Browsing Tag

کډوال

ایران تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي

یو شمېر ایراني رسنیو خبر ورکړی دی، چې دغه هېواد تېره میاشت ۶۰ زره افغان کډوال له خپلې خاورې اېستلي دي. د ایران برنا رسنۍ د خراسان رضوي ولایت د سرحدي قوماندان سردار مجید شجاع له قوله ویلي، چې اېستل شوي افغانان ټول بې اسناده وو او دغه لړۍ لا…

د افغان کډوالو ستونزو په خاطر نن په تهران کې یو کنفرانس پیلېږي

 د افغانستان، پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) د استازو ترمنځ غونډه نن په تهران کې کېږي. د تهران غونډې ته د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین «عبدالرحمن راشد» تللی دی. په دې…

توماس نېکلاسون: یوه کال کې ۱.۳ میلیونه افغانان ګاونډیو هېوادو ته کډوال شوي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون پرون اروپايي پارلمان ته د وینا پر مهال ویلي، په وروستي یوه کال کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه افغانان ایران او پاکستان ته کډوال شوي دي. توماس نېکلاسون ویلي چې دغه شمېر افغانان د ۲۰۲۱…

ایران ۱۹۰۰ افغان کډوال په زور له خپله هېواده ایستلي دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي. له یاد وزارت څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې…

ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي

ایران دوه افغان وګړي اعدام کړي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې ایران په خپلو دوو زندانونو میناب او بندر عباس کې د نشه يي توکو د قاچاق له قضیې سره په تړاو اعدام کړي دي. په دې کې یو الله نور نومېده چې ۳۴ کاله یې عمر درلود او دویم کس هم یارمحمد…

تېر یوه کال کې یو میلیون افغانان ایران ته کډوال شوي دي

په ايران کې د افغانستان سفير وايي چې له تېر يوه کال راهيسې يو ميليون افغانان ايران ته تللي دي. تهران کې افغان سفير عبدالقيوم سليماني دا څرګندونې د ايران له ايسنا خبري اژانس سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې دي. سفير ويلي چې ترلاسه شوي ارقام…

کاناډا له پاکستان څخه ۳۲۴ افغانان کاناډا ته ولېږدول

دعوت میډیا ( شنبه/۵ وږی/۱۴۰۱): کاناډا د کډوالۍ وزیر وايي، پرون د جمعې په ورځ په یوه ځانګړې الوتکه کې ۳۲۴ افغان کډوال له پاکستان څخه کاناډا ته ولېږدول شول. د هغه په ​​وينا، په دغو کسانو کې د کاناډا د دفترونو سيمه ييز همکاران او د بشري…

ترکيه لسګونه نور افغانان بېرته افغانستان ته راليږي

ترکيه ۲۲۷ نور غير قانوني افغان کډوال افغانستان ته را استوي.  انادولو خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي چې ياد شمېر افغان کډوال په غير قانوني توګه ترکيې ته تللي وو چې تر نيول کېدو وروسته يې افغانستان ته د استولو پرېکړه شوې ده. ترکيې تر…

ترکیه؛له کډوالو د ترکانو کرکه په ډېرېدو ده

د کډوالو پر وړاندې د ترکانو کرکه ډېره شوې ده. نړیوالې رسنۍ وایي په وروستیو کې زرګونه افغان، سوریايي او عراقي کډوال پر ترکیه ورمات دي چې ددغه هېواد ښاري نظم یې ګډوډ کړی دی. واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې وايي چې د استانبول او انقرې په څېر د…

ایران: سر له نن څخه به له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي

ایران: سر له نن څخه به له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي. د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي. د یاد وزارت امنیتي…