د حامد کرزي او اشرف غني د سياسي قدرتونو پرتلنه

0 698

فرهاد داوري

مقدمه

حامد کرزی او اشرف غني دواړه د ليبرال ډيموکراسۍ د ټينګښت لپاره د مختلفو فرضيو له مخي کار وکړ، دوی تر ډېره بريده په يوه لوی تصوير کي شريک کسان دي، خو د روش پر سر متفاوت فکر لري، کرزی د جهادي روايتي سياست له مخې د دې ډيموکراسۍ د ټينګښت لپاره کار وکړ، خو اشرف غني بيا ليبرال تيکنوکراټيک روايتي سياست له مخي کار وکړ، دواړه د ډيموکراسۍ د تحقق پر مبادي سره همږغي دي، خو د مبادي د تحقق پر روش فکري اختلاف لري، دواړه د حکومتولۍ او سياسي بنسټونو لپاره د غیر متجانس (التقاطي) لارو څخه کار اخيستی دی، خو د سلني له مخي يې په تګلارو کي د دريځونو شتون توپير لري، پدې ليکنه کي هڅه کوم چي د د دوی د قدرتونو د بنسټونو ترمنځ د توپير ټکي په ګوته کړم او لوستونکو ته د راتلونکي سياسي لارو په اړه د فکر دروازه خلاصه کړم.

بنسټيزي وراشې: حامد کرزی، اشرف غني، سياسي قدرت، د قدرت بنسټونه…

د سياسي قدرت عيني مفهوم

قدرت په سياسي علومو کي لويه کورنۍ ده، د قدرت وراشه د ارادې د تطبيق لپاره کارول کېږي، کله چي يو فرد وکولای سي چي د خپلي ارادې او موخي سره سم د نورو افرادو پر کړنو اغېز وښيندي، دا قدرت دی، يا په نورو افرادو د خپلي خوښي مطابق عمل تر سره کول، قدرت دی، د قدرت په کورنۍ کي مهم يې سياسي قدرت دی، سياسي قدرت په لويه کچه د دولت د ارادې تطبيق ته ويل کېږي، ياني د ارادې او تطبيق تر منځ بايد خنډونه له منځه يوړل سي، سياسي قدرت د دولت سره وي او دولت د خپل قلمرو په داخل کي خپله اراده پلې کوي، د سياست په اناټومۍ کي قدرت د ملا د تېر حيثيت لري، که چيري قدرت نه وي سياست شکل نسي نيولای او نه هم د ارادې تطبيق کولای سي، حتا بېله قدرته سياست نا شونی دی، ځکه چي د سياست په معاصر تعریف کي داسي ويل کېږي (سياست په هغو ټولنو کي چي قدرت تمرکز پيداکړی وي، موجود دی، د قدرت سم استعمال ته سياست ويل کېږي). نو ځکه سياست بېله قدرته مانا نه ورکوي.

د حامد کرزي د سياسي قدرت بنسټونه

د ۲۰۰۱ کال په جريان کي د افغانستان د سياست ماډل تغير سو، د استبدادي اسلامي نظام پر ځان غربي ليبرال ډيموکراټيک ماډل ځای پر ځای سو، دا چي دا نوي ماډل د چاپيريالي ارزښتونو سره سمون کړی وای، پدې برخه کي د چاپيريالي ډيموکراسۍ د تيوريو له مخي، لومړنی حالت يې بايد په وطني تګلارو تطبيق سي، تر څو د چاپيريالي ارزښتونو سره سر وخوري، وروسته حالت يې د تخصصي کېدو او مطلقيت دی، په افغانستان کي هم داسي وسوه، د ليبرال ډيموکراسۍ واګۍ د جهادي روايتي سياستونو په لاس ورغلی، دوی د ليبرال ډيموکراسۍ سره په تيوريکي لحاظه ټکر هم وه، خو د مجبوريت او منفعت له مخي يې واګی په لاس کي واخيستی، ددې نظام څخه د دوی فهم ډېر لږ و، نو ځکه دوی پر تيوريکي مسايلو کار ونکړ، يوازي د مادي ګټي په لاسته راوړلو يې پيل وکړ چي کرزي دا حالت ډېر ښه ورته ترسيم کړی و، کرزي له يوې خوا هڅه کول چي د افغانستان د ټولنپوهني له اړخه سياسي قدرت وساتي او له بلي خوا د ليبرال ډيموکراسۍ بنسټونه پاخه کړي، نو ځکه کرزي پر لاندي بنسټونو تکيه درلوده:

