Browsing Tag

عبدالوکیل متین

د ژړا تصوير ته ژړا

زړه مې سم درسره ژاړي له ژړا نه دې لوګی شم څه رشته مې درسره ده؟ واوېلا نه دې لوګی شم شراکت د وينې نشته نه په هډ راسره ېو يې په احساس لګوې ګوتې له غوغا نه دې لوګی شم له ګواښونو د وحشت نه دې ځان رېږدي لکه پاڼه په سينه کې د ماشوم زړه له…

د ژوند لار

ډېرې راغلې ډېرې لاړې زمانې د ژوند په لاره معطل نه شولې هيچا ته قافلې د ژوند په لاره چا ته زهر د زقوم او چا ته ګوټ د ژوندانه شوې ډکې راغلې تشې لاړې پيمانې د ژوند په لاره د ملالې د پت کړيکه د ناهيد د وينو څاڅکي پاتې کېږي ننګيالو نه…

اقرار

يار ېې ځان سره رانه وړ بيا بې ياره بهار راغی تنده تېره شوه په تږو بې شبنمه سهار راغی ما يې شونډو ته کتل او ما يې ښکل کړې دواړه سترګې خو د يار له ويجاړ کلي خالي لاس مې ريبار راغی د ديدن کنډو يې وران شو د پرون په زلزلو کې ځای يې تش…

دار

دلته ژوند د مرګي نوم دی دلته ښکلي په دار کېږي جهان نه دی قتلګاه ده نازولي په دار کېږي هر يو ښکلي دی خوشبو دی بدرنګ نشته په دې بڼ کې هر يو مخ د ښکلېدو دی مور لوی کړي په دار کېږيخريدار که په رشتيا ېې ښه او بد په کې مه ګوره نازولي د…

غزل

تر منزله رسېدل دي تر منزله ستړی نه شې په خپل وخت مېوه پخېږي له ازله ستړی نه شې ما پنځه اويا کلونه تور ويښتان په سپينو ورکړه دا بازار دا ېې روزګار دی له دې مله ستړی نه شې لار اوږده شګې تودې دي په تڼاکو ښپو "۱" مزل دي ټوله لاره ده…

!لا وختي دی

مرګه! را نه شې وختي دی ستا راتلو ته وزګار نه يم لا د ژوند غېږه توده ده سړې غېږ ته تيار نه يم لا څکلی مې خوند نه دی د ژوندون د ترخو ميوو لا مې ژوند سره ياري ده نه هېرېږي خمار نه يم لا چاپېر مې دي لاسونه د جانان له سپينې غاړې ما…

شپه

لکه شبنم مې کرۍ شپه په شوګيرو تېره کړه ګل خبر نه و ما ېې مينه په اغزو تېره کړه زه يو بې کوره مسافر له قافلې نه پاتې د ژوند قصه مې رڼو ستورو ته په شپو تېره کړه چا مې ريښې ګرېوان ته ست د پيالې هم و نه کړ تمامه شپه مې د دې ښار په…

د مرحوم “ګيله من” په ياد- مرثيه

عاشق د خاورې د ملت د ميرويس خان شهيد شو پيرو د لار د خپلواکۍ د احمد خان شهيد شو د پښتنو د بڼ بلبل "حضرت نعيم ګيله من" +ستر مبارز د ستر نهضت د ستر امان شهيد شو چې ېې درې رنګه بيرغ تل په ولو خپور ګرځاوه نن د همدې بيرغ په ننګ…

تنده

  نه شکوه شته له بدرنګو نه ګيله لرم له ښکلو نه خفه يم له نصيبه نه خفه له نازولو څوک چې کر د اغزو وکړي د غنمو په پټي کې ستړی کېږي په پنډونو د اغزيو په رېبلو د کونړ د سيند اوبه او انګور بوټي کوهدامن کې نه مې تنده شوله ماته نه خمار شومه…

لوټ شوې دنيا

وړه غوندې دنيا وه هغه هم ورانه ويجاړه څه لوټ شوه څه د شومو هوسونو سره لاړه بلبل د ګل له مخ نه ګل بېزار دی له بلبله نه مينه شوله پاتې نه ياران غاړه په غاړه د وخت سپېرو بادونو کړه ميره سمسور باغونه کښېنې په وچو څانګو يا قارغه او يا خراړه…