د افغانستان، پاکستان، ایران او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ یا (UNHCR) د استازو ترمنځ غونډه نن په تهران کې کېږي.
د تهران غونډې ته د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین «عبدالرحمن راشد» تللی دی.
په دې څلوراړخیزه غونډه کې به په ګاونډي هېوادونو ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو پر ستونزو او حل لارو خبرې وشي.
د اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو شمېر تر ۶ میلیونو اوښتی دی.
د جمهوریت تر سقوط وروسته د افغان ګډوالو شمېر په ګاونډي هېوادونو کې یو ځل بیا په بېسارې توګه زیاتوالی موندلی او څه نور یې د اروپايي هېوادونو ته رسېدو لپاره په سختو شرایطو کې ژوند بایللی.
په وروستۍ پېښو کې شفیق ستانکزي په نوم یو افغان پناهغوښتونکی د ترکیې پولیسو د بد چلند له امله ووژل شو.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.