ایران: سر له نن څخه به له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي

527

ایران: سر له نن څخه به له دغه هېواد څخه د ناقانونه افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې سر له نن شنبې څخه هغه افغانان، چې په ایران کې د اقامت اسناد نه لري، له خپلې خاورې باسي.

د یاد وزارت امنیتي مرستیال مجیدمیر احمدي ویلي چې پولیسو ته امر شوی دی څو هغه کډوال په نښه کړي چې په ایران کې د اوسېدو لپاره قانوني اسناد نه لري.

دغه وزارت ایرانیانو ته هم خبرداری ورکړی، چې هغو افغانانو ته کار ورنه کړي چې د اقامت اسناد نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزارت په وینا، هغه ایرانیان به تر شپږ میاشتو په بند محکوم شي چې بې اسناده افغانان په کار وګوماري.

د ایران حکومت تر تېرې پنجشنبې په ورځ، چې د سرطان نهمه وه، افغان کډوالو ته وخت ورکړی و، چې په سرشمېرنې کې برخه واخلي.

خو له دې سره سره ایران تر یادې مودې وړاندې هره ورځ سلګونه افغانان له خپلې خاورې ایستلي دي.

د تېر کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو میلیون افغانان ایران او دوه نیم لکه پاکستان ته کډوال شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.