د افغانستان نوی سیاسي افق: راتلونکي څلور کلیدي شېبې

احمد شاه ساحل

98

د روان کال تر پایه، یعني په راتلونکو شپږو میاشتو کي څلور مهمي سیاسي مسلې سرته رسیږي.
لومړی، د ولسمشر غني د ریاستي دورې چي لا هم قانوني مشروعیت لري، پای ته رسېدل. دوهم، د امریکا سره د افغانستان اسلامي جمهوریت د ستراتیژیک امنیتي تړون، چي لا هم پر خپل ځای دی او حقوقي ارزښت لري، موده ختمېدل. دریم، د امریکا ټاکني او څلورم، د تا.لبا.نو ”حکومت“ د سرپرستۍ درې بشپړ کلونه پوره کېدل. یادي مسلې ټولي د پام وړ دي او د هري یوې په سرته رسېدو سره به د افغانستان په اړه نوی تصمیم نیول کېږي.

مثلاً که د ولسمشر غني قانوني دوره پای ته رسېږي، پر ځای به یې څنګه یا د چا قانوني دوره پیل سي؟ دغه راز که د امریکا سره د امنیتي تړون موده ختمېږي، څه به کېږي؟(ددې تړون د بیا تمدید اوازې دي)، یا که د امریکا ټاکني ترسره سي، د افغانستان په اړه به یې نوی تصمیم څه وي، د اوسني وضعیت ملاتړ او که د نویو بدلونونو هڅه؟ او که د تا.لبا.نو حکومت د سرپرستۍ درې کلونه پوره سي، د څلورم کال څرنګوالی به یې څه ډول وي؟ بیا هم سرپرست او که رسمي یا ایتلافي؟

بل لوري ته، په بهر کي د جمهوریت د وخت مطرح سیاستوالو او چارواکو، په ځانګړې توګه غیر پښتنو ترمنځ، داسي هڅي رواني دي چي د حقاني نورمالایزه کول او په راتلونکي کي د یو ټولمنلي مشر په توګه منل یې، موخي دي. دې سیاستوالو او چارواکو، چي له نوي سیاسي جوړښت سره د یوځای کېدو په لټه کي دي، د حقاني په اړه خپل دریځونه د پام وړ نرم کړي، ترڅو د افغانستان په نوي سیاسي صحنه کي خپل ځای خوندي کړي. البته، نه پښتانه او نه غیر پښتانه سیاستوال په دې اړه خنډ جوړولی سي. ځکه دا پرېکړه سوې او دوی په دې برخه کي د انتخاب کوم ځانګړی حق نه لري. د دې سربېره، دوی د بیرته ظهور لپاره دا یو فرصت ګڼي چي هېڅکله یې د لاسه ورکول نه غواړي، حتا که هغه د حقاني تر مشرۍ لاندي هم وي.

د ښاغلي حقاني په اړه د محقق صیب وروستی نرم او غوړ دریځ چي لومړی یې په ”خلیفه صیب“ یاد کړ او بیا یې ”مردِ صلح“ وباله، د غیر پښتنو سیاستوالو ترمنځ د هغه په اړه نېک نظر او دې هڅو ته اشاره کوي.
احمد مسعود هم په ویانا کي په لومړي ځل تا.لبا.ن په ”یوه“ قوم پوري تړل، جفا وبلل. مطلب دا خبره له هغي بېله ده چي ځیني وايي، تا.لبا.ن په ”هیڅ“ قوم پوري تړلي نه دي. د دې خبري مفهوم بېل او د احمد مسعود د خبري مفهوم بېل او دا دی چي تا.لبا.ن په یوه نه، بلکي په ټولو قومونو پوري تړلي دي. ځکه خو پدرام دا خبره نقد کړې او دا یې د تا.لبا.نو د ملي کولو هڅه بللې.
په هر صورت، د محقق او احمد مسعود وروستي نرم دريځونه، دا ښيي چي په دې هڅو کي پرمختګ سوی دی.

لهذا، دا او نوري پټي او ښکاره هڅي د سراج. الدین. حقا.ني په مشرۍ د هغه ”موقت ایتلافي حکومت“ د جوړېدو لپاره کېږي چي احتمالاً د ولسمشر غني د مودې د پای ته رسېدو سره به جوړ او واک ور وسپارل سي.
متحده عربي اماراتو ته د ښاغلي حقاني تاوده سفرونه هم د دې هڅو یوه برخه ده. نوموړي په روانه یوه میاشت کي دوه ځلي اماراتو ته سفر کړی. په ټوله کي د دې سناریو تر شا ولسمشر غني او تر بغل یې متحده عربي امارات، او په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالات دي، چي د افغانستان له اوسني سیاسي کړکېچ څخه د خطر احساس کوي او په دې هیواد کي د خپل ښکاره فزیکي نه موجودیت له امله د چین او روسیې د نفوذ زیاتېدو ته اندېښمن دي.

نړۍ په سیاسي لحاظ په ډېر سرعت سره د تغیر په حال کي ده. د نن پاليسي یې د سبا اړتیا نه پوره کوي او د سبا پالیسي یې په بله ورځ کي نه پکاریږي. تاسي که فکر کوئ چي ننني مخالفین به خپل مخالفت تر قیامته پالي، تېروتنه کوئ. مانا امریکا د ولسمشر غني سره، او ولسمشر + نور سیاستوال د تا.لبا.نو سره نه سي کولی چي دایمي مخالفت وکړي. بناً څو ستر لاملونه دي چي امریکا یې دې ته اړ کړې ترڅو د جمهوري نظام د چارواکو او سیاستوالو سره په جوړجاړي، افغانستان بیرته په بشپړه یا نسبي توګه د روان سیاسي کړکېچ څخه راوباسي. په دې اړه به نه یوازي پر خپلو مخکنیو پالیسیو له سره غور کوي، بلکي ځیني پخواني تړونونه ممکن بیا تمدید او نوي هغه په ډېر شدت او قاطع ډول سره پلي کړي.

یو وخت فکر کېده چي د اکراین او فل.سطین وروسته به د ”شرقي او غربي بلاکونو“ ترمنځ دریمه مقابله په افغانستان کي ترسره کېږي. خو داسي ښکاري چي د اکراین نظامي او د اسرایلو اخلاقي ”شاتګ“ چي په یو ډول امریکا هم پکښي شریکه ده، دا قضیه تغیر کړه.
هلته په جګړو کي د امریکا رول د نړیوالو د سترګو لاندي و او تګلاري یې دوه ګوني او غیرمنصفانه وبلل سوې، چي له امله یې د دې هیواد اخلاقي اعتبار او انځور ته لوی زیان ورسېد. لهذا، دا او څو نور دلایل ښيي چي امریکا د خپلو ستراتیژیکو ګټو د ساتني لپاره فعلاً له دریمې تازه مقابلې تر شا سوې او ددې لپاره غواړي په افغانستان کي د هر ډول جګړې مخنیوی وسي او د دې هیواد د سولي او سیاسي ثبات لپاره د یو مشروع نظام د بیرته رامنځته کېدو په برخه کي د کټلېسټ یا مرستندویه رول ولوبوي.

بناً موږ باید راتلونکي ټول بدلونونه وڅارو او ذهناً ورته چمتو واوسو. ممکن ځينو ته د توقع خلاف وي، خو اړ دي چي د هیواد لپاره یې ومني. دا بدلونونه به ایډیال نه وي، خو بد به هم نه وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.