پاکستان له طالبانو څنګه ګټه اخلي؟ / خوشحال آصفي

0 821

کلونه کيږي چې وسله وال طالبان له افغان دولت سره جنګيږي چې په دغه موده کې د سر د زيانونو تر څنګ افغانستان ډير مالي او سياسي زيانونه هم کړي دي. وسله وال طالبان ظاهراً د اسلام په نوم د جهاد دعوه کوي خو ډيری خلک اوس په دې پوه شوي چې د طالبان يوه پردۍ جنګي پروژه ده چې د پاکستان لخوا رامنځته شوې. دغه ډله د افغانستان د کورنيو جګړو پر مهال په 1994 کال کې د اکتوبر په لسمه نېټه د ډيورنډ کرښې په غاړه د کندهار په سپين بولدک کې د «تحریک اسلامی طلبای کرام» په نوم رامنځته شوه.

هغه مهال افغانستان له سختۍ کورنۍ جګړې کړېدلو، په خلکو کې د علميت روحيه بيخي ضعيفه وه، نالوستي مو ډير و، بل لور ته افغانان د کورنيو جګړو او د تنظيمي رهبرانو څخه سخت بيزاره شوي و. نو طالبانو د افغانانو له همدې بې علمۍ او مجبوريت څخه استفاده وکړه او د کفر او شرک سره د جهاد په شعار سره يې ځان ته ډير پلويان پيدا کړل. افغانانو ځکه ورته هرکلی وکړ چې له کورنيو جنګونو په تنګ شوي و او باور يې درلود چې ګويا دوی يې له دغه شره خلاصولی شي. خو خبر نه و چې په داسې ابدي شر به يې اخته کړي چې بيا به ترې خلاصېدل ډیر سخت وي.

پاکستان چې په لږ وخت کې د دغې ډلې پرمختګ او د خلکو په منتځ کې ځای پيدا کيدل ولي نو ژر يې پرې کنټرول پيدا کړ او له هغه وروسته دغه ډلې په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتو او پوځ په اشاره جنګي فعاليتونه شروع کړل. له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ په اړه په خپله د پاکستان د کودتايې ولسمشر پروېز مشرف مرکې ژوندي ثبوتونه کيدای شي چې په افغانستان کې د کرزي په مشرۍ د انتقالي او بيا وروسته د پراخ بنسټ حکومت پر ضد يې د جوړولو باندې اعتراف کړی دی. مشرف په خپلو څو مرکو کې په ښکاره اعتراف کړی چې د ډيورنډ په غاړو کې د طالبانو ډله د دوی د حکومت لخوا رامنځته او ملاتړ يې وشو څو په افغانستان کې د کرزي حکومت چې په لومړيو کې هندوستان ته ډير نیږدې و؛ پرې راوپرځوي.

له هغې وروسته د هرې ورځې په تيريدلو طالبان د پاکستان لخوا لا تجهيز او تمويل کيدل، په پاکستان کې ورته مجهزې د توليد مدرسې جوړې شوې، ورته د پاکستان د پوځ لخوا د ترهګرۍ نظامي زده کړې ورکړل شوې او د تورخم په ګيټ به افغانستان ته را اړول کيدل. طالبان په دغه موده کې د افغان دولت لپاره په ستر سرخوږدي بدل شول چې بلاخره حامد کرزي ورباندې د سولې غږ وکړ. خو دا چې دغه ډله د پاکستان په اشاره جنګېدله او پاکستان د افغانستان له جنګه پراخه ګټه پورته کوله نو هم د پاکستان په اشاره يې د سولې خبرې رد کړې او جګړې ته يې دوام ورکړ.

د کرزي دوره هم پایته ورسېده او په 2014 کال کې د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د ملي يووالي حکومت رامنځته شو. په دغه دولت کې هم له نظامي لارې د طالبانو د ماتولو لپاره افغان امنيتي ځواکونو کلکه مبارزه وکړه خو دا چې په وروستيو کې د امريکا او پاکستان اړيکې خرابې شوې وې او پاکستان د انزوا په څنډه ولاړ و؛ نو پاکستان هم دغه ډله د امريکا په رقيبو هيوادونو لکه روسيه، ايران او چين باندې خرڅ کړل. پاکستان دغه ډله داسې وکاروله چې هم يې د جنګ په ډګر کې ترې مستقيم او غير مستقیم ګټه واخيستله او هم يې اوس له امريکا سره د سولې خبرو ته حاضرولو په نوم پرې پيسې پيدا کړلې.

په ټوله کې ويلای شو چې پاکستان په دوه طريقو له طالب وسله والې ډلې استفاده وکړله او ګټه يې ترې واخيسته

لومړی؛ له افغان حکومتونو سره مستقيماُ د جنګ په ډګر کې

له هغه وخته چې طالبانو په افغانستان کې پوځي ورانکاري شروع کړې ده؛ پاکستان دافغانستان له جګړې په مستقيم او غير مستقيم ډول په ملياردونو ډالر ترلاسه کړل. یعنې د طالبانو د جګړې او ناامنۍ له امله د افغانستان ټول کانونه پاکستان ته قاچاق شول، تاریخي اثار مو ولوټل شول، په سيندونو مو د بندونو جوړولو فرصتونه له لاسه ورکړل، افغانستان د پاکستاني توکو لپاره ښه بازار جوړ شو او … نور. همدا چاره د دې باعث شوه چې پاکستان د افغانستان له جګړې په ميلياردونو ډالر وګټی.

دويم؛ له امريکا او افغان دولت سره د سولې خبرو ته د حاضرولو په نوم

د پخواني ولمسشر حامد کرزي له دورې راهيسې پاکستان د طالبانو پر سر سوداګري کړې او تر ننه يې د افغان حکومتونو تر څنګ له امريکا او نړيوالې ټولنې څخه د ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغان سولې سره د مرستې په نوم په ملياردونو ډالر ترلاسه کړي دي. امريکا به کال په کال پاکستان ته د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ميلونونه ډالر ورکول خو دغه هيواد به برعکس د طالبانو تمويل او تجهيز پرې کولو. آن تر دې چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په زغرده د 2018 کال په لومړۍ ورځ په يو ټويت کې د پاکستان له لوبې پرده پورته کړه او ويې ویل چې دغه هيواد له امريکا په ميلونونو ډالر اخلي په مقابل کې يې په مونږ درواغ پلوري.

اوس نن ورځ چې د افغان سولې خبرې تودې شوي نو يو ځل طالبان د پاکستان لپاره په ښه ډالري سرچينې بدل شوي او له امریکا څخه د پیسو د شکولو لپاره يې استفاده کوي. د راپورونو له مخې همدا څو ورځې وړاندې هم امريکا د دې په خاطر پاکستان ته يو مليارد ډالر ورکړل چې طالبان يې په وروستيو خبرو کې له زلمي خليلزاد سره خبرو ته حاضر کړل.

په ټوله کې ويلای شو چې طالبان د پاکستان بې دريشۍ عسکر دي چې له لومړي سره تر ننه يې پاکستان ته په ملياردونو ډالره ګټه او افغانستان ته زيان رسولی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply