سوله که ټاکنې، کوم يو ضرور دي؟ / خوشحال آصفي

0 532

په داسې حال کې چې د افغان سولې په تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد په کابل کې د يو شمېر سياسيونو سره ليده کاته کوي او ټاکل شوې چې له کابله به وروسته پاکستان، قطر او ابو ظبۍ ته ولاړ شي؛ والسټریټ ژورنال ورځپاڼې د امریکايي مقاماتو له قوله ویلي چې د امریکا حکومت پر دې غور کوي چې د سولې د روانې هڅو د بریالیتوب لپاره له افغان حکومت څخه د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو ځنډېدو غوښتنه وکړي. ورځپاڼه د امریکا د یوې پخوانۍ ډپلوماتې رابن رافیل له قوله لیکي “خلیلزاد بیړه کوي.” خو وایي چې کله زلمي خلیلزاد دغه وړاندیز په کابل کې وکړ نو د ولسمشر غني او د ملگرو لخوا یې مخالفت وشو.

والسټريټ ژورنال ورځپاڼه وايې د امريکا اداره په دې کار کوي چې ژر تر ژره د افغان جګړې د پای لپاره د حل لار پيدا کړي او د افغان ولسمشريزو ټاکنو د ځنډولو وړانديز د همدې هڅو يوه بېلګه ده. ورځپاڼه د سرچينو په حواله وايې که د اشرف غني لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو د نيټې له ځنډولو سره مخالفت وشي نو امریکا به په نورو انتخابونو غور وکړي لکه د ايتلافي حکومت رامنځته کول يا موقته اداره.

بل لور ته ارګ د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې ياد راپور ته تند غبرګون ښودلی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو کې ځنډ ورته د منلو نه دی او وايي، دغه ټاکنې به پر خپل ټاکلې وخت تر سره شي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ولسمشر غني به د امريکا له ياد وړانديز سره مخالفت وکولی شي او يا د غني مخالفت به کوم ځای ونيسي؟

د کابل مجبوريت

ښکاره ده چې له امريکا سره د ولسمشر غني مخالفت به په ټول افغانستان کې يو بحران رامنځته کړي. ځکه په تېر حکومت کې هم کله چې امريکا له حامد کرزي څخه د امنيتي ټړون لاسليکول وغوښتل او کرزي ورسره مخالفت وکړ نو د هيواد حالات ترينګلي شوي و. اوس دېته په کتو چې د کابل اداره د سياسي ملاتړ سربېره له مالي اړخه هم د امريکا له مرستو پورې تړلې ده، داسې ښکاري چې ولسمشر غني به له مجبوريته هم د امريکا له يادې طرحې ملاتړ کوي او ټاکنې به ځنډوي. ځکه افغان حکومت له مالي پلوه د امريکا په مرستو متکي دی او که د امریکا غوښتنې نه منل کيږي نو طبيعي ده چې امريکا به هم خپلې مرستې محدودوې او يا قطع کړي.

د امريکا لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو د ځنډولو له وړانديز سره اشرف غني ځکه مخالفت نشي کولی چې د راروانو ولسمشريزو ټاکنو مالي ملاتړ هم امريکا کوي، او کله چې د امريکا غوښتنه نه منل کيږي او مرستې يې قطع کيږي نو افغان حکومت بيا دومره مالي تاوان نه لري چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو خرڅ دې پرې کړلی شي.

 

کابل ته د خليزاد د سفر تر شا

که څه هم رسنۍ کابل ته د زلمي خليلزاد د دويم سفر موخه د افغان سولې د هڅو چټکول ياد کړي دي؛ خو د پردې تر شا خليلزاد د افغان سياسيونو سره د موقت حکومت يا هم د يو داسې ايتلافي حکومت د طرحې په جوړولو بوخت دی چې د افغان سياسيونو تر څنګ په کې وسله وال طالبان هم ځای ولري. دا چې کابل ته له رارسيدلو سره سم خليلزاد له عطامحمد نور، اسمعيل خان او د حکومت له ځينو نورو منتقيدينو سره وکتل نو دا ګمان يې لا هم پياوړی کړ چې ګويا امريکا په افغانستان کې د ايتلافي يا موقت حکومت د جوړولو په طرحې کار کوي.

سوله که ټاکنې، کوم يو ضرور دي؟

پرته له شکه چې افغان ولس د سولې تږی او ورته سترګې په لار دی او که چيري زلمی خليزاد له وسله والو طالبانو سره په دې موافقې ته رسيږي چې جګړه بس او سوله ومني نو بيا د ولسمشرۍ ټاکنو ځنډيدل سل په سلو کې منل کيږي. ځکه همدا اوس هم خليلزاد له کابله وروسته اسلام آباد او له هغه ځایه قطر او ابو ظبۍ ته په سفر ځي. خليلزاد په قطر کې هڅه کوي چې له وسله والو طالبانو سره په دې موافقې ته ورسيږي چې طالبان به هم په واک کې شريکوي او راتلونکی حکومت به د افغان سياسيونو او وسله والو طالبانو تر منځ شريک ايتلافي حکومت رامنځته کړي.

نتيجه

امريکا ته د افغان حکومت پورته ياد شويو مجبوريتونو او د ولس غوښتنې ته په کتو دا به ښه وي چې د ولسمشرۍ ټاکنو پر ځای دې سولې ته لومړيتوب ورکړل شي. کچيري زلمی خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره د ايتلافي حکومت په جوړولو موافقې ته رسيږي نو افغان حکومت بايد امريکا څخه د سولې په ضمانت اخيستلو سره راتلونکې ټاکنې وځنډوي. همدا ډول له طالبانو او د افغان سياسينو هم بايد قوي ضمانت واخيستل چې دوی به د اويایمو لسيزو دښمنۍ شاته پريږدي او نور به په ايتلافي حکومت کې په ګډه د يو هدف لپاره کار کوي. که داسې وشي نو پرته له شکه چې د افغان وژنې روانه پروژه به بنده او افغانان به د سولې او ارامۍ ساه واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply