د سولې خبرې؛ ولسمشر غني ولې ناهيلی دی؟ / خوشحال آصفي

0 733

په داسې حال کې چې په قطر کې د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د سولې خبرې شپږمې ورځې ته وغځېدې؛ دلته په کور دننه يې په اړه بېلابېل غبرګونونه پارېدلي. په عامو خلکو کې د پخوا په پرتله دغو خبرو ته هيله مندي پېدا شوې ده خو سياسيون يې په اړه بېلابېل نظرونه لري. افغان ولسمشر غني ويلي چې په دوحه کې د افغان حکومت د استازو په نه شتون کې د طالبانو او امریکا خبرې به بې پايلې پايته ورسيږي. ملي شورا هم په دوحه کې دغو خبرو ته چندان هيله مندي نه لري. ملي شورا وايې دغو خبرو به هله مثبته پایله درلودلی وای چې د افغانانو د رضایت او غوښتنو سره سمې ترسره شوې وای.

امریکايي چارواکو او طالبانو تر دې مهاله د دوحې د ناستې د پرېکړو او هوکړو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي، خو ویل شوي چې د دغې ناستې په پای کې به دواړه لوري يوه ګډه اعلامیه خپره کړي. خو پوښتنه دا ده چې د دغو خبرو له پايلو وړاندې ولې خلک اندېښمن دي؟

ولسمشر غني ولې ناهيلی دی؟

په ټوله کې د سولې روانو خبرو په اړه اندېښنې ځکه شته چې دغه خبرې د افغان حکومت د استازي په نه شتون کې ترسره کيږي. خو دلته د دولت په کچه د ولسمشر غني ناهيلي دوه علتونه لري.

لومړی؛ د حکومت په غياب کې خبرې

په دوحه کې دا څلورم پړاو خبرې دي چې د امريکايې پلاوي او طالب استازو تر منځ ترسره کيږي. د دغو خبرو په ټولو پړاوونو کې افغان حکومت نه و شامل. يواځې په لومړي پړاو خبرو کې افغان حکومت هم خپل استازي قطر ته استولي خو د طالبانو لخوا يې نهايت سپکاوی وشو آن دا چې وسله والو طالبانو ورسره يو ځای ډوډۍ هم نه ده خوړلې. له هغې وروسته حکومت له پاکستان او زلمي خليلزاد غوښتي چې په طالبانو فشار راوړي څو له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي خو طالبانو هر ځل له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی. آن دا چې په وروستي څلورم پړاو خبرو کې ويل کيږي طالبانو يواځې له امريکايانو سره پر اوربند توافق کړی او له حکومت سره اوربند يې بل پړاو ته پرېښی دی.

دا چې طالبان يواځې له امریکا سره په خبرو ټينګار او له افغان حکومت سره له خبرو انکار کوي؛ دا چاره د دې سبب شوې چې د سولې په روانو خبرو کې افغان حکومت څنډې ته پاتې شي. ولسمشر غني همدغې نقطې د سولې له روانو خبرو ناهيلی کړې چې دغه خبرو د افغان حکومت د استازو په غياب کې ترسره کيږي.

دويم؛ د سولې عالي شورا پڅ کارونه

د امريکا او وسله والو طالبانو تر منځ د خبرو سره هم مهاله ولسمشر غني د سولې په عالي شورا کې نوي بدلونونه راوستل. په رهبرۍ کې ورته نوي افراد وګمارل، د سولې لپاره مشورتي بورډ يې جوړ کړ او همداراز د وسله والو طالبانو سره د سولې خبرو لپاره يې يوولس کسيز پلاوی وټاکه. دغه بدلونونه د دې لپاره و چې ګويا د ۱۳۹۸ کال د ولسمشريزو ټاکنو وړاندې به له وسله والو طالبانو سره سوله کيږي او د سولې دغه کرېډيټ به ولسمشر غني ته ولاړ شي. خو د سولې شورا له پرله پسې هڅو سره سره بيا هم دغه شورا په دې نه ده توانېدلې چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو زمينه برابره کړي. دغه چاره هم د دې سبب شوه چې ولسمشر غني د سولې له روانو هڅو ناهيلی شي.

طالبانو ولې امريکا سره اوربند ته زړه ښه کړ خو حکومت سره يې نه کوي؟

په وروستيو کې طالبانو ته نيږدې سرچينو آريانانيوز ته ویلي چې ګويا د قطر په روانو خبرو کې دواړه لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د طالبانو سیاسي په مشروعیت هوکړې ته رسېدلي، خو د اوربند په مساله کې طالبانو يواځې له امریکا سره اوربند ته زړه ښه کړی دی. دغې سرچينې آريانا نيوز ته ویلي چې طالبان په لومړيو کې يواځې له امريکا سره اوربند کوي او که له امريکا سره بشپړ توافق ته رسیږي بيا به له افغان حکومت سره هم اوربند وکړي.

طالبانو ځکه يواځې له امریکا سره اوربند اعلان کړی چې پاکستان له طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي. د افغان سولې په روانو خبرو کې امريکا او پاکستان له يو و بل څخه د طالبانو په وسيله د امتياز اخيستلو پر سره چنې وهي. په دغن چنو کې تر دې دمه پاکستان ګټه کړې ده. پاکستان د افغان سولې سره د همکارۍ په بدل کې له امريکا څخه د نغدي او پوځي مرستو تر څنګ په افغانستان کې دهندوستان د نفوذ مخنيوي، د کابل او اسلام آباد د اړيکو نيږدې کېدو، او له پاکستان سره د کابل او اوشنګټن د سوداګريزو اړيکو د پراختيا غوښتنه کوي.

پاکستان د دې لپاره چې د سولې په روانو خبرو کې پر افغان حکومت او امريکا فشار واچوي او لا ډير امتياز ترلاسه کړي؛ طالبانو ته ويلي چې يواځې له امريکا سره اوربند وکړي او افغان حکومت سره جګړې ته دوام ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply