د دوحې ناسته؛ مخته پرتې ننګونې او فرصتونه

عبدالوحید وحيد

715

د افغانستان په هکله د دوحې په د دريمې ناسته کې د ګډون لپاره طالب چارواکو په کابل کې د ملګرو ملتونو او قطر له استازو سره د خبرو پر مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوکۍ ورکول،  د ملګرو ملتونو لخوا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکل کیدو مسئله ختمول،  له طالبانو سره د دوحې د دریمې ناستې اجنډا شريکول دي،   د نجونو زده کړه، د ښځو کارکول او د ټول شموله حکومت جوړول د غونډې له اجنډا څخه ايستل د خپلو مهمو شرطونو په توګه مطرح کړي دي. د طالبانو په أند د نشه يي توکو له منځه وړلو، امنيتي وضعیت او د داعش په وړاندې مبارزه باید د ناستې اصلي موضوعات وي.

له بلې خوا که څه هم د غونډې په اجندا کې شامل مواد لاهم رسنيز شوي نه دي، خو داسې اټکلونه کيږي چې د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په درېیمه غونډه کې به د نجونو پر زده کړو، د ښځو پر کارکولو ، د  ټول شموله حکومت پر جوړولو، د طالبانو په زندانونو کې د بشري حقونو پر سرغړونو، له القاعده سره د طالبانو پر اړیکو باندي خبري کيږي چې له افغانستان سره د همغږې او منظمې نړیوالې همکاري زیاتولو عنوان ورکړل شوى دى او داسې ښکاري چې نړيواله ټولنه به طالبانو ته د متقابلو ګامونو پورته کولو پربنسټ په دوه اړخیزه توګه د مخته تللو وړانديزونه وکړي.

شک نشته چې د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په مهمه غونډه کې د مختلفو بانو او پلمو په وړاندي کولو د ګډون نه کولو پريکړه به د کورنيو او نړيوالو دندو په تړاو د افغان مشرتابه ناخبري او د اړين استدلال نشتون به په ګوته کړي. داسې اټکل کېږي چې په افغانستان باندې د طالبانو د تير حکومت د احساساتي دريز په پايله د بن د ناوړه پريکړې  او يا هم د  پخواني حکومت د هوايي اټکلونو له امله د دوحې د پريکړې په شان د يوه بل ناورين رامنځته کولو ته لاره هواره کړي.

اوسنى قيادت باید پوه وي چې زموږ هېواد په سياسي انزوا او د اقتصادي بنديزونو له اغيزو څخه د خوندي پاتې کېدو لپاره انرژي نلرى. ولس د خپلو ښځينه بچيانو په زده کړو باندي د بنديز او نورو متکورو تګلارو منلو ته په هيڅ صورت چمتو نه دى.  کورني او بهرني مخالفين د اوسني حکومت د تګلارو له امله د رامنځته شوي انزوائي حالت څخه په ګټه پورته کولو په هېواد باندي د بل راتلونکې ناورين لپاره لابي کوي.  بيکاري ناهيلي او اقتصادي رکود د ځوانانو په ژوند کې وارخطايي رامنځته کړې او فقر له ولس څخه د ژوندي پاتې کېدو هيلې زبېښي.

د اوسني حکومت له رامنځته کېدو سره سم د نړيوالو مرسته کوونکو اورګانونو لخوا پراختیایي پروژې په ټپه ولاړې دي. علمي بنسټونه د خپل پخواني ظرفیت، کميت او کيفيت په کچه نه چليږي او د بهرنیو هیوادونو لخوا د لوړو زده کړو زرګونه وړيا سکالرشیپونه هر کال له لاسه ورکوو. په نيم ولس باندې د زده کړو دروازې تړلې پرتې دي او هېواد مو د زده کړو په ډګر کې د حيرانتيا ترکچې وروسته پاتې شوى دى.

لله الحمد چې افغانستان اوس مهال په کورنیو جګړو کې ښکيل هېواد نه دى، خو که بهرنى ملاتړ وي، نو په حکومت کې داسې تشې شته چې د امریکايي نظامي ځواکونو له مستقیمې ښکيلتيا پرته، له بيکاري او کورنیو مخالفتونو څخه په ګټې اخیستو، د معاصرې جنګي ټيکنالوژي په کارولو اوسنى وضعیت بدليداى شي. البته تيرو ناکامو تجربو ته په کتو ستونځه له نړولو وروسته د بديل د نشتون له امله رامنځته کيږي چى لاهم په دغه تړاو په ټوليز ډول نړيوال توافق او د افغان ولس ملاتړ ترلاسه کول پاتې دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر مشرتابه لاندې حکومت د ملګرو ملتونو په ملاتړ د دوحې په دريمه غونډه کې د ګډون یا نه ګډون په تړاو د پريکړې کولو له ستونځمن او ننګوونکي صورت حال سره مخ دى. داسې معلومیږي چې اوسنى قيادت د اوسني سياسي اقتصادي او امنيتي وضعیت د ارزولو او د سمون په موخه د سختو پريکړو کولو اړتیا نه محسوسوي. مشران د بوختيا کچه لوړه وي او سلاکاران د سختو  پريکړو کولو په برخه کې مشرانو ته د معلوماتو وړاندې کول او هغوى ته حوصله ورکول بې اهمیته ګڼي،  بلکې له مشرانو سره د هغوى په نفسياتي سليقو باندې د برابرو مسایلو شريک کولو دنده پرمخ وړي.

