غزل

نعمان دوست

1,039
څنګه راټول ول، څنګه خواره شول
په سرو ګلانو، خدایه څه وشول
ډک مجلسونه څنګه خاموش شول
ته وا، وبا ده او یاران مړه شول
د سترګو ورخ دې زیاتي را بند کړه
د اننګیو ګلان اوبه شول
کونډې مه ژاړه چې خالي راغلې
نهر بچي دې وختي ویده شول
له بېمار زوی یې غېږه کړه تاوه:
خدایه، د ده خو غړي ساړه شول
کله کسوف وي، کله خسوف وي
لمر او سپوږمۍ مو دواړه تیاره شول
تور ژرنده ګړیه، ژرنده پارچاو کړه
زموږ سرونه، خو ټول وړه شول
د یوه پای وي، د بل اغاز وي
دا سریالونه څومره اوږده شول
(دوست) دې نهر وي، ارمان یې دا دی
که خونخواران مو زیاتي ماړه شول
نعمان دوست
ثور، ۵، ۱۴۰۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.