ترکیه؛له کډوالو د ترکانو کرکه په ډېرېدو ده

433

د کډوالو پر وړاندې د ترکانو کرکه ډېره شوې ده. نړیوالې رسنۍ وایي په وروستیو کې زرګونه افغان، سوریايي او عراقي کډوال پر ترکیه ورمات دي چې ددغه هېواد ښاري نظم یې ګډوډ کړی دی. واشنګټن پوسټ په یوه راپور کې وايي چې د استانبول او انقرې په څېر د ترکیې په لویو ښارونو کې د کډوالو او ترکي وګړو ترمنځ اخ او ډب ډېر شوی دی. سرچینه وایي چې یو وخت به په ترکیه کې کډوالو ته ښه راغلاست ویل کېده، خو اوس له کډوالو کرکه کېږي او ترکي وګړي پر دوی ګوزارونه کوي. په راپور کې راځي دا نښتې او ناندرۍ د افغان کډوالو او ترکي وګړو ترمنځ هم کېږي او ډېر وخت مسئلې تر پولیسو او محکمې رسېږي. دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې ترکي امنیتي ځواکونه هره ورځ لسګونه افغان کډوال نیسي او وروسته یې افغانستان ته را اړوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.