Browsing Tag

عبدالوحید وحيد

د سلواغې ٢٦، د باروت په مقابله کې د ايمان د بريا ورځ، خو 

افغانانو له دوه مليونه څخه د زياتو شهادتونو په وړاندې کولو  شوروي يرغلګر وشړل،  په ملي کچه يې د شجاعت او شهامت څلي ودرول، خو متاسفانه هغوى بيا هم د خپلمينځي  جګړو او اختلافاتو له امله  بشپړه خپلواکي ته نه دي رسيدلى، لاهم له خپلو…

ستونځه په نظامونو کې نه، بلکې په  ذهنيتونو کې ده

شک نشته چې موجوده حکومت به نورې سترې نيمګړتياوې هم ولري، خو د انجونو په زده کړو باندي ناروا بنديز يې داسې نيمګړتيا ده چې  ختمول يې نه يوازي د هغوى شرعي او ملي مکلفيت ګڼل کېږي، بلکې د خپل ولس غوښتنه هم ده او په وړاندې يې له…

له چين سره د افغانستان نښلول، هيلې او ننګونې

د واخان دهلیز د بدخشان په ولایت کې د هندوکش او پامیر غرونو په منځ کې موقعیت لري او شمال ته یې د قراقرم غرنۍ لړۍ پرته ده.  دا سیمه په تاریخ کې جيو ستراتيژيک خو په اوسني وخت کې جيوپوليتيک او جيواکانوميک ځانګړتیاوې لري. په ځینو برخو کې د سمندر…

جګړه نشته، خو په هېواد کې ژوند تيرول سخت شوي دي

سمه ده چې اوس په افغانستان کې لله الحمد جګړه نشته، زورواکان نشته،  د واک جزائر نشته, دوه سرى حکومت نشته، نظام وېشلى او پاشلى نه دى، د فساد کچه کمه ده. د توپک ډزا, د بمونو غړزا, د الوتکو کړنګا او د ټانکونو غوړمبا نشته، اوس د جګړو له امله د…

افغانستان ته د ملا فضل الرحمن راتلل، هيلې که اندېښنې؟ 

شک نشته چې زموږ په هېواد کې د رامنځته شويو ناورينونو په هکله د پاکستاني حکومت  د مسلسلو غلطو تګلارو له امله په افغانانو کې د پاکستان مخالف ذهنيت په تدريجي ډول رشد وکړ او اوس يې متأسفانه هيولائي شکل غوره کړي دى. کله چې کوم افغان په ټولنيزو…

په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال

په خيالي غرور اخته حکومت، هوایي ژمنو ته ناست ولس او په بهرني ملاتړ معتاد سياستوال موږ افغانانو له تيرو څو لسيزو راهيسې د خپلمنځي شخړو د حل وړتیا له لاسه ورکړي ده. ګاونډيان د افغانانو خپلمنځي جګړه خپل ستراتیژیک هدف ګڼي خو بالاخره په خپله…

د جدې شپږمه او زموږ د ماتمونو تسلسل 

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د شوروي ځواکونو تر يرغل وړاندې هم له پردیو يرغلونو سره د مبارزې او جګړو شاليد لري، خو افغان ولس د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل ديني او کلتوري ارزښتونه ساتلي دي. ددغو ځانګړتياو څخه يې له يرغلګرو سره په جګړو کې د…

افغانستان، د نظامونو لابراتوار او د ګوندونو فابريکه

د نظامونو د نسکوريدو پايلو ته په کتو داسې معلومیږي چې زموږ د ستونځو نوعيت رنګ او حجم  تغير مومي خو ستونځې په يو او بل ډول تلپاتې دي او لاهم زياتيږي. دلته هر حاکم ارګ ته له رارسيدو سره سم افغانستان مفتوحه خاوره، ملي شتمني خپل شخصي ملکيت او…

د علمي فقر په لوري زموږ د ټولنيز سفر دوام

له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د ساينس او ټيکنالوژي په ډګر کې د چټکو پرمختګونو او د نړيوالو بنسټونو د  رامنځته کېدو پراساس د ولسونو د غلام کولو او د هېوادونو د لاندې کولو لپاره د جګړو ييزو يرغلونو پخوانۍ استعماري ستراتیژي تقريباً په مطلق ډول…

د نظامونو نړولو زمريان، خو د جوړولو ګيدړان

د تيرو ترخو تجربو او مشاهدو په رڼا کې موږ افغانان باید اوس  پوه شوي واى چې د حکومتونو نسکورول هيواد ته د څومره ستر توپان لامل ګرزيدلى شي او د نظامونو نړول ولس ته څومره ستر ناورین رامنځته کولاى شي، خو متأسفانه زموږ ډيرى سياستوال دَ هېواد د…