګاونډیو منځ کې لاسونه او پښې تړلي راګیر یوو او دا پړی موږ په خپله له ځانه تاو کړی.
May be an image of 1 person
May be an image of 2 people, people standing and outdoors
May be an image of 1 person
May be a black-and-white image of person and child
May be an image of airplane and outdoors
عکس: کاپي، د رباني له دولته مخکې زموږ جنګي الوتکې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.