۱. د جهادي- قومي او مذهبي متنفذينو اصل

کرزی دې پايلي ته رسېدلی و چي په افغانستان کي د ارادې خپلواکي نسته، بلکي پرېکړې په شبکه يې ډول کېږي، خلک د قومي، مذهبي، جهادي او نورو شبکو په منځ کي ځای پر ځای سوي دي، هره شبکه ځانته ځانګړي مخور او مشران لري، نو ځکه پر همدې مخورو پانګونه د شبکو په جلب او ملاتړ کي مهم رول لري، ده هڅه کول چي سياسي قدرت د همدې کسانو په اراده تطبيق کړي، نو ځکه يې تکيه د مخورو او متنفذينو پر رضايت وه، دا اصل په زياته کچه د کرزي لخوا پلي کېدی.

۲. د اقليتونو دوه اړخيزه سیاسي ملاتړ

په افغانستان کي اقليتونه د تاریخ په اوږدو کي سياسي صحنې ته ندي پرېښودل سوي، کرزي هڅه وکړه چي دوی پياوړي کړي، تر څو ملاتړ يې خپل کړي، همداسي هم وسوه، زيات  اقليتونه پياوړي سوه او د کرزي په ملاتړ ودرېدل.

۳. د نظامي فاتحانو د شراکت اصل

د امريکا لخوا د طالبانو پرځېدل، په افغانستان کي دننه شمالي ټلوالي خپله اتلولي وګڼل او د يویشتمي پېړۍ افغانستان يې خپله فتحه وبلل، نو ځکه تر هر چا د زيات سياسي ونډي ادعا يې پيل کړه، حتا په بُن کنفرانس کي يې د و لسمشرۍ ادعا په مستقيم ډول کول، کرزي دوی په سیاسي تصميمونو کي په پوره اندازه شريک کړه او جنرال فهيم ته يې د فتح مډال (مارشالي) ورکړه، نو ځکه دده زياته تکيه هم پر شمالي ټلوالي وه.

۴. د طالب ځپلي ولس د ملاتړ اصل

د امريکا له بريا څخه وروسته چي کرزی واک ته ورسېدی، فکري آزادۍ تضمين سوې، اقتصادي پياوړتيا رامنځته سوه او خپلمنځي اختلافات تر زياته بريده حل سوه، پدې سره هغه ولس چي د طالبانو ظلمونو ځپلي وه په ځانګړي ډول د شمال خلک، د کرزي سره په ټينګه ودرېدل، خو وروسته چي جهادي ټيکه داران ماړه سوه، دوی هڅه وکړه چي پر ولس د فرعونيت اصل تطبيق کړي، پدې سره ولس هم په وروستيو کي له کرزي څخه ليري سو.

۵. د ښځو د تمثيلي حقوقو د ورکړي اصل

افغانستان ته د نړيوالي ټولني په راتګ سره د ښځو ملاتړ پياوړی سو، په ځانګړي ډول امريکا د ښځو پر ونډي زيات ټينګار کاوه، له بلي خوا د کرزي پر شاوخوا راټوله کړۍ ددې اصل سره په مفکوروي ډول مخالف وه، کرزي له يوې خوا د نړيوالي ټولني غوښتني نسوې ردولای او له بلي خوا يې د خپلي شاوخوا کړۍ مفکوره نسوه بدلولای، نو ځکه دده په وخت کي په سياسي ډول د ښځو تمثيلي ملاتړ کېدی، د واقعي پياوړتيا لپاره بنسټيز کارونه ونسوه.

۶. د نړيوالي ټولني د ملاتړ اصل

کرزی د بهرنيانو پر اوږو سپور ارګ ته ورسېدی، کرزی د قدرت په ارمان او نړيواله ټولنه د ډيموکراسۍ د تطبيق په ارمان وه، دواړه سره يو ځای سوه او ارګ يې ونيوی، پدې سره امريکا او نورو نړيوالو متحدينو يې په واقعي ډول ملاتړ کاوه، خو وروسته چي د کرزي اراده او د بهرنيانو  موخي سره په ټکر کي سوې، بيا د باور فضا له منځه ولاړه او کرزی يوازي پاته سو.

د اشرف غني د سياسي قدرت بنسټونه

اشرف غني د ليبرال ډيموکراسۍ د متخصص په توګه له لومړيو څخه د کرزي په څنګ کي و، تر څو کرزي ته تخصصي او ټکنوکراټيکي لارښووني وکړي، د کرزي په وخت کي د غرب څخه يو شمېر افغان ټکنوکراټان ددې لپاره راغله تر څو د ډيموکراسۍ نسخه سمه تطبيق کړي، پدې ډله کي اشرف غني، انور الحق احدي، علي احمد جلالي، يوسف نورستانی او ځيني نور په کښته پوړ کي موجود وه، دوی د کرزي په کابينه کي هم ځايونه ونيول او په ځينو مهمو مسايلو کي د خليلزاد په شمول ور ګډ وه، وروسته له دې چي کرزي د غرب سره اړيکي ترينګلي کړې، جهادي حرکتونو پر پېسو او شتمنيو شوخند واهه، همدې ټکنوکراټانو هڅه وکړه چي قدرت د جهادي سياسي مکتب څخه انتقال کړي، امريکا او نړيوالي ټولني يې ملاتړ وکړ پدې ډله کي مهم يې اشرف غني و، ځکه دی په ډېرو مسایلو کي تر نورو مخته و او تر ډېره بريده په وطني روشونو هم پوهېدی، اشرف غني هڅه وکړه چي د سياسي قدرت لپاره لاندي بنستونه انتخاب کړي او کار ورباندي وکړي:

۱. د ټکنوکراټانو او متخصصينو اصل

کرزي د مخورو او متنذينو اصل مهم بلی، خو اشرف غني يې پر ځای وطني او په بهر کي اوسېدونکي ټکنوکراټان بديل کړ، ده هڅه وکړه چي د اروپا او امريکا ټکنوکراټان راولي او دلته يې تقويه کړي، تر څو حکومتولي تخصصي سي او سياسي قدرت پر اړيکو تطبيق نسي، مهم کسان يې همايون قيومي، داود نورزی، شاه زمان ميوندی او ځيني نور کسان وه چي دده په وخت کي تر سياسي بستونو پوري ورسېدل او حتا ځيني يې پښتو ليک او لوست هم نسي کولای. ددې تر څنګ ده هڅه وکړه چي وطني ټکنوکراټان هم په سياسي مسايلو کي ور ګډ کړي او مهمي دولتي دندي وروسپاري، ياني په کُل کي ده د کرزي د مخورو اصل په ټکنوکراټانو عوض کړ. خو وطني ټکنوکراټان د اشرف غني په وخت کي د نظام د شريکانو په توګه وګڼل سول، نه د مالکانو په توګه. د شراکت ونډه يې هم تر بهرنيو ټکنوکراټانو کمه ده.

۲. د ښځو د حقوقو د ريښتني ملاتړ اصل

د اشرف غني د ولسمشری پر مهال د ښځو د حقوقو حقيقت تر ډېره بريده په پام کي ونيول سو، په ځينو قوانينو کي يې د ښځو حق ومنی د بېلګي په توګه د جزا په کود کي د ښځي د بکارت پرده بېله د هغې له اجازې څخه د عدلي طب د کتني لپاره نسي معرفي کېدای.

د ښځو د حقوقو په برخه کي يې د رولا غني پر لاس د لويو پروژو تطبيق ته زمينه مساعده کړه او د ښځو د حقوقو په ملاتړ يې د ارګ په دننه کي دفاعي بورډ تشکيل کړ، د ښځو د حقوقو ملاتړ د کرزي په وخت کي نمايشي، تمثیلي او په ځينو برخو کي د بهرنيانو په فرمايشي ډول، کېدی، خو د اشرف غني د ولسمشری په وخت کي تر ډېره بريده حقيقي دی، که د ۱۳۹۷ کال پارلماني ټاکنو ته وګورو زياتو ښځو د مبارزې صحنې ته زړه ښه کړ او ولوبېدلې، ښځي په سياسي تشکيلاتو کي ومنل سوې او په لويه کچه د ښځو د پياوړتيا لپاره حتاالوس هڅي وسوې،  پدې توګه اشرف غني د ښځو د ملاتړ څخه برخمن سو او د سياسي قدرت د مشروعيت يو بنسټ يې هم همدا ښځي دي.

۳. د علمي او اکاډميک قشر د ملاتړ اصل

اشرف غني د علمي او اکاډميک ماحول څخه را پورته سوی دی، خو کرزی د سياسي چينلونو له لاري مبارزه وکړه، اشرف غني د ماليې له وزارت وروسته د کابل پوهنتون رئيس سو، نو ځکه ده به ويل چي زه يو معلم يم، پدې توګه د افغانستان د ښوونځيو او پوهنتونونو په ماحولونو کي يې پوره ملاتړ خپل کړ او دا قشر يې په ملاتړ ودرېدی، خو د کرزي ملاتړ پدې قشر کي کم و، که څه هم ځينو يې د بديل په نشتون سره ملاتړ کاوه، خو د اشرف په ملاتړ په سمه توګه ودرېدل.

۴. د روشنفکرانو او مُډرنو افکارو لرونکو د ملاتړ اصل

اشرف غني د معاصر وخت د روشنفکرانو په منځ کي ځانګړی ځای درلودی، د دوهم متفکر په نامه مشهوره سو، په افغانستان کي هغو روشنفکرانو چي د روان حالت نقد يې کاوه او د کرزي د ملوک الطوايفي حکومت څخه ناراضه وه، دده د تګلاري ملاتړ يې وکړ، ده هم ددې قشر په پياوړتيا کي د خپلي واکمنۍ پر مهال زيات رول ولوبوی، دا قشر په بېلابېلو بنسټونو کي ځای پر ځای سوی دی، لکه مدني ټولني، فرهنګي ټولني، ژورناليستکي بنسټونه او نور. که څه هم د کرزي په لومړي وخت کي همدې بنسټونو دده ملاتړ کاوه خو کرزي ځانګړې تګلاره نه ورته درلوده، نو ځکه دوی هم مخ واړوه.

۵. د يکبار مصرف سياسي مشرانو اصل

اشرف غني د واک د تر لاسه کولو لپاره د خپلو سرسختو فکري متضادو کسانو سره لاس يو کړ، د هغو په مټ يې رايې راټولي کړې او وروسته يې د واک څخه وشړل، د بېلګي په توګه په ازبکو کي دوستم چي دده سره په هيڅ ډول فکري اتحاد نسي کولای، ده خپل لومړی مرستيال کړ، په تاجکو کي احمدضيا مسعود او په پښتنو کي د همايون، ظاهر قدير او نورو کسانو استعمال و، دا کسان په فکري لحاظ دده سره ډېر توپير لري، خو ده د رايو د ګټلو په موخه ملګري کړل چي پدې ډول يې د قدرت د لاسته راوړلو يو بنسټ هم همدا کسان وه.

۶. د نړيوالي ټولني ملاتړ

د کرزي د واکمنۍ په وروستيو کي د امريکا سره د امنيتي تړون پر سر د کرزي او غرب ترمنځ اړيکي ډېري ترينګلي سوې، ددې اړيکو د رغولو لپاره اشرف غني متخصص کس و، نو ځکه نړيوالي ټولني يې هم ملاتړ وکړ او د واک د لاسته راوړلو په دوهمه ورځ يې دا تړون لاسليک کړ، پدې ډول ولسمشر غني د خپلي واکمنۍ پر مهال د غرب او نړيوالي ټولني سره اړيکي تر دې بريده صميمانه کړې چي هيڅ د ټکر ټکي نه پکښې لېدل کېږي، نو د نړيوال ملاتړ له مخي هم ده وکولای سول چي خپل قدرت ټينګ کړي.

د پورته معيارونو له مخي حامد کرزی او اشرف غني واک ته ورسېدل او د قدرت په تطبيق کي يې د ځينو نورو فرعي روشونو څخه هم کار اخيستی، خو په کُل کي همدا پورته اصول د دوی د تقويت لامل سوه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply