استاد لطیف بهاند یو زرین چانس دی/هلمند پردېس

0 1,623

په 2013کال کې  چې کله استاد لطیف بهاند د اوکراین جمهوریت مرکز کیف د افغانستان سفارت کې د شازدافیر په حیث په دنده مقرر شوی وو،او د هغې دندې له مخې د اوکراین جمهوریت  ادېسې ښار ته د سفیر محمد اکبر محمدي سره د خپل رسمي کاري سفر په ترڅ کې اېسې ښار ته راغلی وو،موږ یې هم دیدن ته ورغلو او له نږدې مو لیده کاته سره وشول،زما سره په دغه دیدن کې زما ګران ملګری فریدجان حبیبزی هم راسره وو،له استاد سره مو ښه د زړه خواله وکړه.

موږ د فرهنګي،ادبي او سیاسي بنډار تر څنګ د اسنادو په اړه هم ورسره وغږیدو،او ما هغه وخت غوښتل چې د اوکرایني پاسپورت لپاره اسناد جمع کړم،او د استاد همکارۍ ته اړ وم،پوښتنه مې ترې وکړه،چې استاده غواړم،اسناد واخلم،ستا څه مشوره ده؟
استاد راته وویل:چې زه دلته له شلو کالو څخه ډېر دغو هیوادونو کې اوسیږم،خو د یوه هیواد تابعیت مې وا نخیستلو،همغه خپل افغاني پاسپورت باندې ژوند او دولتي دنده پر مخ وړم.
همغه وو،چې له هغه ورورسته زه هم د اوکراین هیواد په پاسپورت پسې و نه ګرځیدم،او همغه د خپل وطن په پاسپورت او خپل افغاني تابعیت د مسافرۍ شپې سبا کوم.
دا خبرې مې اصلي د استاد بهاند د افغان وطن سره د بې نهایته ډېرې مینې او خپل وطن ته د یوه ایدیال په سترګه کتلو پورې وکړه،او همدارنګه هغه د روسیې له ادبیاتو د جګړې دوه داسې شهکارونه ژباړلي دي،چې ساری نه لري،یو یې (جګړه او سوله، چې د ليف نيکولايوچ تولستوى) اثر دى،او دوهم یې (ارام دون، ميخايل شولوخوف ) اثر دی،دا هغه دوه  شهکار اثره دي،چې د پرمختللي نړۍ په ډېرو غني ژبو ژباړل شوی او ولسونو یې ترې ګټه اخیستي ده،او داسې یو کس چې د راتلونکي لپاره به په داسې دنده مقرریږي،د یو جګړه ځپلی ولس لپاره زرین چانس دی.
زه وایم استاد لطیف بهاند خپل کار او خدمت ته پریږدئ،چې کار وکړي،انسان نیمګړتیاوې لري،مګر استاد له دغه دندې سره سخت جوړ او ورباندې حاکم سړی دی،دا به د افغانستان د راتلونکي نیابتي جګړې په مخنوي کې ستر رول ولوبوي.
که څه هم افغان ملي وحدت حکومت ته لا مخکې په کار وه،چې استاد یې په دغه دنده باندې ګمارلی وای،خو اوس هم ناوخته نه دی،په دې اړه روسان داسې یو متل هم لري،وايي چې :ناوخته هم ښه دی،له هېڅکله څخه.
او همدارنګه که افغان ملي وحدت حکومت دېته ورته نورې هم مقررۍ وکړي،او زموږ ګاوندیو هیوداونو کې تکړه او پوه کسان د سفیرانو په توګه په دندو وګوماري،د دې امکان بېخي ډېر دی،چې د سولې خوب به په رېښتیا بدل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply