د سولې خبرې؛ طالبان ولې له امريکا سره توافق ته نه رسيږي؟

0 893

 خوشحال آصفي

 په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي په شپږو مياشتو کې د سولې د راوستلو هيله څرګنده کړې ده؛ خو په وروستيو کې د امریکا سيالو هيوادونو ته د طالبانو د سفرونو په نتيجه کې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې په روانو خبرو کې سستي رامنځته شوه. تېره اونۍ وسله والو طالبانو وويل چې که د امریکا حکومت په افغانستان کې د سولې په تړاو خپله تګلاره سمه نه کړي او بېرته هغې اجنډا ته رانه شي چې د دوی په خبره په اړه یې هوکړه شوې وه، دوی به له امریکایانو سره د سولې هر ډول خبرې وځنډوي. د طالبانو هدف له افغانستانه د امريکايې قواوو وتلو په اړه خبرې وې.

طالبانو ته په غبرګون زلمي خليلزاد ويلي و چې که طالبان جنګ ته ادامه ورکوي متحده ایالتونه به د افغان حکومت ترڅنګ له طالبانو سره وجنګېږي. د خليلزاد او طالبانو اختلاف دومره تند شو چې طالبان زلمی خليلزاد د امريکا د حکومت پر ځای د افغان حکومت استازی وباله. طالبانو په خلیلزاد تور لګولی و چې د افغان حکومت په استازولۍ خبرې کوي. د همدغې اختلاف په نتيجه کې په دوحه او اسلام آباد کې د طالبانو او خليلزاد تر منځ ليده کاته هم لغوه شول. اوس په وروستيو کې له ډېرو ګنګوسو، ګواښونو او جنجالونو وروسته بلاخره تېره دوشنبه او نن سه شنبه په قطر کې طالبانو له زلمي خليلزاد سره وکتل.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د طالبانو او امريکا تر منځ د اختلاف اصلي ټکی څه دی او دواړه لوري ولې توافق ته نه رسیږي؟

د طالبانو او امریکا تر منځ د اختلاف ټکي ممکن ډېر اوسیږي خو په ټوله کې دوه عمده لوی ټکي شته چې پر سر يې طالبان له امریکا سره توافق ته نه رسيږي.

لومړی؛ له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو مهالوېش

د افغان سولې په تړاو د امريکا او طالبانو تر منځ د اختلاف لوی ټکی له افغانستانه دامريکايې سرتېرو يا بهرنيو قواوو وتل دي. طالبان امريکا ته وايې چې له افغانستانه وځئ او که نه؟ که وځئ نو کله؟

خو امریکا ترې له افغانستانه د وتلو په صورت کې د امريکا پر ضد د طالبانو نه کارولو يا د امريکا پر ضد د افغان خاورې نه کارولو ضمانت غواړي. امريکا طالبانو ته وايې بهرنۍ قواوې به هغه وخت له افغانستانه ووځي چې طالبان ورته د دوی پر ضد افغان خاورې او د طالبانو د نه کارېدلو ضمانت ورکړي.

ځکه امریکا اندېښنه لري که چيري له افغانستانه ووځي نو ممکن لکه د 2001 کال په څېر چې اسامه بن لادن د امريکا په دووه سوداګريزو برجونو بريد وکړ؛ بيا هم طالبان د ورته بريد تابیا ونيسي. د امريکا دا اندېښنه په دې پيدا شوې چې په وروستيو کې طالبانو له روسيې او ايران سره اړيکې ډيرې نيږدې کړي او امريکا ډار لري که چيري له افغانستانه يې ځواکونه ووځي نو ممکن روسيه او ايران طالبان يو ځل بيا د امریکا پر ضد ولمسوي او امکان لري چې د 2001 کال پېښه يو ځل بيا تکرار شي.

دلته د مسالې پيچلی اړخ دا دی چې طالبان امريکا ته دا ضمانت نشي ورکولی چې له افغانستانه د امريکايې قواوو د وتلو په صورت کې به طالبان د امريکايې ګټو پر ضد نه کاريږي. ځکه طالبانو چې په وروستيو کې مسکو او ايران ته سفرونه درلودل له ايراني او روسي چارواکو سره يې تړونونه کړي چې په افغانستان کې به د امريکا ګټې ننګوي.

دویم؛ له افغان حکومت سره مخامخ خبرې

د امريکا او طالبانو تر منځ په روانو خبرو کې زلمي خليلزاد تر ډېره هڅه کړې چې طالبانو دې ته قانع کړي چې له افغان حکومت سره مستقيماً د سولې خبرې پر مخ یوسي. په دې لړ کې امریکا د پاکستان له لارې هم په طالبانو فشار راوستلی چې له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي. د همدې فشارونو په نتيجه کې تېره اونۍ طالبانو په زلمي خليلزاد تور پورې کړ چې ګويا د امریکا د حکومت نه بلکې د افغان حکومت په استازولۍ ورسره زلمی خليلزاد خبرې کوي.

اوس د امريکاي او طالب چارواکو تر منځ د دواړو لورو د اختلاف ټکی له افغان حکومت سره د طالبانو مخامخ خبرو پيلول هم دي. ځکه افغان حکومت له امریکا غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي څو له افغان حکومت سره خبرو ته خاضر شي اما طالبان لا هم يواځې له امريکا سره په خبرو تاکيد کوي. تمه ده چې د امريکا او طالبانو تر منځ په راتلونکو خبرو کې د يادو دواړو اختلافي مسايلو پر سر هوکړه وشي او طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply