د پښتو ژبې تکړه شاعر او ليکوال ښاغلی دياسينګھ انجان

ليکنه: څېره ګل عابد

297
د پښتو ژبې تکړه شاعر او ليکوال ښاغلي ديا سينګھ انجان د فن او ادبي شخصيت ته لنډه کتنه:
که د يوه ملت ژبه او هڅوب د لمنځه ولاړ شی نود هغه ولس تاريخ او هويت هم له لمنځه ځي او نوم ېې د تاريخ له پاڼو د تل لپاره ورک کيږي.
خو د هيواد شاعران او ليکوالان هغه روښانه ستوري دي چې د خپلې ژبې او هڅوب د ژوندي او خوندي ساتلو په لار کې د روښانه ستورو او ځلانده مشالونو حيثيت لري او د خپل قلم په برکت د خپلې ژبې د پايښت، ارتقا، غښتلتيا او پياوړتيا لپاره بنسټيز رول لوبوي.
ويل کيږي چې په کوم ټولنه کې چې ويښ او ژوندي شخصيتونه وي، هغه ټولنه به تل هڅانده او زيار کښه وي چې خپله ژبه ،ادب ژوندی او ځلاند وساتي تر څو له نورو پرمختللو هيوادونو ژبو سره سيالي وکړي او د پرمختګ لوړو پوړيو ته ورسيږي۰
که حالات هرڅومره ترينګلې او پېچلي هم وي او د منزل لاره له بېلابېلو کږلېچونو، ګواښونو او ننګوونو ډکه وي انسان ته ښاېې چې خپل عزم او قوي اراده ونه بايلې بلکه خپل هدف او منزل ته د رسېدو لپاره خپل يون او حرکت جاري وساتي د خپل زيار او هلو ځلو ته دوام ورکړي.
خو که په يوه سيمه کې شاعر او هنرمند پيدا شي نو رڼا او ښکلا ېې د ټولنې ټولو وګړو ته رسېږي. د خپل چاپېريال اوسېدونکي ويښ، بيدار او ژوندي ساتي، له درانه خوبه ېې راپاڅوي.
نن درته يو څو کرښې همداسې يوچا پر ژوند کښمه چې د هيواد څخه بهر يو بااحساسه، هيوادپاله، علم پروره او وطن مین شاعر دا ښاغلی دیا سينګھ انجان د ملک اوتم سينګھ زوی د پکتیا ولایت ګردیز ښار په زوړ ښار (بازار) کې په ۱۹۶۴م کال د جنوري په دیارلسمه نیټه د هغه وخت سيکانو د ملک (د پکتيا، پکتيکا او خوست وکيل وو) په کور کې نړۍ ته سترګې پرانیستي دي.
زده کړې:
ښاغلي ديا سينګھ انجان د پکتیا ولایت ګردیز ښار تجربوي ښوونځي کې د لومړي ټولګي څخه تر اتم ټولګي پورې خپلې زده کړې وکړې. پاتې زده کړې يې د عبدالحی ګردیزي ليسې کې له نهم څخه تر دولسم ټولګي پای ته ورسولي. تر فارغت وروسته ښاغلی انجان د هيواد ساتنې په موخه عسکري دوره پيل کړه په (۱۳۶۱ھ ش تر ۱۳۶۴ھ ش کال ) پورې د عسکري خدمت له څلورو کلونو وروسته کابل کې له کورنۍ سره یو ځای شو.
خو د اقتصادي ستونزو له امله يې لوړو زده کړو هيله پوره نه شوه، مګر کله چې په ۱۹۹۲م کال د افغانستان سیاسي وضعیت بدلون وکړ؛ محترم انجان هم نورو هيواد والو په څېر دمهاجرت سيلۍ له کورنۍ سره یوځای هندوستان ته جلا وطن او کډوال کړ، چې اوس تقریباً شا او خوا دری لسیزې کېږي له هيواده بهر خو دده فکر دده قلم او هيوادنۍ مينې له د څخه شاهين جوړ کړی او د افغانستان په سردرو، سرشارو،ښارونو، ګودر، کلې او بانډو پروازونه کوي او د قلم په ژبه د شعر په چوکاټ کې د لفظونو ورښمين بخمل د هيواد ستاينې رنګينه انځورګري کوي.
دښاغلي انجان شاعرۍ ته که وګورو نو شعرونه يې په عمومي ډول ډېر ساده، روان او عام فهمه دی او همدا د يوه ښه شعر ځانګړتيا او ښکلا ده چې شاعر په شعر د ولس عام وګړي پوه او مقصد ترې واخيستلای شي.
انجان صاحب د خپل غني وطن کانې زيرمو يادونه په داسې ډول کوي، چې خپل ولس بېوزلۍ، مايوسۍ او بد قيسمتۍ انځور په شعر کې رانغاړي.
مونــږ وږې تــــږي او بـــدبخــته په غـــني وطن کې
له هرې تیږي لانـدې سره سپــین او یاقوت پراته دي
ښاغلی انجان تراوسه د پښتو ژبې ځولۍ غني کولو لپاره لس کتابونه ليکلي چې یو کتاب يې د افغانستان د قلم ټولنې لخوا ( ستا په یاد دي او که نه ) په کال 1389 هـ ش کې چاپ شوی نور کتابونه يې ناچاپ دي.
هغه پښتو ژبه ليکل او لوستل کوي د پښتو ژبې سره د ډيرې مينې له مخې دا غزل د بېلګې په توګه راوړم.
دی راوستی می بهار په پښتو ژبه
شو وطن گل او گلزار په پښتو ژبه
ملـــغلــری د الـفــاظــو مــی پـيئلی
غوټه کـړی می دی تار په پښتو ژبه
اوس به لږ څه قدرمنه دا پښتو شی
چی پښتون وکړی اظهار په پښتو ژبه
د پښتو ډولی په مټ کلی ته وړمه
پښتنه لـيلا ســينگار په پښتو ژبه
منم ډیرو تـه بـه دا ژبـه ترخه وی
زه کـــــــومه افـتخار په پښتو ژبه
سينه پلنه سر می جگ شی تر اسمانه
چی زه ليـکمه اشعار په پښتو ژبه
رقيبان راته حيران دی خود انجانه
ما چی کړی خوږ گفتار په پښتو ژبه
ښاغلی انجان د جلا وطنی ترخې شېبې، تار تار ګريوان او ستونزمن ژوند فرياد کوي، هغه وايي چې نه چا خپل کړم او نه مې څوک خپل شو، مګر پردي وطن کې خوار او زار کرځم وايي:
کلـي په کلــــي ښـار په ښار گـــــــرځــېږم
یم لېونئ گـــــــریوان تــار تــار گـــــرځېږم
د هیچا خـپل نشـومه خــــــــپل مې نشول
هۍ د پـــــردیـــــو په دیـار ګــــــرځــېږم
چې د وطــــن له کـــــــوڅو تلـــــــلئ یمه
شوم خوار او زار بس خوار او زار ګرځېږم
تـپوس نــور مکـــــــــــــــوئ یــارانــو قسم
ورک له خـــــپل ځانه بې اخـــتیار ګرځېږم
ګران انجان صاحب د علم په ارزښت او اهميت هم خپل قلم څرخوالی او د نوې نسل ته علم حاصلولو ټينګار کوي هغه وايي:
علـــــــم ضــرور دی بـیــنایی را ولی ومنه دا
قلـــم را واخـله د ړانــده خــبری پریږده نوره
يا دا:
پـــوهـــه پــکـاره ده هر انسان تــه ضـرور
نــوره به کــــیــږي وروســـــته بــیا خبرې
مــه بــنـــدوه د ښـوونـــــځــــــي دروازې
پـه تـا بـه بـــــــــدې لــگـــــــــي دا خبرې
حــــق بــرابــــر بــــه د هــر چــــــا ساتمه
څه شـولـــې هـغـه وایــــــه ســــتا خبرې
هــره خــور غــــواړي حق د خپـلو زدکـړو
واوره کــــــــــــــوم درتـه ریښــــتیا خبرې
فـرض بولي زدکــړه هر یو دین او مذهب
ســـــتا نـو پـه څـه شــــولـــــې روا خبرې
هغه ددې وطن له بدو حالاتو هم زوريږي او هغه د شپلۍ، ډول، رباب او د ځوانانو اټنونه د ښکلا رنګينې او د خوښيو شېبو هغه کليوالي ساده رنګونه نه ګورې، نو ځکه يې د چا پوښتنې ته ځواب ورکول زړه غواړي.
د شپیلئ غـــږ د ډولک تـال او اتـڼ
د رباب زړه نــــري تارونه ورک دي
انـجـانـه مه پوښــته د زړه حالونه
له دې وطـنه ټول رنگونه ورک دي
ګران انجان صاحب د هېواد سره مينه هر وخت خپل زړګي کې ساتی او د هېواد هغو بچو ته په زغرده وايي، چې د ورانولو لپاره خپلې مټې رانغښتلې دي.
په تا به گران نه وی وطن چی تا ویجاړ کړو داسې
په ما خوگران دی زه ئې هر وخت په زړگی کې ساتم
يا دا:
غـرونه مو شـــــنې جگې نښترې لري
خوږې خوږې تــورې گـورگــوري لري
مونــږ د جگــــړو نغـمو ته نه نڅیږو
بامونه زمونــږ سپـیـنې کــوترې لرې
يا دا:
وایـو وطن زمونږہ مور مونږ یو بچي د وطن
د مور ټیکری خپل خرڅوو ترحم چېرته لاړشي
د پښتو ادب راتلونکی ځلانده او روښانه ستوري په شاعرۍ هنري او فنې اړخ ډيرې خبرې کيږي او بايد وشې، مګر د ليکنې اوږدوالي له وجې پر همدې بسنه وکړئ او په اخر به د مسافر انجان صاحب د پښتو ژبې لپاره هغه اندېښنه چې د يې په خپل کور کې له مرګ وروسته لرې او نظم په ورښمين تار کې پييلې او ستاسو يې د ملي احساس په لرلو سره په مينه ولولئ او زه ورته نور د مسافرت نه نجات د پښتو ژبې بډاينې لپاره ورته د لايزل رب څخه د ډير عمر دعا لاسونه لپه کوم.
په پښتنه مینه او درنښت
« زما له مرگه وروسته»
زما له مرگه وروسته
زما د وړوکې کتابتون
ټول کتابونه
پرته له ځنډه
په کباړی خرڅیږي
ځکه چې
څوک ئې لوستلئ نشي
زما د وطن ژبه
د هجر تور کلي کې
زما بچو ته چا ښودلي نده
هغه پرې نه پوهیږي
ملامت ندي خلکو
لرې له کور کلي خپل
پردي وطن کې
د بیلتون شپې تیروي
دلته په بلې ژبې
لیک ، لوست ، خبرې کیږي
زما له مرگه وروسته
دا کتابونه دوی لوستلی نشي
نو خامخا مجبور دي
چې په کباړ ئې خرڅ کړي
که خپل وطن کې وای زه
زما بچو به خپله ژبه ، خپل کلتور زده کوو
زما په ذهن کې به دا ویره نه وه پرته
چې
زما له مرګه وروسته
زما د وړوکي کتابتون
ټول کتابونه په کباړ خرڅیږي
دوی ئې لوستلئ نشي
ځکه چې
پردي وطن کې اوسي
دوی په پردئ ژبه تعلیم کړیدئ
د خپل وطن ژبه ، کلتور او میراث یو څو زورگرو
ترینه په زور اخیستئ
دا کتابونه دوئ لوستلۍ نشي
نو
زما له مرگه وروسته
زما د وړوکې کتابتون
ټول کتابونه
پرته له ځنډه
په کباړی خرڅیږي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.