شک نشته چې سترې ملي پريکړې هيڅ وخت اسانه نه وي. د ګډون کولو يا نه کولو په برخه کې د پريکړې په تړاو اوسنى قيادت د ستر ازمون په څلورلارې کې قرار لري.  دا پرېکړه په نړیواله کچه د طالبانو حکومت ته د مشروعیت ورکولو لپاره پُل جوړېداى شي،  د لا زيات منزوي کيدلو لپاره بانه کيداى شي او په حکومت کې د ننه د اختلافاتو راپورته کيدو لامل ګرزيدلاى شي. البته له رامنځته شويو فرصتونو څخه ګټه پورته کول د قيادت په ظرفیت، ريښتينولي، ملي ګټو ته ژمنتيا او د سيمه ييزو رقابتونو په محراق کې د سوځيدو پر ځاى شته ننګونې د خپلو ملي ګټو په چوکاټ کې په فرصتونو باندي د بدلولو وړتیا او ځيرکتيا ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو په نوښت د دوحې په دريمه غونډه کې له پياوړي استدلال او مثبت دريز سره د طالبانو د حکومت ګډون په کور د ننه او په نړيواله کچه د مسئوليتونو او مکلفيتونو په چوکات کې د متمائل دريز په خپلولو او د انډوليز انعطاف په ښودلو سره   طالبان کولای شي له نړیوالې ټولنې سره د ښکیلتیا او په افغانستان کې د حکومتولي په اړه د خپلو ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د خپلو ولسونو او نړیوالو اندیښنو اوريدلو د ځينو غوښتنو منلو ته تيارى وښئي او د اصلاحاتو په لاره کې پراته خنډونه او محدوديتونه د غونډې له ګډونوالو سره شريک کړي.

  په ياده غونډه کې ګډون کول به يقيناً د طالبانو  په وړاندي د حساسيتونو او بې باوريو په کمولو، د دريمګړي له وساطت پرته په خپله خوله د خپل پیغام په رسولو، وضاحتونه وړاندې کولو، د خنډونو او غوښتنو د شريکولو فرصتونه برابر کړي.  دغه ډول ښکیلتیا به د ډیپلوماتیکو اړیکو په جوړولو کې مرسته وکړي او په بالقوه توګه به د افغانستان لپاره د سياسي امنیتي او اقتصادي ملاتړ لپاره امکانات برابر کړي.

له بلې خوا، په غونډه کې د ګډون نه کولو پريکړه ممکن د طالبانو لخوا په پريکړو کې د خپلواکي، په اصولو باندې د معاملې په نه کولو په نوم او استقلال ښودلو تر عنوان لاندي په احساساتي ډول توجیه شى، خو شک نشته چې دغه ډول پريکړې په نړيوالو اړيکو کې ديپلوماتيکه ماته ګڼل کېږي او هېواد ته سخت زيان راوړونکي پايلې هم درلودلى شي.  که نړيواله ټولنه د خپلو ولسونو او ارزښتونو له فشار لاندې راځي او په بديلو لارو باندي غور پيل کول اړتیا وګڼي، نو طبعي خبره ده چې افغانستان او اوسني حکومت ته بوږنوونکې پايلې درلودلاى شي.

که واقعیتونو ته ځير شو او د هېواد ګټې د لومړيتوبونو په کتګوري کې راوړو، نو څرګنده خبره ده چې په کور د ننه ځينې تګلارې او په نړيواله کچه اوسنى د جمود او رکود حالت، نه د ولس په ګټه ده، نه يې هېواد زغملاى شي او نه هم د اوسني حکومت د پياوړي کيدو امکانات رامنځته کوي. که شل کاله هم د توپک په زور او د سليقو پراساس د معياري او په اساساتو د ولاړ نظام په نشتون کې حکومت دوام وکړي، خو بيا به هم بدلون ته اړتیا ليدل کېږي، ولس او هېواد ته به داسې زيانونه رسيدلي وي چې د تلافي کيدو تصور به يې هم ناممکن وي.

په افغانستان کې د سياسي رنګونو او نيرنګونو ناکام شاليد او په سياست کې د قوم ژبې سمت، جنسيت او نسل پراساس د نفاق د ويروسونو د نفوذ  له امله رامنځته شويو ستونځو ته په کتو د ټول ګډونه حکومت جوړول معصومه غوښتنه ښکاري خو تعبير يې د هر چا د ګټو او د ټول ګډونتوب د شاخصونو د تقابل له امله خورا ستونځمن کار دى.

بنأً د ولسونو د مشارکت اصل ته د ژمنتیا په ښودلو، د خپل ولس او نړيوالې ټولنې انتقادونو ته د ځواب ويلو په موخه اوسنى حکومت کولاى شي د هېواد په جغرافيه باندي د خپل پراخ تسلط په مرسته بن د پريکړو په څير د پرديو فرمايشاتو په اساس د واک د وېش ناکام فارمول پربنسټ نه، بلکې د ولس واقعي استازو ته په واک کې د مشارکت د حق ورکولو پر بنسټ قانوني چوکاټ ترتیب د زورواکي، فساد او د تعصب خپرولو عاملين د تل لپاره په افغانستان کې د سياست له ترمينالوژي څخه حذف او يو ټول منلى قانوني نظام رامنځته کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.