ایران ۱۹۰۰ افغان کډوال په زور له خپله هېواده ایستلي دي

591

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په تېرو درېيو ورځو کې له ایران څخه څه باندې ۳۷۰۰ کډوال بېرته هېواد راستانه شوي چې له دې ډلې څه باندې ۱۹۰۰ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي. له یاد وزارت څخه په دې اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون له ایران څخه د هرات د اسلام کلا بندر له لاری ۱۵۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې ۵۷۷ کسان په جبري او ۱۰۲۱ نور په خپله خوښه راستانه شوي دي. سرچینه زیاتوي، له دغو کسانو ۲۵۸ یی د مرستو په موخه د کډوالۍ نړۍ وال سازمان  ته ورپېژندل شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د تلې په نهمه او لسمه نېټه د نیمروز د ورېښمو پل له لارې هم ۲زره ۱۳۷ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.