نظامونه نه، معيارونه بدلول زموږ د ستونځو حل لاره ده

عبدالوحید وحيد

801

د خپلو پلرونو او نيکونو د اتلوليو په هوايي غرور اخته پرګنې، د معاصرو زده کړو په برخه کې د فرضيت او اباحت په شخړو کې نښتې خلک، د ساينس او ټيکنالوژي له پرمختګونو څخه محروم قومونه، په پنځه زره کلن تاريخ پسې ځوړند ملت،  په ړوند تقليد باندې عادت ولس، د وخت له نزاکتونو څخه ناخبره مخلوق، په سيمه او ګاونډ کې له شته رقابتونو بې پروا او په نړيواله کچه له شته حساسيتونو سره نا اشنا خلک، د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره، شيعه، سني،  افغان او افغانستاني په بيځايه بې ارزښته، بې هوده او بې اهمیته شخړو کې نښتى نسلونه، هر وخت او په هر ځاي کې د استعماري او استثماري موخو لپاره ښه بستر جوړيداى شي.

دغه ډول ولسونه  تل د شعارونو په  سياست غوليږي، په اساني سره د پرديو استخباراتي شبکو لپاره نيابتي جګړه کوونکي جوړيداى شي، د جګړو په ډګر کې راټوکيدلي زورواکان او د پيراشوټ په مټ را شغول شوي سياستوال ورباندې په اسانه حکومت کولاى شي. د پرديو لخوا تپل شوي او يا هم د توپک په زور مسلط شوي مشران د ولس وياړونه ليلاموي، خپل جيبونه ډکوي، پردي ويروسونه را ليږدوي، ځان او انډيوالان پالي، ځانونه پړسوي او په بده ورځ کې له هېواد څخه ځانونه باسي. ملت د موخو پرځاى د ړوند تقليد له مخې په مخونو پسې دريږي. مخونو دوکه ورکوي او ولس پرديو خيراتونو ته ناست پاتې کېږي. متاسفانه زموږ د تيرو پنځو لسيزو سياسي تاريخ  همدغې سناريو نندارې ته وړاندې کوي.

 په افغانستان کې د پنځو لسيزو په دوران کې ډېر نظامونه نسکور او نور رامنځته شول خو دَ هېواد او ولس ستونځې مو د کمېدو پرځاى زياتيږي. که په هېواد باندې د حاکم شوې هرې ډلې شاليد ته ځير شو نو شک نشته چې هغوى هر وخت د دوکو او غولوونکو شعارونو په مټ په موږ باندې حکومت وکړ، خو پوښتنه دا ده چې افغانان ولې هر وخت او په متکرر ډول غولول شوي دي دوکه شوي دي؟ دغه ولس ولې چا په سوسياليزم، چا د عمري عدالت د قيام او سوچه اسلامي نظام رامنځته کولو، په ژمنو، چا د پښتون، تاجک، ازبک، هزاره په احمقانه تعصبي لمسونو او چا د ديموکراسي په قسمونو وغولاوه؟

متأسفانه په افغانستان له پېړيو راهيسې په مسلسل ډول د پراختیایي پروژو پلى کولو او معاصرو اسانتياو رامنځته کولو په برخه کې په ټوليزه توګه په ښاري ټولنو باندي پانګونه شوې ده.  پراختیا پلانونه د معاصرو زده کړو مرکزونه ښاري اسانتياوې تر پلازمېنې کابل او نورو سترو ښارونو پورې محدودې پاتې شوې. د هېواد کليوالي سيمې د انکشاف له بهير څخه محرومې پاتې شوې دي. دغه محرومیت د ښار ميشتو او لرې پرتو سیمو د اوسيدونکو ترمنځ کلتوري او ټولنيز واټنونه رامنځته کړي دي. ښاريان په کليو او بانډو کې ميشت ولسونه د ناپوهه ټولنې په نوم يادوي او په کليواله ټولنه ښار ميشتي خلک د بې حيائي او بې ديني په القابو باندي نوموي. همدغه توپيرونه له اوس څخه پنځه لسيزې مخکې ډېر وو.

په ولس کې مو د زده کړو ښکته کچه زموږ د ټولو ستونځو بنسټ جوړوي. د معاصرو علومو په برخه کې د وروسته پاتې ټولنو خلک له مشرانو سره د هغوى د تيرو کړنو، راتلونکو پلانونو، سياسي اړيکو، فکري تړاوونو، ارزښتونو او ملي ګټو ته د ژمنتیا په تړاو د حساب کولو پرځاى د هغوى قومي، ژبنيو او فرقوي تړاوونو ته کتل کيږي او د داسې ټولنو سياسي مشران هم د مسئولیت له احساس پرته له ولس سره د مطلق العنان حاکم په توګه چلن کوي.

د ښاري او کليوالي ټولنو ترمنځ د واټن کمولو لپاره په پرمختيايي چارو کې د ښارونو او کلیو ترمنځ  انډول رامنځته کول، کليوالي سيمو ته د انساني ژوند لپاره د اړينو اسانتياو غځولو په موخه د هغوى د محرومیت احساس ختمول او د هغوى داسې پوهاوى اړين دي چې د ساينسي علومو زده کړه او د معاصرې ټيکنالوژي کارول په هيڅ ډول د افغانانو عقيدوي او کلتوري سرې پولې نه ماتوي او بداخلاقي ته لاره نه هواروي.  له بلې خوا په ښاري ټولنو کې هم دغه ذهنيت پياوړى کول اړين دي چې د عصري کيدو لپاره د  پرديو کلتوري ځانګړتیاوې خپلول او د پردي سټايلونه د افغاني کلتور برخه ګرزول په هيڅ ډول د پرمختګ نښه نه ده، بلکې ددغه ډول نوښتونو په وړاندې دريدل اړين دي.

د پرمختګ لپاره د خپلو ارزښتونو په رڼا کې ښاري او کليوالي سيمو خلکو ته د معاصرو علومو او معلوماتي ټيکنالوژي په برخه کې زده کړو ته د انډوليز لاسرسي امکانات برابرول،  قومي سمتي او ژبني توپيرونه له منځه وړل، د ټولنو او افرادو ترمنځ د کرامت فضيلت لوړوالي په شمول له هر ډول تبعيض څخه د ولسونو ژغورل او په کورنیو شخړو کې د ښکيل کيدو د مخنیوي لپاره د قانون په چوکاټ کې سخت ګامونه پورته کول اړين دي. که موږ د خپلو ولسونو ترمنځ د پرمختګونو په برخه کې واټن کم نکړو، د ټولنو ترمنځ د بى باوري ټکر ته ديني او کلتوري رنګ ورکول کېږي او په هېواد کې د ثبات، خوشحالي او پرمختګ په وړاندې خنډونه رامنځته کيږي.

 د جګړو له امله رامنځته شويو تيرو  بحرانونو ته په کتو د سمون او بدلون لپاره تاوتريخوالي ته مخه کولو، په سپيڅلو عنوانونو باندي افغان ځوانان جګړو ته هڅولو،  جګړه مجبوريت ګڼلو، له پرديو استخباراتي اژانسونو څخه د جګړو لپاره د مرستو غوښتلو له امله زموږ هېواد ته له اوښتو زيانونو څخه مو باید زده کړه کړې واى او د بيا تکراريدو مخه مو نيولې واى، خو متاسفانه موږ لاهم د خپلو غلطيو د ارزولو او له تاريخ څخه د زده کړو بيلګې نه لرو. دَ افغانانو ترمنځ د جګړو ناوړه ذهنيت د ساينس ټيکنالوژي او د بريښنايي کيدو په اوسني عصر کې منفور او مردود سياست دى او باید د تل لپاره زموږ په هېواد کې د واک ترلاسه کولو  له سياسي ترمينالوژي څخه وايستل شي.

که د قانون او د غوره افغاني دودونو په چوکاټ کې، د هر ډول او تر هر عنوان لاندې تعصب په وړاندي دريدل د مبارزې بنسټ وګڼل شي، که په مخونو پسې د ګرزيدو پرځاى په موخو باندي حساب پيل کړو، که د نظامونو د نسکورولو پرځاى د بدلون  لپاره د ټولنيز ذهنيت بدلول د توجه مرکز شي، که د جګړو په زور د واک ترلاسه کولو پرځاى د ولسي استازيتوب اصل د واکمن کيدو معيار وګرزول شي، نو مشران به له بهر څخه نه راباندې تپل کيږي او د توپک په زور به راباندې مسلط نه وي، بلکې د خپل ولس په خوښه او د ولس له منځه به راپورته کيږي. د مشرانو په تړاو د ښه او بد پرېکړه به د قوم، ژبې، ډلې، او نسب پربنسټ نه، بلکې د هغوى د ديانت ريښتونولي تيرو کړنو، هېواد ته د ژمنتيا په کچه، له ولس سره د تعامل په څرنګوالي او  د احتساب له شفافې پروسې څخه د راوتلو پربنسټ وي.

د زور کارولو په پايله کې ارګ ته ننوتل، د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره ولس ته له مخامخ کيدو پرځاى تقلب او درغلۍ ته مخه کول، د خپل ولس غوښتنې له پامه غورځول، د نړيوالو ژمنو په ترسره کولو کې پاتې راتلل، د توپک په زور حکومت کول، د واقعیتونو پربنسټ د ټول ګډونه حکومت په جوړيدو کې پاتي راتلل او د ولسي ملاتړ اصل بې اهمیته ګڼل يوازې د اوسني امارتي حکومت نيمګړتيا نه ده، بلکې له تيرو پنځو لسيزو راهيسې په معيارونو باندي د ولاړ نظام په رامنځته کولو کې يادې نيمګړتياوې په يوه او بله بڼه دوام لري.

نړۍ په تيزي سره د پرمختګونو پړاوونه وهي،  دَ کائناتو د تسخير هڅې ګړندۍ شوې دى، د  مخابراتي چوپړتياو، اقتصادي ودې کرنيزو اړتیاو صنعت، سوداګري او ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې معاصرو پرمختګونو ته لاسرسى اوس غوراوى نه بلکې اړتیا ګڼل کېږي.  د پيچلي معلوماتي ټيکنالوژي منزلونو ته د رسيدو لپاره په اوسني چټک سفر کې موږ منځنيو پيړيو خلکو ته په ورته شخړو کې ښکېل او د پرمختګ په لور د ګامونو پورته کولو په حالت کې هم نه يو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.