د اسمان ليک / سيد اصغر هاشمي

0 662

ګرانه ولسمشره!

انسانان ډېر وخت د خوشالۍ په وخت کې د مننې لپاره لاسونه پورته کوي او زه یې په خوشالۍ خوشالېږم او له چا سره چې زما واک دی، د هغه مننه کوم.

کله چې انسانان په ستونزو کې وي، بیا هم لاسونه پورته کوي او د ستونزو د اواریدو غوښتنه کوي او زه یې په حال خپه کېږم.

تقدیر له پاسه ټاکل کېږي او د زمانې ټولې خوشالۍ او ستونزې له پورته لېږل کېږي، نو ځکه ټول لاسونه پورته نیسي او د بخښنې او دعا غوښتنه کوي او د ښه ژوند درلودل او د ټولو ستونزو اوارول له بره غواړي.

زه هر وخت عذر او زارۍ کوم، چې د انسانانو تقدیر ښه وي، خو بیا هم د تقدیر په بدلیدو کې انساني واک اړین دی. هر شی چې پورته وي، د لاندینو غوښتنه ترې خدمت کول وي او هر لوړ پوړی چارواکی باید د لاس لاندې خلکو د خدمت وسیله وي.

زما ځای پاس دی، خو هېڅکله د ځان نه په ټیټو څېزونو تیری نه کوم. کوښښ کوم چې د برابرۍ څخه کار واخلم. په ټولو یو شان ورښت زما له خوا کېږي. زه ځان سوزوم، خو انسانانو ته میوې پخوم. ډېر خوراکي توکي خوړو ته چمتو کوم.

زه پورته یم او لاندې شیان راته واړه ښکاري، چې لامل یې زما څخه د دوی لریوالی دی. که یو انسان په جګ ځای ودرېږي، ټول انسانان ورته واړه ښکاري، چې په اصل کې دا ټول کوچني نه دي، د ده د سترګو دید دا غوښتنه نه کوي، چې دوی دې په هغه شان وګوري، لکه د نږدې چې یې ویني. ځینې انسانان مې ولیدل، چې لوړ ځای ته ورسېږي، د لاس لاندې خلک ورته کوچني ښکاري، سره له دې چې په ډېرو ټیټو چوکیو مې پوهان او په ډېرو لوړو چوکیو مې ناپوهان ولیدل.

زه یو مخ لرم او ډېری وخت شین وي، خو ستا په دربار کې ډیر کار کوونکي د سیکې په شان څو مخونه لري. زما زړه د انسانانو د نا وړو  کړنو شین دی.

زه په یو حال ولاړ یم، خو په تاسو کې په یو حال لږ خلک پیدا کېږي. کله کله زه په یو حال نه پاتې کېږم، کله وریځ او کله لمر شم، خو ستاسو ډېر انسانان هم په یو حال نه دي، کله د جومات په کونج کې ناست نصیحتونه کوي، د شپې د شرابو پیالې ډکوي او سبا پر حرامو اخته او د بې وزلو بډې اخلي. زه چې په یو حال نه یم، دلیل یې دا دی، چې زما واک له ما سره نه شته، خو ستاسو واک له تاسو سره دی، نو بیا ولې؟

کله چې انساني ستونزې وګورم، زړه مې ګډو وډ شي، د مخ شین رنګ مې په تور رنګ واوړي، چغې وهم، زما له چغو ماشومان ویریږي او کله کله ناپیدا شویو ماشومانو ته زما له قهره بېلابېلې ستونزې پیدا کېږي، نو له سترګو مې اوښکې د چټک ورښت په شان وبهيږي، خپل درد او غم په همدغو اوښکو لږوم، چې کله ډېر وژاړم، نو زړه مې ارام شي او بیرته خپل رنګ اوړوم او خپل عادي حالت ته ګرځم. زما ژړا ستاسو په حال او ستاسو په نا وړه چارو ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply